د لوﺭالايي د عوامي نېشنل ګوند غړو په لورالايي کې د ژوند د بنيادي اسانتياوو د نشتوالي په سبب د سیمو د منتخبو استازو او حکومت پر ضد پياده لانګ مارچ کړی او کوټې ښار ته رسېدلی. د دوی د احتجاج او غوښتنو په اړه تفصيل د حفيظ الله شيراني په رپورټ کې
د بلوچستان د دوکۍ ضلعې د کولې يا سکرو په کان کې د تېرې يوې نيمې مياشتې بند دوو مزدورانو څخه د یو مړی، جسد را ایستل شوی خو دویم لا هم په کان کې بند پاتې دی. چارواکو ويلي د مزدور مړی پرون ماښام رايستل شوی دی.
د بلوچستان د دوکۍ په سيمه کې د کولې يا سکرو په کان کې د زهرجن ګېس کبله يو مزدور مړ شوی، او له تېرو 40 ورځو راهسې په بل کان کې بند پاتې شوي دوه مزدوران لا نه دي را ايستل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پشتین او علي وزیر په کوټه کې د لادرکه بلوڅانو لپاره ل لګول شوي کېمپ ته څخه لیدنه کړې. داواړه مشران د بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې په یوې شپږ ورځنۍ دوره وتلي. تفصیل د حفیظ الله شیراني په راپور کې.
د پاکستان د بلوچستان صوبې وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په صوبه کې د ساړې مرغه، د غرني پسونو او نورو قیمتي او کم سارو مرغانو او حيوانانو پر ښکار د بنديز اعلان کړی او د ښکار پرمټ یا اجازت نامې یې هم ختمې کړي دي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د سپریم کورټ وکیل په ډزو وژل شوی، د وکيلانو تنظيمونه د احتجاج په توګه عدالتونو ته نه دي حاضر شوي.
د بلوچستان په دوکۍ کې د ډبرو د سکرو یا کولې په درنګ کې بند شوي مزدوران لا نه دي موندلي شوي د بلوچستان په دوکۍ سيمه کې چې تېر د کولې کوم کان نړيدلی و په هغې کې دوه مزدوران د څو ورځو راهیسې لا بند پاتې دي.
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې د ايران پولې ته څېرمه علاقه کې د ترهګرو سره په نښته کې یې دوه عسکر وژل شوي دي.
د بلوچستان د دوکۍ په ناصر اباد سيمه کې د کولې په کان کې چاودنه شوې يو مزدور پکې وژل شوی او څلور نور ټپي شوي دي.
د بلوچستان سر ښار کوټې ته نژدې په زرغون غرہ سیمه کې د پاکستان امنيتي ځواک درې عسکر وژل شوي او يو تن ټپي شوی. د پاکستان پوځ د ميډيا څانګه وایي، په پوسته کې ناست د فرنټير کور عسکرو په ځوابي ډزو کې یو وسلوال برید کونکی ھم وژلی او د نورو پر ضد یې په سیمه کې عملیات پیل کړي.
د مولانا هدایت الرحمان د ازادېدو ضمانت په داسې ورځ منظور شو چې پاکستان او ایران په بلوچستان کې په شریکه پوله يو بل تجارتي مرکز خلاص کړ. د مرکز پرانيسته کې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او ایراني صدر سید ابراهیم رئیسي شرکت وکړو
نور کتل