پاکستان
د سيند صوبې په کندکوټ کې د پوليسو په څوکۍ بريد کې دوه پولیس وژل شوي
![File Photo](https://d1qubbarkqfgk4.cloudfront.net/ea2a2ee4-b8be-4002-b2e2-46bbe1e7b07a_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان د سیند صوبې پوليسو ويلي، د کشمور ضلعې په کندکوټ سيمه کې ډاکوانو د پوليسو په څوکۍ بريد کړی، دوه پوليس اهلکار یې وژلي او بريد کې د درېو نورو پوليسو ژوبلېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
پوليسو ويلي، ياده پېښه د شورو/ چهارشنبې په ورځ شوې، د 20 پورې ډاکوانو د دراني مهر پوليس سټېشن په حدودو کې په ډهډر چيک پوسته بريد کړی او بيا د ډاکوانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، پوليسو تاييد کړې نښته کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
ويل شوي، د برید د خبر په ترلاسه کېدو د پوليسو اضافي نفري علاقې ته رسېدلې او ډاکوان بيا تښتېدلي او د تېښتې په وخت د يو ډاکو د وژل کېدو دعوه هم شوې ده.
چارواکو ويلي، د کچې په علاقه کې عمليات پيل کړل شوي او علاقه په ګېره کې اخستل شوې ده.
د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د پوليس اهلکارو د وژنې د پېښې نوټس اخستی، د پېښې رپورټ یې غوښتی او پوليسو ته یې د کچې په علاقه کې د ډاکوانو ضد عملیاتو ګړندي کولو لارښوونه کړې ده.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د کورنيو چارو وزیر مرکزي محسن نقوي هم د کندکوټ د کچې په علاقه کې په پوليس چيک پوسته د بريد غندنه کړې ده.
د سيند صوبې کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې پورې، د کچې علاقه ياديږي.
په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ويډيوګانو په ټولنيزو خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.
د فرورۍ په میاشت کې د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د کچې په علاقه کې د ډاکوانو پرضد د عملياتو کولو ويلي وو.
د مې د مياشتې په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې صدر اصف علي زرداري ته په صوبه کې د امنيت او کچې په علاقه کې د عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی او صدر لارښوونه کړې وه، چې د کچې په علاقه کې دې عمليات په پوره قوت سره جاري وساتل شي.
د کچې په علاقه کې وړاندې هم د غلو، ډاکوانو پرضد عمليات شوي خو دغلته د پوليسو او ډاکوانو ترمنځ نښتو سره سره د خلکو تښتولو پېښې دوام لري.
د پاکستان او امریکا پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې ګډ مشقونه کوي
![](https://d1qubbarkqfgk4.cloudfront.net/01000000-0aff-0242-9385-08dc9b9525f1_w250_r1_s.jpeg)
د پاکستان او امریکې پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې او تجربو شريکولو او پياوړي کولو مشقونه يا تمرينونه کوي. د پاکستان پوځ ويلي، دغه مشقونه د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې په پبو سيمه کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز کې روان دي.
د پاکستان پوځ پرون په درېمه جولايۍ د يادو مشقونو په اړه يو بيان کې ويلي، "د پاکستان او امریکې د انفېنټري رايفل کمپنۍ 2024م دغه دوه اړخيزه مشقونه د ترهګرۍ د خطر سره مبارزه کې يو بل سره د سب يونټونو په کچه مهارتونه شريکول دي".
پوځ ويلي، د دوو اوونيو ياد مشقونه په 29م جون د نوښار په پبو کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز کې پيل شوي دي.بيان کې زياته کړل شوې، "د مشقونو مقصد د ترهګرۍ ضد تجربو شریکولو نه علاوه د ترهګرۍ ضد عملياتو کې اړينې طريقې ښه کول دي".
ويل شوي، "یاد مشقونه په ښاري ساحو کې د جګړې په وخت د يونټونو په کچه په غوره طريقو پوهېدل او د نخښه کولو مهارتونو ترلاسه کولو غوره تصور دی".
د پاکستان او امریکايي پوځ دغه مشقونه په داسې وخت کې کيږي، چې په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوم نوو عملياتو منظوري ورکړل شوې وه.
او د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف بيا د وي او اې سره په يوه مرکه کې د يادو عملياتو په اړه ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم عمليات کولی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.
پاکستان کې د څيړنو او امنيتي مطالعو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټيسټديز، سي ار اېس اېس) په نوم ازادې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترسره شوو ترهګرو پېښو کې 92 فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي. او په دغه موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول 65 پوځیان او دوه پوليس افسر پشمول 31 پوليس اهلکار وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.
سي ار اېس اېس د جولايۍ په لومړۍ نېټه خپور کړي رپورټ کې ويلي وو، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګرو بریدونو او ترهګرو پرضد عملياتو کې ټولې 240 پېښې شوي، د عامو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د عسکرو په ګډون پکې 380 کسان وژل او 240 ژوبل شوي دي.
د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، 87 بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په دغو صوبو کې شوي او 92 فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي.
په رپورټ کې ويل شوي، د روان کال د لومړيو درېو میاشتو په مقابله کې په وروستيو درېو مياشتو کې په بلوچستان صوبه کې ترهګري کمه شوې خو په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې زياته شوې ده.
د پاکستان صدر او وزیراعظم باجوړ کې د پخواني سېنېټر وژنه غندلې، پوځ باجوړ کې د "ترهګر" د وژلو دعوه کړې
![](https://d1qubbarkqfgk4.cloudfront.net/01000000-0aff-0242-5e3b-08dc9b6ba8f6_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان صدر او وزیراعظم د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعه کې د پخواني سېنېټر د وژنې پېښه غندلې، او پوځ دعوه کړې، باجوړ کې یې عمليات کړي او مهم "ترهګر کمانډر" یې وژلی دی.
باجوړ کې پرون په درېمه جولايۍ د پخوانی سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه سره څلور نور کسان په چاودنه کې وژل شوي وو.
پوليسو ويلي، هدايت الله خان د انتخابي کمپاين په وخت په ډمه ډوله علاقه کې په نخښه کړل شوی دی.
تراوسه پورې چا هم په پخواني سېنېټر د برید زمه واري نه ده منلې.
تحریک طالبان پاکستان او داعش په باجوړ کې په امنیتي ځواکونو، حکومت پلوه قبايلي او سياسي مشرانو باندې د زياترو بريدونو زمه وارۍ قبلوي، خو تحریک طالبان پاکستان ويلي، په پخواني سېنېټر بريد کې لاس نه لري.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري د پخواني سېنېټر هدايت الله خان او هغه د نورو په وژنه د ژور خفګان څرګندونه کړې ده. صدر د ترهګرۍ دغه پېښه په کلکه غندلې او د وژل شوو د کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم په ياده پېښه خفګان څرګند کړی او پېښه کې د زمه وارو معلومولو او هغوی ته د قرار واقعي سزا ورکولو لارښوونه یې کړې ده.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، شهباز شریف ويلي، "د ترهګرۍ دغه پېښه چې څومره وغندل شي کمه ده، ترهګر د ملک د امنيت او جمهوریت دښمنان دي". نوموړي زياته کړې، "ترهګر د پاکستاني قام حوصلې نه شي ماتولی، د ملک څخه به د ترهګرۍ نوغی ويستلی شي".
د خېبرپښتونخوا مشير اطلاعات بېرسټر سېف هم باجوړ کې د بم چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي، "پخوانی سېنېټر او نورو پرامنه وګړي وګړي په نخښه کولو ناوړ عمل دی، پېښه د افسوس وړ ده، وزیراعلا علي امين ګنډاپور د پوليس او نورو لوړ پوړو چارواکو نه د پېښې رپورټ طلب کړی او نوټس یې اخستی دی".
باجوړ کې ياده پېښه په داسې وخت کې شوې چې په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو منظوري ورکړل شوې وه.
د پاکستان پوځ پرون دعوه کړې، باجوړ کې یې د مهم ترهګر د موجودګۍ په استخباراتي اطلاع عمليات کړي، د عملياتو په وخت نښته کې یې "مهم ترهګر عرفان الله عرف عدنان وژلی دی".
پوځ ویلي، هغه د امنيتي ځواکونو پرضد يو شمېر ترهګرو بريدونو، قلنګ اخستو او عامو خلکو په وژنو کې ککړ او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب وو.
د مال بدل کې مال: د پاکستاني وزیراعظم روسي صدر ته د کاروبار نوی وړاندیز
![وزيراعظم شهباز شريف وويل “ماته ياد دي چې د 50, 60, او 70 په لسيزو کې به پاکستان او روس د بارټر ټرېډ يا “د مال په بدله مال“ په بنياد تجارت کوو.](https://d1qubbarkqfgk4.cloudfront.net/01000000-0a00-0242-d5c5-08dc9b63240e_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روس د صدر ولادي مير پيوټن سره د شورو، چهارشنبې په ورځ د ازربايجان سر ښار استانه کې لېدلي او د روس مشر ته ېي د دواړو هيوادونو ترمنځه د “مال په بدله مال” د تجارت وړانديز کړې دی.
دپاکسان د اطلاعاتو د وزارت ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دغه ملاقات کې صدر پيوټن ته ويلي چې د دواړو هېوادونو تجارت چې دا وخت يو ارب ډالرو ته رسيږي، وده موندلی شي که روس د انرجۍ په څانګه کې همکارې ته دوام ورکړي.
شهباز شريف ووېل “روس وړاندې هم پاکستان ته تېل ورکړي وو او په دې برخه کې نورو ګامونو پورته کولو ته ضرورت دی”.
وزيراعظم شهباز شريف وويل “ماته ياد دي چې د 50, 60, او 70 په لسيزو کې به پاکستان او روس د بارټر ټرېډ يا “د مال په بدله مال“ په بنياد تجارت کوو.
شهباز شريف دا وړانديز په داسې حال کې کړی چې روسيه د اوکراين د جګړې په سر د يو شمېر امريکاېي او اروپاېي بندېزونو سره مخ ده.
روس تېر کال پاکستان ته په ارزانه بېعه تېل ورکړي وو او لومړۍ سمندري بېړۍ يې د جون په مياشت کې پاکستان ته رسېدلې وه.
د بهر ملکي قرضونو سره مخ پاکستان تېر کال نه وه څرګنده کړې چې روس ته ېې ددغه تېلو لپاره پېسې څنګه ورکړې وې.
د پاکستان ګاونډي هېواد اېران هم دا وخت د ايټمي پروګرام په سر د امريکا او اروپاېي هېوادونو د مالي او تجارتي بندېزونو سره مخ دی.
پاکستان ايران ته هم وړاندې د بارټر ټرېډ يا د مال په بدله مال د لارې د تجارت وړانديز کړی و. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په ايران د بندېزونو له وجې د دواړو هېوادونو ترمنځه د ګېس پايپ لاين پروژه هم د ځنډ ښکار ده.
د پاکستان د مرکزي بينک ترمخه په پاکستان دا وخت 130 اربه ډالره بهر ملکي قرضه ده او هرکال لږ تر لږه 25 اربه ډالره قرضه ورته واپس کول وي.
څېړونکي واېي پاکستان د خپلو مالي او دفاعي ګټو لپاره په سيمه کې د روس او امريکا سره په يو وخت دوستي او دشمني په کاميابې سره ساتلې او چې کله وخت بدل شوی نو خپل اهداف ېي هم بدل کړي.
تاريخ پوهان واېي چې پاکستان د پښتنو په سيمه کې په لسګونو کاله د جګړې برخه وه او خپلې ګټې ېي ترې پورته کړي دي.
د اتيا په لسيزه کې د روس خلاف او بيا وروسته د ترهګرۍ پرضد جګړه کې پاکستان د طالبانو په ضد جګړه هم اوکړه خو چې د افغانسنان څخه امريکاېي عسکر ووتل نو د روس او طالبانو سره سره ېي بيا اړېکي پېل کړې.
نن د قازقستان په سر ښار کې چې کله وزيراعظم شهباز شريف د صدر پيوټن سره لېده کاته کول نو پېښور ته نزدې پبو سيمه کې د پاکستان پوځيانو د امريکاېي عسکرو سره د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي مشقونه پيل کړي.فعالان: د مذهب د سپکاوي په ضد د پاکستان قانون د اقلیتونو خلاف په ناسمه ډول استعمالېږي
![په کراچۍ کې د احتجاج ګډون والو وویل تير کال د پاکستان پنجاب صوبې کې په مسحي کليساګانو او کورونو شوو بريدونو په سر تر اوسه څوک سزا شوې نه دې خو احسان مسيح ته په سوشل ميډیا د قران په اړه د بل چا پوسټ په شريکولو د مرګ سزا اورول شوې ده. احتجاج کوونکو د انصاف غوښتنه وکړه](https://d1qubbarkqfgk4.cloudfront.net/01000000-0aff-0242-180d-08dc9b6a57dd_w250_r1_s.png)
په پاکستان کې د اقلیتونو د حقونو فعالانو په کراچۍ کې احتجاج کړی او ويلي يې دي چې په هېواد کې د مذهب د سپکاوي په ضد قانون د لږګیو په ضد په ناسمه ډول کارول کيږي چې له کبله يې دا ټولنه د مسقبل په اړه تشویش لري. احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې حکومت دې اقلیتونو د تحفظ دپاره ګامونه پورته کړي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کې مدني فعالينو او د لږګيو د حقونو تنظيمونو وويل په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون په ضد نه دي خو قانون په نا سمه توګه کاريږي او زياتره په کې د اقلیتي ټولنې غړي په نخښه کړل شي.
ډاکټر جی پال چهابريه د لږکيو دپاره قومي کمېشن غړی دی، وايي"کله زمونږ مندرونه سوځول کېږي او کله کليساګانې۔هر وخت دلته مونږ د مزهب د سپکاوي تورونو سره مخ اوسو۔او بيا په سلګونه خلک قانون په خپل لاس کې واخلي او تورن تن ژوندې وسوځوي يا يې په تشدد مړ کي۔که دغه قانون په ځاي ساتل کېږي نو بايد قانون عملي کونکې ادارو له خوا دې وکارول شي او عدالتونه دې په دې کې انصاف وکړي۔"
د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د پنجاب په ساهيوال ښار کې د ترهګرۍ مخنيوي يو عدالت دوه ورځې وړاندې احسان مسيح نومي تن ته د مزهب د سپکاوي په الزام د مرګ سزا واوروله۔
په کراچۍ کې د احتجاج ګډون والو وویل تير کال د پاکستان پنجاب صوبې کې په مسحي کليساګانو او کورونو شوو بريدونو په سر تر اوسه څوک سزا شوې نه دې خو احسان مسيح ته په سوشل ميډیا د قران په اړه د بل چا پوسټ په شريکولو د مرګ سزا اورول شوې ده. احتجاج کوونکو د انصاف غوښتنه وکړه.
د لږکيو د حقونو د مارچ یا لاریون مشري غزاله شفیق کوله، ويې وېل "د داسې يره ونکو سزاګانو مقصد څه دې۔دوي څه د لږکيو نسل کشي کول غواړي يا په لږکيو د پاکستان زمکه تنګول غواړي۔جنړاواله بريدونو کې څوک هم په سزا نه شول خو يو مسيحي ځوان ته بغير د کوم ثوبته د مړګ سزا اورول شي۔مونږ دغې فيصلې ولرزولو په رياست مو اعتماد مات شو۔"
د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاج کونکو د سوات په مدين کې څو ورځې وړاندې د مذهب د مبینه سپکاوي پېښې هم غندنه وکړه او ویې وېل چې دغه پېښه هم د امتيازي قوانینو ښکار شوي چې دوی ورسره مخامخ کېږي.
د جون په 20مه د پنجاب د سيالکوټ ښار یو اوسېدونکی د سوات په مدین ښار کې قهرجنو خلکو په دې تور ووژلو او مړیې وسوځولو وو چې هغه په مبینه توګه د قران سپکاوی کړی وو. خو د ميډيا د رپورټونو ترمخه پوليس د وژل شوي تن په اړه ثبوتونه د ولس او ميډيا سره نه دي چې په هغه لګول شوی الزام ثابتوي.
د پاکستان حکومتي چارواکو د کراچۍ د احتجاج په اړه څه دریځ نه دی څرګند کړی خو سرکاري مامورین وايي د پاکستان ایین اقلیتونو ته د ازادۍ او د تحفظ ضمانت ورکوي او په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه په امن کې ژوند کوي.
Forum