د پاکستان مرکزي حکومت د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کې د تندۍ راوستلو او د همکارۍ زياتولو دپاره يوه ځانګړې اتهارټۍ جوړولو قانون جاري کړی خو مخالف ګوندونه وايي حکومت د صوبو سره د سلا پرته دغه لانجمن قانون جوړ کړی دی.
بل خوا مخالف سیاسي ګوندونه او قانون پوهان دې ته سخت غبرګون ښیي او وایي له دې سره به نه یواځې د اعلی عدلیې په خپلواکۍ سوالونه را پورته کېږي بلکې په راتلونکي کې د وړو صوبو نه کوم یو قاضي د چیف جسټس څوکۍ ته رسېدل به هم نامکن وي
د نوي عدالتي کال پېل کېدلو په مناسبت د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسلام آباد کښې غونډې ته مشر قاضې وویل دا تاثر به ختمول وې چې ګنې د احتساب عمل د سېاسې ګټو لپاره کارول کېږي
رپورټ وايي چې پاکستان کښې بېا دغه رنځ تر ټولو زیات نرښځیانو او په سېکس ورکرانو کښې خوریږي او په هېواد کښې د ١٤ کاله نه کم عمره ٥٥٠٠ ماشومان هم په دغه رنځ اخته موندل شوې دي
دغه قانونې مسوده د صوبې ټولو سياسي ګوندونو او ازاد حېثېت کښې منتخب د سېنېټ غړو لاس لیک کړې چې پکښې د صوبايي اسمبلې څوکۍ د ٦٥ نه اتېا ٨٠ او د بلوچستان د ملې اسمبلې لپاره د پارلېمانې غړو شمېره د ١٩ نه ٣٥ ته د رسوولو غوښتنه شوې ده
د پاکستان د قومي اسمبلۍ اسپيکر په مالي درغليو تورن د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ ن غړو ته د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون اجازه (پروډکشن ارډر) ورکړی خو د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي علي وزير او محسن داوړ يې بيا د دغه حق نه محرومه ساتلي دي.
د ګلالۍ اسماعيل پرضد پوليسو هغه وخت د ترهګرې قضیه درج کړې وه کله چي په اسلام آباد کښې د مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنې ماشومې فرشته مړې موندل شوې وو.
د پاکستان د باندینو چارو وزارت چارواکو د سېنېټ د بشرې حقونو کمېټۍ ته وېلې چې سعودې عرب کې ٣٠٠٠ پاکستانې وګړې په بېله بېل تورونو قېد دي
مطبوعات وايي د پېپلز ګوند فرحت الله بابر د هېواد انتخابې کمېشن مشر په نوم لېکل شوي خط کښې د انتخابات نه وړاندې د قباېلې ضلعو ځینو برخو کښې د ١٤٤ نومې قانون په ځاې کوولو معامله راپورته کړې ده
په مجوزه قانون کې د قباېلې ضلعو د قامي اسمبلۍ لپاره څوکې د شپږ پر ځای نهو ته او د صوباې اسمبلۍ چوکې د ١٦ پر ځای ٢٠ ته رسوولو وړاندېز شوی دی
د محتسب ادارې د شمېرو ترمخه دې کښې تر ٥٠٠٠٠ قیدیانو مقدمې فېصله شوېدې چې پکښې زنانه نارېنه او کم عمره قیدیان شامل دي خو تر ۴٨٠٠٠ پورې قیدیانو د مقدمو د فېصلو په انتظار د تورو دروازو په شا ژوند په تېرولو مجبوره دي
شیخ رشید وویل "زه فخر کوم زه په جهاد یقین لرم، که د گاونډ د جومات امام... د مازدیگر د لمونځ په وخت ماته اعلان وکړي چې جهاد فرض شوی دی (نو) زه به (په) جهاد وځم."
د انتخابي کمېشن اعلامیې ترمخه دغه حلقه بندیو د لاندې د باجوړ او خېبر ضلعو لپاره درې درې چوکۍ ټاکل شوېدې. دغه رنگ د مهمندو، کرمې، شمالې وزېرستان او جنوبې وزېرستان لپاره دوه دوه او د اورکزې لپاره د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کښې یوه حلقه جوړه شوېده
محسن داوړ په خپل ټوېټر باندې لیکلي دي، چې د قامي اسمبلۍ مشر د "خلایي مخلوق" په امر د هغه نوم له یادې کمېټې نه لېرې کړی دی. له خلايي مخلوق څخه د هغه اشاره د پاکستان پوځ یا استخباراتی ادارو ته ده
نور کتل