دعامې روغتیا وزارت د پولیو پروګرام دعامه پوهاوي د څانګې مشر میرجان راسخ وویل د ناامنیو اودمخالفینود نفوس له وجې د کندهار خاک ریز،دغزني قرباغ ،دپکتیا برمل،د فراه بکوا اود جوزجان په درزاب ولسوالیو کې دپولیوروان کمپاین نه شي عملي کیدلی
د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي د انار دري ولسوالي تعمیر د طالبانو لخوا نیولې شوې او په ولسوالۍ کې د نورو دولتي تاسیساتود نیولو لپاره طالبانو شدیده جګړه پیل کړې ده.
دبې وزلۍ د له منځه وړولو اود متوازن پرمختګ لپاره د غیر دولتي موسیساتود ونډې او ارزښت ترسرلیک لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې جمهوررییس غني وویل په راتلوونکو څوکلونو کې باید دافغانستان عواید ۸ ملیارده ډالرو ته ورسیږي
دافغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ کیدونکې خبرې باید ډاګیزه بڼه ولري اؤ د پردې ترشا طالبانو سره کیدونکې دسولې خبرې به ورته د منلو وړ نه وي.
د افغانستان دبشري حقونودخپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر ویلي ،دوامداره سوله او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي او دا دواړه پرمختګونه په افغانستان کې هغه مهال راتلی شي چې افغان میرمنې په کې فعاله ونډه ولري اوانساني کرامت او بشري حقونه په پام کې ونیول شي.
دپاکستان حکومتي چارواکو ویلي و چې نن چهارشنبې به افغانستان سره په ګډه پوله دغلام خان سوداګریزه سرحدي لاره پرانیستل کیږی خو بیاهم دا ټرانزیټي لاره د تجارتي مالونو پرمخه تړلې ده او د خلاصیدو هیڅ څرک یې نه لیدل کیږي.
لاریون کوونکو وویل که حکومت د وژل شویو کسانو قاتلین د قانون منګلو ته ونه سپارل او د برمته شویو کسانو په خلاصولوکې بې پروايي وکړه نو حالات به نور هم خراب شي
د خوست یخني پلورونکی سید احمد نه یوازې له خپل روزګار څخه خوښ دی بلکې هغه نورو ځوانانو ته یو پیغام هم لري او وايي ځوانان دې نه ناامیده کیږي، مټې دې را ونغاړي او د یو روزګار دپیل لپاره دې کلکه اراده وکړي
د کډوالو اوراستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخیل له ډیوې سره په خبرو کې وویل د مارچ له لومړۍ نیټې څخه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو دستېندو لړۍ پیل شوې ده
د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال ولسونو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو ستاینه وکړه او هغوی یې په ځانګړو ډالیو وستایل.
د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې- چې سبا د شورو- چارشنبې په ورځ جوړېږي- د نړۍ او سیمې د ۲۸ هېوادونو امریکې، جرمني، انګلیستان او د ګن شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیالان او د دریو نړیوالو سازمانونو استازي پکې برخه اخلي.
لاریون کوونکو د ډیورنډکرښې هغې غاړې د میشتو قبایلو، بلوڅو اوپښتنو ځوانانو د هدفي وژونو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه او پرملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې په پاکستان کې میشتو پښتنو ته د بشري او انساني حقونو په ترلاسه کولو کې دې له هغوی سره مرسته وکړي
د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد له ډيوې سره په خبرو کې وویل د کابل پروسې د دویمې غونډې په تعقیب به راتلونکي میاشت کې د سولې په اړه د ازبکستان هیواد په کوربه توب غونډه جوړیږي
د نېټو پلاوي دافغانستان د وضعیت د ارزولو په پایله کې له افغان چاروکو سره په ګډه ناسته کې د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو له وړتیاو یې ستاینه وکړه
افغان چارواکي وايي دبرېښنايي تذکرو د ویش لپاره په بایومټریک سیستم کې د شاملیدو پروسه په چټکی سره روانه ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا دمخالفینو او دافغان حکومت ترمنځ دسولې په خبرو اترو ټینګارکړی او ویلي یې دي چې ،په روانه جګړه کې له دواړو خواوو څخه افغانان وژل کیږي.
افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو ۲۹ کلیزې د لمانځلو په غونډه کې افغان اولسمشر ویلي افغانستان خپلواکه هیواد دی او هرهغه څوک چې دا هیواد د مستقل هیواد په توګه نه پیژني ،دا افغانستان سره ستره جفا ده.
افغانستان یو داسې جنګ ځپلی هیواد دی چې دغلته دموجودو پراخو امنیتي ، اقتصادي او بیلابیلو ټولنیزو ستونزو باوجود هم ددغه هیواد ولس دنړۍ له وګړو سره سیالي کوي او دفبرورۍ ۱۴ مه دمئینانو ورځ (ویلټټائن ډی)په خپلو ځانګړو اندازونو سره نمانځي.
نور کتل