لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وینې عطیه خلک له ګڼو ناروغیو خوندي ساتي،دصحت ماهرین


د صحت ماهرين وايي چې ويني عطيه کولو سره انسان د بيلا بيلو ناروغیو څخه خوندي پاتې کیږي او دا عمل په انساني وجود هیڅ رقم بده اغېزه نه لري.

په ټولنه کې يو شمېر خلق ناروغانو ته خپله وينا عطيه کوي ولې ځېنې پکې داسې هم شته چې وينه په دې وجه نه ورکوي چې صحت ته به يې زيان ورسيږي.

ماهرين دا هم وايي چي کومه وينه عطيه کړل شي د هغې ۹۰ فيصده برخه پاکستان کې هاغو ماشومانو ته خېژولی شي چې د تهيليسيميا يا د وينې دکمي د ناروغۍ ښکار دي.

پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې د وینې دعطیې دنړېوالې ورځې په اړوند راجوړې شوې غونډې ته د صحت ماهرينو ویلي په ټولنه کې هر صحتمند تن له پکار دي چې د وينې د کمي سره مخ ناروغانو ته خپله وينه عطيه کړي ځکه چې د وينې ورکولو سره د يو صحتمند انسان په وجود هیڅ رقم بده اغېزه نه کیږي.

پېښور کې د تهيليسيميا هسپتال (فرنټيير فاونډيشن)مشر ډاکټر فخر زمان وائس اف امريکا ډيوه نيوز ته وويل کوم تن چې له ټاکلې دمې روسته مريضانو ته وينه ورکوي هغه دبیلابیلو ناروغیو څخه خوندي پاتې کیږي.

هغه وويل چې غير دولتي موسسې د وینې راټولو دمهم په مهال کومه وینه راجمع کوي هغې کې ۹۰ فيصده وينا د تهليسيميا يا دويني د کمي ناروغۍ سره مخ مريضانو ته منتقل کېدلی شي.

د يوې پوښتنې په جواب کې نوموړي وویل په ټولنه کې د تهيليسيميا يا د ويني د کمي رنځ د خوريدو لويه وجه د هغه ښځو اؤ سړو ترمينځه ودونه دي چا کې چي د ياد رنځ جراثيم د وړومبي څخه موجود وي .

هر کال د جون د مياشتې په ۱۴ نيټه د ويني عطيه کولو ورځ په نړيواله کچه نمانځل کيږي چې مقصد يې عام اولس ته د وينې عطيه کولو په اړه پوهه ورکول وي.

د وينې د کمي ناروغي سره مخ د يوې ماشومې پلار حکيم محمد جمال ډيوه ته وويل چې د بې وزله کورنيو ناروغه ماشومان په هغه وينه ژوند کوي کومه چې د ټولنې عام وګړي دوي ته عطيه کړي نو پکار ده چې هر يو تن د وينې د کمي ښکار مريضانو د پاره وخت په وخت خپله وينه ورکړي.

په زده کونکو کې د وينې عطيه کولو په اړه دشعور پېدا کولو او د وينې د کمي سره مخ ناروغانو دپاره د وینې راټولولو په موخه پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې د جهاد فار زيرو تهليسيميا نومې سازمان غړې او د ياد پوهنتون زده کونکې شمائله ډيوه نيوز ته وويل چې تعليمي ادارو کي د وينې راټولولو د پاره مهم پرمخ وړل ډير اړین وي ځکه چې دې سره په طالبعلمانو کې د وينې ورکولو د ارزښت په اړه پوهه سیوا کیږي.

د صحت دماهرينو په وېنا د هېواد په کچه د تهيليسيما رنځ ښکار ماشومانو شمېره دوؤ لکو ته رسيدلې ده او دغه ماشومانو ته هر ۱۵ ورځې وروسته وينه خیژولی شي.

د تهيليسيما په دغه ناروغانو کې د ۴۰و زرو پورې ماشومان د خېبر پښتونخوا سره تړاؤ لري او د وينې د کمي په رنځ کې اخته ماشومانو د پاره هرکال د ۲۴ لکو نه زيات د وينو د بيګونو ضرورت وي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG