د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير په شمالي وزيرستان کې نيول شوی دی. ډرايور يې وايي پوځ نيولی دی، خو پوځ او چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ کسان د دوو اونيو راهسې بې درکه دي خو چارواکي پرې چوپه خوله دي د پښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د پي ټي ايم احتجاج د دوو اوونيو راهسې روان دی او د خپلو ملګرو عيد رحمان، ذکيم او جلال د پاره انصاف غواړي. ځايي انتظاميې او پوځي چارواکو د دغه کسانو نيول نه دي تايید کړي.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان کې د امنتي عسکرو په ګزمه چاودنه کې درې عسکر ژوبل شوي دي. او په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو او عسکرو ترمینځه د ډزو په تبادله کې یو ځایي تن وژل شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د وسله والو سره په نښته کې یو پولیس اهلکار وژل شوی، او د افغانستان سره په پوله ناارامه شمالي وزیرستان کې ځمکني ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی. په کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ ضد احتجاجي مظاهره شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی او احتجاج ګډون وال صمد خان وي او اې ډیوه ته وایي دا احتجاجي پرلت یې وروسته له هغې پېل کړی چې د دوی درې فعال غړي عید رحمان، زکیم مداخېل او جلال وزیرستاني څلور ورځ وړاندې د شمالي وزیرستان کجوري سیمې څخه په چیک پوسټه پوځ نیولي دي.
د کوز جنوبي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک علاقه کې د قامي اتحاد په نوم ځايي خلک د يوې اوونۍ راهسې د غوښتنو دپاره په احتجاجي پرلت ناست دي.
د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمې بر جنوبي وزیرستان کې د ملېشه ځواک ټېکدار د تښتولو وروسته وژل شوی دی. تیره ورځ په مکین سیمه کې مسید قام د ناامنۍضد جرګه کړې او د امنیت د ټینګښت غوښتنې یې کړې وې.
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي دي.
د افغانستان پولې ته څنګ ته پرتې د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ځایي خلکو نیولو او د یو بندي تن د دوی په بند کې تر وژل کېدو پرضد ځایي اوسېدونکو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو احتجاجي پرلت پېل کړی چې نن په دریمه ورځ دوام لري.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د جینکو دوه سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.
پولیس وویل ځانمرګي حمله کونکی چې په پښو و د امنیتي ځواکونو د قافلې سره نژدې يې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد خلاص کړل
په شمالي وزیرستان کې بیا د پاکستان په پوځ برید شوی او امنیتي سرچینې وایي دا پېښه د میرعلي په حېدر خېل سیمه کې شوې او د وسله والو په ډزو کې د پوځ یو افسر په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي،
نور کتل