لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا هغه ناروغي چې د درملو کاروباریان یې هم اغېزمن کړي


په خېبر پښتونخوا کې د درملو د دوکانونو یا مېډيکل سټورونو ملکان وايي که څه هم په موجوده لاک ډاون کې په دوئ بنديز نيشته خو بيا هم روغتونونو ته د خلکو نه راتلو او د ډاکټرانو شخصي کلينيکونو د تړل کېدو له امله د دوئ کاروبار اغېزمن شوی دی.

د مردان ضلعې تخت بايي سيمه کې د ميډيکل سټور مالک ناصر اقبال وايي چې د کرونا مخنيوي د پاره پځائ کړل شوي لاک ډاون له امله يي کاروبار دومره اغېزمن شوی چې کمپنیو ته د پېسو ورکولو توان نه لري اؤ له دې امله نه خو نوې دوایانې راغوښتی شي اؤ نه د دوکان لګښتونه سرته رسولی شي.

" چې کله به ډاکټران کښېناستل نو هغه به بل شان ګټه کېدله وس بل شان کېږي، هسې دوکان ته راشو لس شل مېنټه کښېنو خپل عادت پوره کړو خو که د کاروبار درته وويم نو که ۸۰ نه وي نو ۷۰ فيصده زمونږ کاروبار خراب شوی دی لکه چې اول به ۱۰۰۰۰ روپۍ خرڅون کېدو اوس ۲۰۰۰ هم نه کېږي"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې په صوبه کې د کرونا وايرس د وبا مخنيوي له پاره هسپتالونو کې او پي ډيانې او شخصي کلينيکونه تر ۱۳ اپريل پورې دتړلو اعلاميه جاري کړې ده۔

صوبايي حکومت په صوبه کې په پبلک ټرانسپورټ او د سورليو په ګاډو هم د روانې مياشتې ۱۴ نېټې پورې بنديز لګولې دي،

د تاجرانو په وېنا د دې بندېز خراب اثر د نورو کاروبارنو ترڅنګ د دوايانو په کاروبار هم پريوتی دی.

پېښور نمک منډۍ کې د دوايانو د کاروباريانو د اتحاديي مشر ارشد مومند وي او ای ډيوه ته وويل چي د هېواد په کچه د عامو ګاډو بندېدو له کبله سوداګرو چې د دوايانو کوم آرډرونه ورکړي دي هغه هم لا تردې دمه د لاک ډاون له وجې دوي ته نه دې ترلاسه شوي

" تړانسپورټ باندې تقريبا پابندي ده او مالونو راتلو کې وسه پورې ډېر مشکلات دي، کراچۍ نه د دنيا کسانو اډرونه اخېستي دي د دې ځائ نه د هغو مالونه وسه پورې نه دي راغلي او نه راځي"

دې وايي چې د کرونا وبا خوريدو په ړومبو ورځو کې چې کوم شيان په مارکيټ کې په ګرانه بيه ترلاسه کیدل اوس د هغې بېعې راټیټې شوي ځکه چې خلک يي طلب نه کوي۔

هغه دا هم وويل چې ړومبو ورځو کې سينيټائزر او د مخ ماسکونه ډير غوښتل کېدل او قيمتونه يي سیوا وو، وس په مارکيټ کې په کم قيمت ترلاسه کیږي خو خلک نه رازځي او په دوکانونو کې داسې پراته دي۔

دخيبرپښتونخواه حکومت د امدادي اداري له خوا جاري شوي اعلاميه کي ويل شوې چې ټول مارکېټونه، بازارونه او هوټلونه به د اپريل د مياشتې ۱۴ نيټي پوري تړلې وي۔

د اعلاميې ترمخه دخوراکي شيانو دوکانونه، مېډيکل سټورونه، د روټو پخولو او سبزو دوکانونه او د تېلو پمپونه په دغه بنديز کې شامل نه دي.

صوبايي حکومت په خېبر پښتونخوا کې د معاشي صورت حال جاج اخيستو د پاره ټاسک فورس جوړ کړی دی او د دې ترڅنګ د دوايانو جوړولو کارخانو په شمول ۱۱ صنعتونو دفعالیت کولو اجازه يي هم ورکړی دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG