لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان کې هغه خبرونه پټ ساتل کېږي چې د ریاستي ادارو رول چېلنجوي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې څېړونکي وايي په مېډیا کې هغه خبرونه د فشار له وجې د ولس نه پټ ساتل کېږي چې پکې د ریاستي ادارو په ناکامۍ یا ایني رول باندې پوښتنې راپورته کړی شوې وي.

په پاکستان کې د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ دوه پېښې شوې دي خو یوه پېښه په مېډیا کې ډېره ښکاره کړی شوه ولې دویمه پېښه د ولس د سترګو او د بحث نه پناه وساتل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ډاکټر سید عالم مسید وي او اې ډیوه ته وویل چې په پېښه کې یو خبریال مطیع الله جان د اسلام اباد څخه وتښتول شو، د دې سمدستي وروسته د پاکستان په روایتي مېډیا او سوشل مېډیا داسې کامیابه مهم په مخ بوتلی شو چې په ریاستي ادارو یې سخت فشار جوړ کړ.

دی وايي چې دغه د مېډیا کمپېن دومره کامیاب وو چې "سرکاري ادرو ۱۲ ساعته وروسته خبریال مطیع الله جان پرېښودو" او هغه خپل کور ته سلامت ورسېد.

د نهې- سې شنبې په ورځ دویمه پېښه دا وه چې نامعلومه وسلوالو د ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو د کورنیو تنظیم شهدا فورم په مشر فضل خان اېډوکېټ باندې ډزې کړې وې خو هغه پکې معمولي ژوبل شوی وو.

په مېډیا دا خبر ډېر لاندې پاتې شو او فضل خان اېډوکېټ ګیله مند دی چې چا یې هم پوښتنه و نه کړه.

په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د تنظیم نماېنده اقبال خټک وي او ډیوه ته وویل چې په فضلخان اېډوکېټ د برید د پېښې خبر د خبریال مطیع الله جان د خبر لاندې پټ وساتل شو او څوک ترې خبر نه شول.

اقبال خټک وايي چې په پاکستان کې پخپله د خبریالانو سره هم دا ستونزه ده چې کوم رپورټونه ورکړي د هغې حقیقتونه بدل کړی شي.

د پښتون تحفظ موومنټ په ټوېټر اکاونټ ورکړي دي چې د مطیع الله جان د تښتولو د پېښې په ضد یې غږ پورته کړی خو زیاتوي چې کله په فضل خان اېډوکېټ حمله وشوه نو دغه خبر د مېډیا نه غایب کړی شواو د فضل خان لپاره غږ پورته کوونکي یواځې پښتانه پاتې شول.

د پي ټي ایم مخکښ غړي ډاکټر سېد عالم مسید وویل چې د فضل خان په کېس کې خپله کړی شوې رویه نوې نه ده، هغه وايي په دغه هېواد کې ریاستي ادارو داسې قسمه خبرې همېش لره پټې کړي دي.

ډاکټر سېدعالم مسید وايي چې په راولپینډۍ کې وزیراعظم لیاقت علي خان ووژل شو خو د اصل ملزمانو په ځای نور نومونه واخیستل شول، دغه شان لاندې ساتل شوې پېښې د پاکستان د تاریخ برخه ده.

سېد عالم وايي په پاکستان کې په ۱۶م دسمبر د ارمي پبلک سکول تر برید وړاندې به په دې ورځ همېشه دا بحث کېدلو چې بنګال ولې او څنګه د پاکستان نه بېل شو خو دی وايي د ارمي پبلک سکول بوږنوونکې پېښې د هېواد د ماتېدلو دغه تاریخي بحث پټ کړ.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG