د ماشومانو د حقونو نادولتي تنظیم ساحل ویلي، په پاکستان کې ۲۰۲۲ کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۴۲۵۳ پېښې ریکارډ شوي. کاپوهان وایي، وړاندې به له جینکو سره د جنسي تشدد پیښې کمې راپور کیدې خو اوس د پوهې د بیدارۍ له امله یې خلک راپور ورکوي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د چترال یو اوسیدونکي د خپل کور دننه هرچین نومې کلي کې یوه عجایب خانه جوړه کړې ده. د عجایب خانې مالک تاریخ پوه امیر الله خان یفتالي وایي، دې کې اتیا فیصده شیان ده په بیعه اخېستي دي او شل فیصده ورته ډالۍ شوي دي.
د بشري حقونو مبارزین وايي، پښتنه ټولنه کې زیاتره میرمنې وراثتي جایداد کې له برخې نه محرومه دي چې له امله یې ښځې د پرمختګ زغل کې بشپړه ونډه نشي اخېستی. مذهبي عالمان هم میرمنو ته وارثتي جایداد کې په برخې ورکولو زور راوړي خو په دې عمل ډیر کم کیږي.
د پښتونخوا هنرمندان وایي، د صوبې نګران حکومت سر ښار پېښور کې د موسیقۍ کوڅې جوړولو پروسه چټکه کړې ده. دوي وایي، تیرو حکومتونو ژمنه کړې وه، چې د هنرمندانو د سر سوري بندوبست وکړي خو دې لړ کې ناکامه شوي دي.
د پښتونخوا تاجران او صنعتکاران د مالي کال 2023، 2024 وفاقي بجټ د صوبې صنعت او تجارت لپاره ګټور نه بولي. دوی وایي، د مالي ستونزو له امله صوبه کې زیاتره صنعتونه بند پراته دي خو بجټ کې د هغې د پرانیستلو لپاره هیڅ مراعات نه دي اعلان شوي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د وفاقي بجټ اعلانولو وروسته د خېبر پښتونخوا صنعتکارانو او تاجرانو ويلي، یو طرفته د سود شرحه د 21 او 24 فیصدو تر مینځه ده او بلې خوا ته صنعتکاران د خارج نه خام مالونه نشي راوړی ځکه چې حکومت د اېل سي ( لیټر آف کریډټ) پرانیستو اجازه نه ورکوي.
د پښتونخوا صنعتکارانو او تاجرانو ویلي، له نوي بجټ څخه چې دوی کومې هیلې درلودې هغه نه دي پوره شوي. دوي ویل، په دغه بجټ کې د صوبې د بندو صنعتونو د بحالۍ لپاره هم کوم مراعات نه دي ورکړل شوي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د بشري حقونو فعال ادعا کوي پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري کومې نوې شمېرې مخې ته راځي، د نورو کلونو پرتله پکې د 30 فیصدو پورې اضافه ښکاري او سرچينه یې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي ادارې ساحل د 2022م شمېرې ښايي.
د کمو اسانتیاو له امله پاکستان کې د سایکلېنګ مقابلو کې برخه اخېستونکې میرمنې ډیرې کمې شوي دي. د سایکلنګ لوبغاړې وایي، اول خو کور کې دننه د دوي سپورټس کې د برخې اخېستو مخالفت کیږي او که کورنۍ اجازه ورکړي، نو بیا ټولنه کې د میرمنو سایکل چلولو ته په عجیبه نظر ګوري.
د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدو په پينځه کاله پوره کېدو د سیمې سیاسي او مخوریز مشران، مدني ټولنه، څیړونکي او کارپوهان وايي، د انضمام په وخت د پاکستان ریاست دوی سره ژمنې کړې وې خو هغه تر اوسه نه دي پوره کړی شوي.
خيبر ميډيکل پوهنتون نولس بااستعداده جينکو ته سکالرشپونه ورکړل د پېښور په خيبر ميډيکل پوهنتون کې دستوره شوې چې پکې د امريکا د يو ايس ای ايي ډي او د پاکستان د هاير ايجوکيشن په مالي مرسته نولس جينکو ته د طب د زدکړو سکارشپونه ورکړل شول
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بنديال لخوا د القادر ټرسټ د پيسو د غلا په تور کې نيول شوي پخواني وزير اعظم ته د عدالت په پېشۍ کې هرکلی ويل او بيا په رخصتۍ کې ورته د ښه نصيبۍ دعا کول د قانون پوهانو په وينا د ياد قاضي د منصب سره ناسم کار و.
د اهل تشیع او د مدني ټولنې فعالینو په کرمه کې د پرونۍ خونړۍ پېښې غندنه کړې او په پېښه کې یې ښکېلو کسانو ته د قانوني سزا ورکولو غوښتنه کړې.
په پېښور کې خلکو په جوش او جذبې سره اختر لمانځلی خو ځینو سر ټکوه چې دا ځل د ګرانۍ له امله د اختر خوند دومره نه دی پاتې. مدثر شاه او هاشم علي پرې دا راپور تیار کړی.
د پښتونخوا د میوو منډهو ته د سېند او پنجاب هندوانې رارسیدلې دي سوداګر وایي، بیه یې ځکه زیاته ده چې د ټرانسپورټ خرچه پرې ډیره راغلې ده خو دوي وایي کله چې ځایي او د افغانستان هندوانې راورسي نو بیه به یې راوغورځیږي.
نن 21 فروري چې د ټولې نړۍ په څېرد پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې هم د مورنیو ژبو ورځ نمانځل کیږي. په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مورنۍ ژبې پښتو د ورځې په مناسبت پښتنو ملت پاله ګوندونو غونډې او لاريونونه کړي دي.
نور کتل