افغان حکومت وایي په نړیواله او سیمه ییزه کچه د افغانستان د سولې د بهیر په لومړي ځل ملاتړ وشو او له وسلوالو طالبانو وغوښتل شول چې له شرایطو پرته له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي.
دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي ،دپاکستان شازدافیر ته یې دافغانستان په ختیزو ولایتونو دتوغندويي بریدونو په هلکه خپلې اندیښې شریکې کړې اوله اسلام اباد څخه یې غوښتنه کړې چې دښه ګاونډيتوب لپاره دې پرافغان خاوره توغندويي بریدونو دوام ته دپای ټکی کیږدي.
دکابل پرلت یوغړ احمدالله وزیري وویل، "که په لر کې وي او که برا مونږتاسوبه وژل کیږواو ورکیږوبه په دې خاطرچې مونږاوتاسودخپل حق غوښتنه کوواود دې موقع نه راکول کیږي چې دحق غوښتنه وکړو "
کابل کې تيره شپه د پښتون ژغورنې په ملاتړ د جوړ پرلت په خېمه د چاؤدنې وروستو هم احتجاجي ناسته دوام لري، او پرلت کوونکي وايي د چاؤدنې وروستو ورته نورو خلکو د ملاتړ او دوي سره په ناسته کې د ګډون کولو ويلي دي.
دافغانستان ولسي جرګه وايي دسیداسحاق ګیلاني وروستۍ څرګندونې دملي ارزښتونو په ضد دي اوباید نوموړی محاکمه شي اودافغانستان له ولس څخه بخښنه وغواړي.
دبلخ سیمه ییزو چارواکو ویلي ،دبلخ پخواني والي عطامحمد نور غوښتنې دارګ لخواپه شوي توافق کې ومنل شوې اودبلخ ولایت لپاره نوی والي سیداسحاق رهګزر او محمداکرام سامع د امنیه قومندان په توګه وټاکل شول.
دکرکټ مبصرعجب خان وايي ،دپیښورزلمي له لوبډلې له دې امله ملاتړ کوي چې پښتانه دي، دخوښې ټیم یې دی او دخوښې لوبغاړي په کې شامل دي .
په افغانستان کې د ۱۳۹۷ لمریز کال لومړۍ ورځ په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شوه. د نوي کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو لپاره د افغانستان د پلازمېنې کابل د کارته سخي په زیارت کې سلګونه کسانو د جنډې پورته کولو په مراسمو کې برخه واخیسته.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت څلورمې ورځې ته وغزېد.
په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره د احتجاجي غونډو مینه والو ستر نښان د سرو خولیو پر سر کول دي.
دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني دپاکستان دملي امنیت مشاور سره په لیدنه کې دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده اؤ ویلي یې دي چې ددې بلنې مقصد د دوؤ ریاستونو ترمینځ هراړخیزو مذاکراتو دپاره ګام پورته کول دي.
دافغانستان دکنړ ولایت والي ویلي په تیره اونۍ کې دپاکستان پوځ دکنړپه بیلابیلو ولسواليو لسګونه توغندي ویشتلي دي.
چارواکو ویلي یوماشوم دکندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ او یو بل ماشوم دکونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې دپولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ اخته او تل لپاره معیوب شول.
دافغانستان اولسمشر محمد اشرف غني ویلي ،د ملي یوالی حکومت به افغان ولس ته سوله او دافغانستان ثبات په میراث پریږدي.
د افغانستان د جنوبي صوبې هلمند چارواکو ویلي ، د موټربم حمله نن سهار شواخوا لس بجې نادعلي ولسوالۍ ته د داخلیدو پرلار د سرحدي ځواکونو دتلاشۍ په امنیتي چیک پوست کې ترسره شوې ده.
د خوست ولایت دافغان سوداګرو د ټولنې مشر ضیالحق وايي د پاکستان او افغانستان د سوداګرو لپاره دغلام خان د لارې خلاصیدل ګټور ګام دی
نور کتل