دافغانستان دسولې عالي شورا ویاند سید احسان الله طاهري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په دې کنفرانس کې دنړۍ له ۳۰ زیاتو هیودونو لسګونو دیني عالمان برخه اخلي اود طالبانو روانه جګړه به د دیني له اړخه څیړل کیږي
افغان حکومتي چارواکو ویلي ،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني اوله ګڼو نور افغان مشرانو سره لیده کاته کوي.
افغان چارواکو ویلي افغانستان ته راستانه شویو پیلوټانو،پايلټانو د چیک جمهوریت په هوايي پوهنتون کې د دوه ډوله الوتکو د چلولو په چارو کې عملياو نظري زده کړې بشپړې کړي دي.
په خوست کې دنیزه بازی دلوبې مشر بهادرخان ویلي له دې لوبې څخه هدف دلراوبرپښتون قوم دلا نیږدې کیدو او یووالي لارې چارې لټول وؤ.
دافغانستان دعامې روغتیا وزارت دپولیو دعامه پوهاوي د برخې مسئول امرجان راسخ امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،دپولیو په دې پینځه ورځني کمپاین کې به چې نن دوه شنبه د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې پیل شوشپږنیم میلیونه ماشومانو ته چې عمرونه یې له له پنځوؤ کلونو څخه کم دي دپولیو څاڅکي ورکول کیږي.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن د خالي،یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت سفر کړی او په دغه ولایت کې يې د ملکي ،نظامي او قومي مشرانو غونډې ته په خبرو کې ویلي افغان دیني علماؤ د ۴۰ کلن ناورین دختمیدو لپاره زمینه برابره کړه.
دافغانستان په ختیځ کې دکنړسولې غږټولنې اړوند دسوله ییزخوځښت لسګونو ځوانان تیره ورځ له اسعد اباد څخه په پلي مزل دکابل په طرف روان شوي او مهال لغمان ولایت ته رسیدلي ترڅودهلمند دسولې ولسي حرکت سره په کابل کې یوځای شي.
د برتانيې دبهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن دافغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره په لیدنه کې دافغانانو په مشرۍ له طالبانو سره دسولې دخبرو اترواو له اوربند څخه ملاتړ څرګند کړ.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته دسولې ولسي حرکت پرلت کوونکو ویلي، ملګرو ملتونو ته د سولې ولسي حرکت د ملاتړ پرځای په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره خپل نیت په عمل کې ثبات کړي.
دهلمند نه کابل ته پیاده تللي دسولې ولسي کاروان ویلي طالبانو یې دسولې غوښتنه رد کړې اؤ اوس به دوئ د بهرنیو سفارتونو مخې ته احتجاجي پرلتونه پیل کوي.
دافغانستان دفاع وزارت ویلي اختر په ورځو کې دشوي اوربند په پایله کې سلګونه طالبانو چې له افغان امنیتي ځواکونو اوعامو ولسي خلکو سره یې یوځای اختر ولمانځه ، ترنیمايي زیات یې په خپلو کورونو کې پاتي شوي او غواړي چې دسولې له پروسې سره یوځای شي.
افغان چارواکو ویلي، هغه عملیات چې دفراه ولایت ،فراه رود ولسوالۍ اړوند دتودنک او شیوان سیمو کې افغان کمانډو ځواکونو، ملي امنیت اوپولیسو لخوا ترسره شوي د ناټو هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو.
افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د طالبانو ددؤ زندانونو نه دښځو اؤ ماشومانو په ګډون ۹۶بندیان راخلاص کړي دي.
د افغان قبایلو د اتحادیې مشرانو په پلازمینې کابل کې دپاکستان دحکومت دهغې پریکړې پرضد کلک غبرګون وښود کوم چې دتیرې پنجشنبې په ورځ دپاکستان پارلمان دپریکړې پربنسټ قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا سره یوځای شوې
دکابل پرلت کوونکو نن د اتوار،یکشنبې په ورځ په یوې احتجاجي غونډه کې ویلي دي ملګري ملتونه دې پرقبایلي سیمو دپاکستان دشوي ظلم څخه خلاص کړي او که یې غږ وا نه وریدل شي نو دفاټا اود لوی افغانسان خلک به دپاکستان دنظام پرضد قیام وکړي.
په افغانستان کې د قبایلو سرتاسري شورا ویلي له خېبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمې یا فاټا د یوځای کېدو په اړه د پاکستان د پارلمان لخوا شوې پریکړه قبایلو ته د منلو نه ده او پرضد به یې به جدي توګه خپل غږ پورته کوي.
دغزني سیمه ییزو چارواکو ویلي طالبانو د دوشنبې په شپه دغزني مرکز په کډون په پینځوؤ ولسوالیو پراخ ډله ییزبریدونه وکړل چې له امله یې دجغتو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ترنیولو وروسته یې ولسوالۍ ته اور اچولی او ګن شمیر وسلې اوپوځي تجهیزات دمخالفینو لاس ته ورغلي دي.
نور کتل