دغه احتجاجي غونډه چې د پېښور پر (دله زاک) سړک شوې، د مذهبي ګوندونو سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی. غونډه د (تحفظ بیت المقدس) تر سرلیک لاندې شوې ده او ویناوالو یې د امریکې دا ګام په کلکه غندلی، چې بیت المقدس یې د اسرایلو پلازمېنه اعلان کړه. دوی ویلي چې د امریکې دا کار د فلسطین د ازادۍ خلاف دی
په اشتهار کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که دغو ډلو ته خیرات او صدقې ورکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي. د اشتهار په یوه برخه کې راغلي، چې ناقانونه اعلان شوو ډلو ته د مرسته او خیرات ورکوونکو کسانو جایدادونه به ضبط کړل شي
سرچینې وایي د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورۍ په اتمه یا نهمه بلوچستان ته لاړ شي او هلته به د خپل ګوند د وزیراعلی په ملاتړ یوه غونډه را وبولي
یو بل امریکايي څېړنکار جیف هیرس پر ټویټر لیکلي، چې پاکستان کله هم د اسلامي ترهګرو مرسته نه ده پرېیښې.
په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې (نی) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې په تېر کال کې یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خبریالانو په ضد د تشدد د پېښو ۱۴۱ مقدمې درج کړې دي.
دا اعلان تر هغه یوه ورځ وروسته کېږي، چې سپینې ماڼۍ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په "دوه مخۍ" تورن کړ او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړ، که غواړي د امریکې مرسته تر لاسه کړي، نو "باید نور څه هم وکړي".
د پاکستان د حکومت برعکس پاکستاني پوځ د ټرمپ د څرګندونو په اړه ډېر تېز عکس العمل نه دی ښودلی. د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د چارشنبې په ورځ ویلي، واشنګټن باید په دې پوه شي، چې د امریکې او پاکستان تر منځ غلط فهمۍ په سیمه خصوصاً په أفغانستان کې پر امنیتي حالاتو منفي اغېز کولای شي
صنوبرحسین مومند- چې په کاکاجي مشهور دی- په ۱۸۹۷م کال پېښور ته نیژدې په (کږه وله) کلي کې زېږېدلی وو. لومړنی تعلیم یې په خپل کلي او لسم ټولګی یې له پېښوره پاس کړی وو، خو په سیمه کې د انګرېزانو د واکمنۍ په خاطر یې ژر خپله دنده پرېښوه او انقلابي سیاست یې پیل کړ
عمران خان له هغو څو کسانو څخه دی، چې د تحریک انصاف ګوند له خوا يې په ۲۰۱۴م کال کې په اسلام اباد کې پرله پسې څو ورځې د احتجاج په توګه "درنا" کړې وه او د سرکاري ټیلیویژن پر ودانۍ د برید په شمول په څلورو قضیې کې تورن وو
حافظ سعید چې امریکې نړیوال ترهګر نومولی او د هغه پر سر یې ۱۰ میلینه ډالره اعلان کړې دي، د لښکرِ طیبه مذهبي ډلې مشر دی، چې هند او واشنګټن ورباندې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸م کال د بریدونو تور پورې کړی، چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وو
حکومت وايي دا ګام یې ځکه اخیستی چې په صوبه کې امامان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د باديني اوسېدونکي وايي، اکثر کلي یې د تعلیم او روغتیا په شمول د ژوند له بنیادي اسانتياوو بې برخې دي، وایي هلته دوه مډل او ۱۹ پرایمري سکولونه دي، خو حکومت ورته توجه نه کوي او استادان په کلونو- کلونو سکولونو ته نه ورځي
کلبوشن یادیو هغه هندی دی، چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ کې له بلوچستان صوبې نیول شوی وو او د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې د پاکستان پوځي عدالت د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم کړ
د کانفرنس په پاې کې خپره شوې اعلاميه وايي، دوی د داعش ډلې په ضد په عراق او شام کې د تر لاسه شوو کاميابیو هرکلی کوي، خو ياده ډله د سيمې د هېوادونو امنيت او ارامۍ ته رښتینی ګواښ ګڼي او د دې په ضد د ګډې تګلارې جوړولو سپارښتنه کوي
په کوټه ښار کې د عیسایانو پر کلیسا باندې د ترهګرۍ تر وروستۍ حملې وروسته په پاکستان خصوصاً په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې مېشت عیسایان وایي، د ترهګرۍ د ممکنه حملو له ډاره خپلو عبادتځایونو ته په خوشالۍ نه شي تللای
د پېښور یو شمیر وکیلانو په درخواست کې غوښتنه کړې چې د پنجاب د تعلیم وزارت ذمه وار کسان دي د "مطالعه پاکستان" له درسي کتابونو نه د پښتنو په ضد لیکل شوې خبرې وباسي او دا باور دې ورکړي، چې په راتلونکي وخت کې به د پښتنو په ضد داسې له کرکې ډک مواد نه شاملوي
د پولیو دا درې ورځنی کمپاین په داسې وخت کې پیل شوی، چې پرون د بلوچستان په کلاعبدالله سیمه کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه رپوټ شوې ده. د بلوچستان د روغتیا د ادارې چارواکي وایي، دا پېښه په ګلستان سیمه کې مخې ته راغلې
د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په جنوبي سیمه ټل کې اسسټنټ کمیشنر په دې تور له خپلې دندې ګوښه کړی، چې هلته یې ځایي سیکانو ته بلنه ورکړې وه، چې اسلام ته را واوړي.
نور کتل