لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا اسمبلۍ هر غړي ته به اوس خلک دموبائیل اپلیکېشن دلارې خپل پیغام رسولی شي


دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ دغړو او عام ولس تر مينځه نېغ په نيغه داړیکو ټینګولو په عرض د بشري حقونو د پاره کار کونکي يو غير دولتي سازمان پاک وومن د سيټيزنز وائس يا د خلقو غږ په نوم د موبائل فون اپليکېشن جوړ کړی دی.

ددغه اپليکېشن يا سوفټ وئر دلارې خلک د خپلې اړونده حلقي د اسمبلۍ دمنتخب غړي دکارکردګۍ په اړه په اسانۍ سره معلومات ترلاسه کولی شي او خپله رایې هم داسمبلۍ غړي ته د يو مېسیج يا پېغام د لارې رسولی شي۔

د ياد غېر سرکاري تنظيم مشرې عزره ګل ډيوه نېوز ته وويل چې د صوبايي اسمبلۍ د۱۱۵ عمومي یا جنرل غړو،د ۲۶ زنانه ؤ غړو او د اقليتي رورولۍ ايم پي ايز په موبائل فونز کې دا اپليکېشن انسټال وي او عام ولس سيټيزنز وائس نومې سوفټ وير په ګوګل پلی سټور نه ويړيا ډاونلوډ کولی شي.

د اپليکېشن دپرانستې په موقعه د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ چارواکي، نارينه او زنانه ايم پي اېز او د ژوند د بېله بېلو طبقو سره تعلق لرونکو خلقو ګډون کړی ؤ.

د پېښور زينت محب کاکاخيل ډيوه نيوز ته وويل چې په صوبه کې زياتره زنانه په اسمبلۍ کې دکېدونکې قانون سازۍ په اړه معلومات نه لري او نه خپل اواز د ايوان غړو ته رسولی شي.

نوموړې زياته کړه چې ددې موبائل اپليکېشن په مرسته به د ټولنې زنانه اوس ددې جوګه شې چې خپل غږ د اسمبلۍ غړو ته ورسوي.

د عوامي نشنل ګوند د صوبايي اسمبلې زنانه غړي شګفته ملک د دغې اپليکېشن د پرانستې ستائنه کوي خو وايي چې دې نه وړاندې هم داسې ډول هلې ځلې شوې دي ولې روستو نه دې عملي کړې شوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي چې ياد سوفټ وير به هله د خلقو په ګټه وي کله چې په دې وخت په وخت د اسمبلۍ دننه دکېدونکې کارروایۍ ټول معلومات اپلوډ کولی شي.

د پاک وومن تنظيم چارواکو په وېنا هغوئ د صوبايي اسمبلې سیکرټريټ سره په يو مفاهمتي ياداشت لاس کړی او په سيټزن وائس موبائل فون اپليکېشن به د قانون سازۍ، دبجټ دمنظورۍ او د اسمبلۍ د غونډو د کاروايي په اړه معلومات د سيکرتریټ چارواکې وخت په وخت اپلوډ کوي چې ورته به عام ولس په اسانۍ سره لاس رسی مومي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG