لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا دپاره دځانګړو روغتونونو ښځلې که په سائنسي اصولو ضایع نه شي نو وائروس ترې خوریږي،پوهان وایي


د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې پروفيسر آصف خان وي او ای ډيوه ته وويل د صحت دنړيوالې ادارې  ډبليو ايچ او څېړنې ښايي، کرونا وايرس په بیلابیلو کچو د څو ورځو له پاره ژوندي پاتې کېدلی شي او که څوک هغې ته لاس وروړي نو د دې وايرس ښکار کېدای شي۔

کار پوهان وايي د قرنطين مرکزونو او په هسپتالونو کې د کرونا ناروغانو د پاره دټاکل شوؤ جدا وارډونو ښځلې او د طبي مامورینو د کرونا وايرس نه ځان خوندي ساتلو په غرض استعمال شوي الات که چرې په سائنسي اصولو ضايع نه کړل شي نو دې سره ټولنه کې کرونا وايرس په اسانۍ سره خورېدلی شي.

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې پروفيسر آصف خان وي او ای ډيوه ته وويل د صحت دنړيوالې ادارې ډبليو ايچ او څېړنې ښايي، کرونا وايرس په بیلابیلو کچو د څو ورځو له پاره ژوندي پاتې کېدلی شي او که څوک هغې ته لاس وروړي نو د دې وايرس ښکار کېدای شي۔

" دا دځان خوندي ساتلو آلات چې کله داسې دوئ وغورځوي او ډېرانونو ته لاړ شي نو هلته درېوؤ نه څلورو ورځو پورې دا کرونا وايرس په دې ژوندي پاتې کېدې شي، زمونږ په معاشره کې خلق ځي او دې ډيرانونو نه سامان وچتوي او وايروس سره يي لاس ولګي او هغه لاس بيا مخ يا پوزې ته ولګوي نو دا بيا کرونا وايرس نورو خلقو کې خورېدی شي"

هغه وايي د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره د داسې رقم زهرژنې ښځلې په وخت د سائنسي اصولو مطابق ضايع کول ډير مهم دي۔

هغه زیاتوي" پکار ده چې ددې استعمال شوو آلاتو ضايع کول په سمه توګه وشي او هغه داسې چې دا وړومبی باید کيميايي مادو سره صفا کړل شي او بيا د انسينيرېټر يا د ښځلو سوزولو مشين ته لاړ شي"

پروفیسر اصف خان وایي "دلته په پېښور کې چې کوم غټ هسپتالونه دي هغې کې دغه مشينان موجود دي خو اصل مسله دا ده چې کوم ځائ کې دا قرنطين مرکزونه دي هلته يا وارډز دي په هسپتالونو کې نو پکار ده چې د انسينيرېټرې هلته ولیږلی شي"

پوهان وايي په داسې حال کې چې کرونا وبا په تندۍ سره خوريږي باید صوبايي حکومت د دې رنځ د مخنيوي په لړ کې د صحت دمرکزي ادارې لخوا ټولو صوبو ته شوؤ سپارښتنو باندې عمل وکړي.

د خېبر پښتونخوا دچاپېريال د ساتنې ادارې ډايريکټر ثناالله خان وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت د هسپتالونو د ښځلو ضايع کولو د پاره يو شخصي کمپنۍ سره لاس ليک کولو د پاره منصوبه تياره کړې ده.

د انګرېزې ژبې ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې ۶۲ انسينيرېټرې يا د هسپتالونو د ښځلو سوزولو مشينان لګول شوې دي په کومو کې چې داوخت یوازې درې د پېښور په هسپتالونو کې چالو حالت کې شتون لري.

رپورټ زياتوي چې په دغه مشينانو کې ۵۷ د چاپېريال د ساتنې ادارې لخوا د اجازې نه پرته لګول شوې دي.

ياده دې وي چي د روانې مياشتې په اوومه نېټه د پاکستان سپريم کورټ حکومت ته امر کړی ؤ چې د کرونا وبا مخنيوي د پاره دې مناسب ګامونه واخلي په دغو کې د هسپتالونو ښځله ضايع کول هم شامل دي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG