د پاکستان په سيند صوبه کې تښتول شوي خالد خان بېټنی راخوشی کړی شوی دی، د سيند صوبې پوليسو ويلي، د کشمور په کچه علاقه کې یې اته ډاکوان وژلي دي.
د پاکستان وزیراعظم شهبازشريف د وزیراعظم جوړیدو څخه را پدېخوا د ډېره اسماعیل خان څلورم سفر دی خو خلک وایي يو خو نوموړی ژمنې کوي خو بیا یې پوره کوي نه او بل داسې پروژې دې سيمې ته ورکړي چې د خلکو په ګټه وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال حنيف پشتين د څلور کاله بند وروسته خوشي کيږي هغه د قتل په مقدمه کې بري کړی شوی دی. د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د حنيف پشتين وکیل د هغه د ازادېدو خبر ورکړی دی. حنيف پشتين د کال 2019 د جولايۍ د مياشتې په لومړۍ سر کې د قتل په مقدمه کې نیول شوی وو.
د بیټني قام جرګه کې پریکړه شوې که تر دریوو ورځو پورې حکومت د ډاکوانو له ولکي څخه تښتول شوی سیکورټي کارډ خالد خان بیټنی خوشی نه کړ بیا به قام پخپله د ډاکوانو پرضد لښکر کوي. دوی وايي، په داسې حال کې که څه تاوان وشو د هغې زمه دار به د سیند صوبې او مرکزي حکومتونه وي.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د اوو ورځو له جګړو او تاوجنو حالاتو وروسته د امن جرګې په منځګړتوب د ښکېلو غاړو ترمنځ د یو کال لپاره د سولې تړون او ډزبندي شوې ده. د سولې له تړون وروسته په جګړه کې بوختو خواوو خپلې مورچلې خالي کړي او اوس دغلته امنیتي ځواکونه او پولیس ځای په ځای شوي دي.
په قبایلي ضلع کورمه کې د شیعه او سني قبيلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت په سر روانو جګړو کې په درېو ځایونو کې اوربند شوی او دوه ځایونو کې اوس هم جګړه روانه ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د شپږو ورځو راهسې د قبيلو ترمنځ روانې جګړې تراوسه دوام لري خو ورسره ځايي مشران وايي د جګړې ختمولو دپاره جرګې روانې دي او د قبيلو ترمنځ د اوربند او جګړې ختمولو هڅې کوي.
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې يو ځايي ملک نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی، او شمالي وزيرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د غړي د وژنې ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي. د کورمې پوليس وايي په سيمه کې د دوه قبيلو ترمنځ جګړه ختمه شوې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان ناارامه سيمې شمالي وزیرستان د مرکز مرانشاه سره په ختیځه سيمه کې پر پوځي قافله ځانمرګی برید شوی، دوه پاکستاني پوځيان او یو ماشوم پکې وژل شوي او د څلورو پاکستاني پوځي عسکرو په ګډون پکې 10 تنه ملکي وکړي ژوبل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان ناارامه سيمه شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښې شوي، دوه ځایی ملکان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. پولیس دا پېښې تايید کړي او ویلي یې دي دواړه پېښې تېر ماښام په رزمک او میرعلي سیمو کې شوي دي.
د شمالي وزیرستان څخه د ضرب عضب پوځي عملیاتو له امله بې کوره شوي کډوال وایي، دا 18م اختر دی چې له خپلې سیمې لرې په کډوالۍ کې یې تیروي. دا په داسې حال چې په سیمه کې د میلیونونو ډالرو خزانې لري خو دغلته کډوالۍ کې قربانۍ ته پریشان دي.
د شمالي وزیرستان ذکر خېل سیمې نه څلور ورځې وړاندې بې درکه شوې شپږ کلنې تنکۍ ماشومې سمېرا مړی موندل شوی، بدن یې ټوټې شوی وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان قامي او سیاسي مشرانو مشرانو په ډاډ میرانشاه سیمه کې روان احتحاجي پرلت د یوې اوونۍ پورې ځنډولی او ویلي یې دي که نیول شوي فعالان یې په دې موده کې خوشي نه شول بیا به دا احتحاجي پرلت پېل کوي.
د میرانشا بازار دوکانداران او مالکان وایي، چارواکو ورته تر اوسه هم د ضرب عضب عملیاتو پرمهال د وران کړل شويو دوکانونو معاوضې نه دي ورکړي. په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د 2014 په جون کې عملیات کړي وو چې پکې میرانشاه بازار کې په زرګونو دوکانونه او مارکیټونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو.
نور کتل