دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې د راتلونکې پنجنشنبې یا زیارت په ورځ محمد اشرف غني دولسمشرۍ دلوړې مراسم پرځای کړي او افغان حکومت ویلي چې دې مراسموته چمتوالی نیول شوی دی.
افغانستان لویدیځ هرات ولایت کې دکرونا وایرس دلومړی پیښې په رامنځته کیدو سره افغان حکومت په دې خاطر چې له هرات ولایت څخه دکرونا وایرس نورو ولایتونو ته سرایت ونه کړي دمخنیوي لپاره یې په هرات کې بیړنی حالت اعلان وکړ
لاریون کوونکو ویلي منظورپښتون په افغانستان او سیمه کې پراخ فکري شعوري ټولنو اود ولسونو ملاتړله ځان سره لري اونیول کیدل یې دنړۍ د سوله ییزو مبارزو پرضد عمل دی
د افغان چارواکو په وینا په تیر۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ۲۹ ماشومان دپولیوپه ناروغۍ اخته شوي و چې له دې شمیر څخه یوازې۲۰ دپولیو مثبتې پیښې له جنوبي حوزې یا سویلي ولایتونو څخه راپور شوې وې
ای پي وویل جهاز د غزنې په داسې سیمه کې غورځېدلی دی چې د طالبانو د ولکې د لاندې ده نو ځکه ورته رسايي گرانه ده. د غزني د ولایتي شورا غړي عبدالجامي جامي ویلي جهاز د سېدو او ابراهیمزۍ کلیو سره نژدې غورځېدلی دی
چخانسوري وویل د افغانستان بهرني سیاست په لومړی مرحله کې ګاونډي هیوادنه دی او له شک پرته دافغانستان ثبات په مسقیمه توګه په ځنجیري شکل له ګاونډیو هیوادنو سره ارتباط لري. هغه وویل افغانستان په څرګنده توګه د ښه ګاوڼډیتوب په اړیکو ټینګار کړی دی
د افغانستان حکومت وايي د جګړې دوام مناسبه لارنه ده او د طالبانو لخوا دجګړې دوام به دتیرو ۱۸ کلونو په څیر له مرګونو او ویجاړیو بغیر بل څه میراث پرې نږدې.
دا خبره د افغانستان د هوايي چلند ادارې کړې ده او ویلي دي د افغانستان له فضا څخه دنړۍ او دسمې دهیوادونو د الوتکو الوتنه ۲۵ فیصده لوړه شوې ده
افغانستان سویلي کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ هوايی ډګر ته نږدې دامریکا متحدوایالتونو د پوځ په يو موټر خښ شوی ماین چاودنه کړې
دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي،دایران د قدس ځواکونو دنوي ټاکل شوي مشر اسماعیل قااني هغه سفر چې تیرکال یې د افغانستان بامیانو ولایت ته کړی ؤ ترڅیړنې او غور لاندې دی.
ولسمشر اشرف غني ویلي ایران او امریکا دې تاوتریخوالۍ کم کړي او خپلې ستونزې دې دخبرو دلارې هواره کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي هغه عملیات چې د پوځ لخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ترسره شوي پکې ۶۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د اتوار، یکشنبې، په ورځ قریباً د درېو میاشتو وروسته د صدارتي انتخاباتو ابتدايي نتېجې اعلان کړې لمړۍ پایلي اعلان کړي وې چې پکې اشرف غني وړومبی،عبدالله عبدالله دویم اؤ ګلبدین حکمتیار دریم مقام ګټلی دی
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې چې د دولت جوړنې د ټیم مشر اشرف غني پکې ترن ورو نوماندانو مخکښ ګڼل شوی ملت ته په وینا کې يې وویل نن جمهوریت تامین شو او دوام به ولري.
طلبانو ترواک لاندې سیمو کې دعامو ولسي خلکو د ژوند په تړاو دامریکا په پلازمینې واشنګټن کې د څیړنیز ادارې په نظرپوښتنه کې راغلي دطالبان دتعلیم کیفیت له پامله غورځولی او انجونو ته یوازې تر۶ ټولګي دزده کړو اجازه ورکوي.
د افغانستان د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش وايي د۴۰ زیاتو کلونو راهیسې د پېل شوې جګړې د پاې او د سولې د ټینګښت لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو هڅې پېل کړي دي.
نور کتل