لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور دمسګرانو تاریخي بازار چې اوس په ختمېدو دی


د پېښور دکیسه خوانۍ بازار سره پیوست دمسګرانو بازار د پيتلو او تانبې نه دجوړ لوښو او د ډول سينګار دنورو سامانو د پاره د زمانو راهسې ډېر مشهور دی، خو د زیاتې ګرانۍ اؤ خرابو امنیتي حالاتو له امله دا بازار هم اوس ځپل شوی اؤ زیاترو کاروباریانو یې دخپل کاروبار نه لاس اخستی دی .

دا بازار د هندوستان د وېشت نه وړاندې جوړ شوی چې پکې دې تېرو وختونو کې د يادو شيانو ترڅلوېښتو پورې دوکانونه موجود وؤ خو اوس ددغو دوکانونو شمیره یوازې درې پاتې شوې ده.

فضل نظير د تېرو ۳۰ کالو نه په دې بازار کې د پېتلو او تانبې نه دجوړو پخوانیو شيانو د مرمت کار کوي، هغه وايي چې په ياد بازار کې د کاروباري هلوځلو اغېز من کېدو له امله ددې صنعت او فن سره تړلو يو شمېر کاریګرانو خپل د پلار نيکه دا کسب اوس پرېخودی دی.

د ځايي دوکاندارانو په وېنا په تېر وختونو کې دلته يو شمېر داسې دوکانونه موجود وو چې پکې به د پيتلو او تانبې دجوړو لوښو اؤ نورو شیانو ترڅنګ دپیتلو اؤ تانبې اخستل ،خرڅیدل هم کیدل، او د هغې مرمت به هم په لويه کچه کیدلو ولې وس دې کاروبار تاريخې بڼه خپله کړې او دا ځکه چې په دې بازار کې د پيتلو او تانبې دجوړو شيانو یوازې درې دوکانونه پاتې دي.

کاروباریان په دې نظر دې چې د زیاتې ګرانۍ له امله هم اوس زیاتره خلک د اسټيلو،سلورو،پلاسټک اؤ هډوکو لوښو ته ترجیج ورکوي ځکه چې دتانبې اؤ مسو لوښي اخستل اوس دهر چا د وس خبره نه ده.

سعيد خان څوک چې دمسګرانو په بازار کې د لوښو او د ورځني اړتیاؤ د نورو شیانو کاروبار کوي هغه وايي د پيتلو او تانبې جوړ شيان بهرني سيلانيان زيات اخلي ولې په سيمه کې د بد امنې له کبله د بهرنیو سيلانيانو پېښور ته راتګ د ډيرې مودې راهسې د نيشت برابر دی،

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل چې د زياتې ګرانۍ له امله ځايي خلق هم د دې شيانو د اخيستو توان نه لري.

ځايي سوده ګران وايي چې د مسګرانو دبازار يو شمېر کاريګرانو د زياتې ګټې وټې په خاطر اوس دا هنر پرېښودی او نورو کاروبارونو ته يي لاس اچولی دی.

ذوالفقار خان وايي چې پخوا به یې دې بازار کې د يو کاريګر په توګه کار کولو ولې په دغه بازار کې د تانبې او پيتلو د سامان دسوداګرۍ اغیزمن کیدلو له امله يي د سټيل، سلور اوپلاسټکي لوښو دوکان پرانستی.

د کاروبار يانو په وېنا دمسګرانو بازار کې د تانبې خرڅوونکو څو نسلونو دا فن اوس هم لږ ډير ژوندی ساتلی دی ولې ويره ده چې په شمیر دا يو څو دوکانونه به هم په راتلونکې کې ختم شي،

سوداګران وايي که چرې حکومت دوئ سره مرسته وکړي او د دې شيانو په هیوادنۍ اؤ بهرنۍ کچه نندارې راجوړې کړي نو دې سره دا پخوانی هنر ژوندې پاتې کيدلی شي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG