لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په روغتونونو کې د سينې او پړپوسانو د ناروغتياؤ ډاکټران کم دي، ډاکټران وايي


د صحت د چارو کار پوهان وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس وبا څومره په تندۍ سره خوريږي د هغې نه اغېزمنه ناروغانود علاج د پاره د صوبې په روغتونونو کې موجود د پړپوسانو، سينې او په وايرسو د څيړنو د ناروغتیا د ډاکټرانو شمېره پوره نه ده.

طبي پوهان وايي دا چې د دې کرونا وايرس د وبا په دوېم پړاؤ کې چې کوم زيات ناروغان به روغتونونو ته راوړلی شي د دې ناروغتيا سره اړوه ډاکټرانو د کمي له امله به د درملنې په مهال سختې ستونزې رامخې ته کيږي.

د قبايلي ضلعې خېبر په جمرود هسپتال کې د سيني متخصص ډاکټر اظهر الدين افريدي وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وبا خورېدو وروسته د پلمونولو جسټس يا د سينې د ډاکټرانو ضرروت په هسپتالونو کې سېوا شوی دی او اوس چې څومره ډاکټران دي هغه ډېر کم دي.

" پلمونالوجسټس او انټنسيوسټس صرف په لويو هسپتالونو کې دي او هغه هم ډېر په کم تعداد سره دي او الله دي نه کړي که دا وايرس زيات شو او ډېر خلک پکې د ساه نظام فېل کېدو طرف ته لاړل نو دا مسله به ډېره زياته شي او دا به د قابو کولو نه بهر شي، څومره چې اندازه لګولې شوې ده نو په راتلونکي مياشت کې به دا پېښې زيات شي نو د سينې متخصص ډاکټرانو او د ادارو ضرورت به ډير زيات پيښيږي".

نوموړي زياته کړه چې د دغو متخصص ډاکټرانو ترڅنګ په وايرس او وبايي مرضونو څيړنې کونکي ډاکټران هم د هېواد په کچه د نيشت برابر دي.

هغه وايي چې حکومت له پکار دي چې په هسپتالونو کې د پلمونالوجسټس او وايرولجسټس د پاره زياتې چوکۍ وټاکي.

" وايرلوجسټس خو زمونږ خېبر پښتونخوا او په ملک کې ډېر کم زه به ويم چې کېدی شي د سره وي هم نه چې دغې شعبې سره تعلق لري، وبا چې اکثر راځي هغه وايرل يا د وايرس له وجې وي، نو دې ټولنه کې وس دغه ډاکټران ډير زيات ضروري دي، وايرلوجسټس او سائنټسټس دا هم پکار دي چې هغو د جېنېټکس سيکوينسنګ يو څيز وي چې هغو دا وګوري چې دا ايا هم هغه وايرس دي يا بدل دې، نو هغې د پاره هم د دوي ډېر زيات اهميت دی، انفېکشيس ډيزېز او په دې حوالې سره د بده مرغه مونږ دومره توجو نه ده ورکړې"

د صوبې په هسپتالونو کې دا وخت څومره پلمونالوجسټس دي ، په دې اړه مو د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکو نه وپوښتل خو هغه يې مالومات شريک نه کړل.

بلخوا د دغې محکمي ډائريکتړ جنرل ډاکټر محمد طاهر نديم وي او ای ډيوه ته وويل چې په روغتونونو کې د دغو ډاکټرانو شمېره پوره ده او هر قسم حالاتو کې د ناروغانو علاج کولو توان لري.

" پلمونالوجسټس چې وي نو ډېره ښه خبره ده او مونږ سره پلمونالوجسټس کم هم نه دي، زمونږ ګوزاره پرې کېږي او که چري مونږ ته وېنټلېټر د پاره ضرورت وي نو مونږ د مخکې نه مېډيکل سپېشلېسټس ته په پلمونالوجي ټرېننګ ورکړی دی او چې کوم نور اړونده خلک دي نو دې وخت کې مونږ ته دا مسله نيشته".

هغه وايي وايرلوجسټس په ټوله دنيا کې غالبا ډير کم وي، وايرلوجسټس چې کم هم وي مونږ د هغوي د پاره د علاقو په سطح مرکزونه کړي دي.

او د تشخېص دپاره چې کوم وايرولوجسټس پکار دي هغه په تکنيکي مرکزونو کې موجود دي هغه هم دوی ته مسله نشته.

د هسپتالونو د شمېرو ترمخه د خېبر پخوانخوا په پينځه غټو مېډيکل ټيچنګ ادارو يعنې حيات آباد مېډيکل کمپلکس کې دوه، لېډي ريډنګ هسپتال کې شپږ، خېبر ټيچنګ هسپتال کې پينځه او مردان مېډيکل کمپلکس کې پينځه پلمونولوجسټس يا د سينې د ناروغانو متخصص ډاکټران موجود دي خو وايرولوجسټس نه دي په ځای کړی شوي.

د راپورونو ترمخه د اېبټ اباد په ايوب ټيچنګ هسپتال کې هم د سينې د ناروغتياګانو ډاکټران هم شتون لري.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG