لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کانفرنس: د جرمونو د مخنیوي لپاره دې په تعلیمي ادارو کې د جرمپوهنې تعلیم پیل شي


پېښور ــــ د پېښور پوهنتون د کريمينالوجي څانګې له خوا جوړې شوې غونډې ته د تعليمي چارو پوهانو او څېړونکو ویلي، په ټولنه کې د جرمونو د مخنيوي لپاره پکار ده چې په تعليمي اداورو کې د کريمينالوجي یا جرمپوهنې تعلیم پیل شي.

د غونډې ویناوالو وویل، په ياده شعبه کې نه يواځې استادان بلکې زده کوونکي هم د جرمونو په عواملو او د هغوی د مخنيوي په اړه څېړنې کولای شي. د هغوی په وينا د دغو څېړونو په بنياد چې کومې پاليسۍ جوړې کړل شي له هغو سره له ټولنې نه جرمونه تر ډېره حده ختمېدلای شي.

د پېښور پوهنتون د سوشل ساینسز د څانګې مشر پروفيسر ډاکټر جوهر علي له وي.او.اې ډیوه سره په خبروکې وویل، په ټولنه کې چې کوم جرمونه کېږي د هغو د محرکاتو معلومولو او مخنيوي په لړ کې د تحقيق لپاره په زياتره تعليمي ادارو کې ځانګړې څانګې نه دي جوړې کړل شوي چې له وجې یې په دې اړه هراړخیز تحقيق نه دی شوی:

"د نړۍ په نورو ملکونو کې چې کله جرمونه کېږي نو هغوی په دې مسئله بحث مباحثه کوي او دا پلټنه کوي چې ايا دا مالي، نفسياتي، ټولنیزه يا تاريخي مسئله خو نه ده. دلته چې کله د جرم خبره راشي نو مونږ يې پوليسو پسې تړو خو دا کوښښ نه کوو چې د دې اصل وجوهات څه دي؟ چې کله د اصل وجوهاتو پته ولګي او هغسې پاليسي ورته جوړه شي نو په جرمونو کې به کمی راشي".

د پېښور پوهنتون د کريمینالوجي څانګې مشر پروفيسر ډاکټر بشارت حسين وينا وایي، د جرمپوهنې په اړه د دې غونډې جوړولو مقصد یې دا وو، چې په تعليمي ادارو کې استادانو او زده کونکو په جرمونو باندې کوم تحقيق کړی په هغه بحث وشي او له امنیتي ادارو سره په ګډه د دغو څېړنو په بنياد د جرمونو د مخنيوي لپاره تګلاره جوړه شي:

"د هر يو ملک قانوني پاليسي تر هغه پورې نه شي کاميابېدای چې په هغې کې د تعليمي ماهرينو او عملي کوونکو ادارو تجويزونه نه وي شامل. د داسې غونډو فایده هغه طالبعلمانو ته رسي چې په داسې مضمونونو تحقيق کوي ځکه چې ماهرين له هغوی سره خپله تجربه شريکه کړي. داسې تربيه کوونکې غونډې د قانون نافذوونکو ادارو د کسانو لپاره هم ډېرې مهمې وي".

د پښتونخوا د پوليسو يو افسر فصيح الدين وایي، له ټولنې د جرمونو ختمول د يو تن يا د يوې ادارې کار نه دی بلکې د ټولنې هر تن باید د هغه عواملو مخنیوی وکړي چې له کبله یې په ټولنه کې جرمونه کېږي:

"د جرمونو د مخنوي لپاره به سماجي ادارې په شريکه کار کوي، پوليس خو به په يو جرم تورن کس ونيسي او پلټنه به وکړي خو وروسته نور کار د عدالت، وکيلانو او د جېل د انتظاميې وي. د دې لپاره حجرې، جومات، علماوو، سياسي مشرانو او تاجرانو ته پکار ده چې په دې کې خپله برخه واچوي ځکه چې د جرمونو مخنيوی کول د يو تن کار نه دی".

په پېښور پوهنتون کې د جرمپوهنې په اړه جوړ شوي درې ورځني نېشنل کانفرنس کې نه يواځې د پښتونخوا صوبې زده کوونکو او له نورو شعبو سره تړلو ماهرينو ګډون کړی بلکې د هېواد له نورو صوبو هم پوهانو او زده کونکو پکې برخه اخيستې وه.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG