لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف حکومت د پرایمري تعلیم شریک نصاب جوړوي خو اپوزیشن ګوندونه یې مخالف دي


پېښور ــــ په خېبرپښتو نخوا کې څېړونکي او د تعليمي چارو پوهان وايي په قامي کچه د يو نصاب راوړلو مقصد په آئين کې د شوي اتلسم ترميم ختمول دي او هغه مواد په نصاب کې يو ځل بيا شاملول دي کوم چې د جنرل ضياالحق په دور کې د درسي کتابونو برخه وه. دوی وايي د دې نصاب له عملي کولو سره به نه يوازې صنفي مساواتو ته زيان ورسېږي بلکې په ځوان کول کې تنقيدي سوچ او د پوښتنې صلاحيت به هم متاثره شي.

بل خوا د پښتونخوا حکومت وايي د دې نصاب راوړلو مقصد د زده کوونکو د پاره د تعليم په لړ کې يو معياري بنياد ټاکل دي نه چې د وفاق له خوا منتخب شوي مواد د نصاب برخه جوړول.

څېړونکی او د تعليمي چارو کارپوه ډاکټر خادم حسېن وايي په موجوده نصاب کې صنفي مساواتو ته چې کوم ځای ورکړل شوی، په يو شان نصاب کې د هغې د مخنیوي کوشش کېږي، دی وايي د دغه نصاب نه زده کوونکو او نه د ټولنې مجموعي ژوند ته ګټور دی:

"د ښځو او د سړو تر ډېره حده پورې د يو شان کولو په نصاب کې مواد موجود وو هغه واپس ويستل غواړي، نو دا تاسو ګورئ چې دې سره کومه ذهن سازي کېږي نو هغه ذهن سازي به سوال نه قبلوي، هغه ذهن سازي به اختلاف رایې نه قبلوي، هغه ذهن سازي به تنقيدي شعور نه لري".

نوموړي زياته کړه د هېواد په کچه يو شان نصاب راوړلو سره يو ځل بيا دا هڅې کېږي چې د ضياوالحق د دور په څېر جنګي مواد د کتابونو برخه وګرځي:

"د ضياوالحق په وخت کې داسې شوي وو چې څنګه جنګي اتلان منځ ته راولي او چې داسې وکړي يو قسمه جنګي ماحول يا جنګي جنون پېدا کړي او يا انتهاګري پېدا کړي او تاريخ مسخ کړي او د قومونو تشخص مات کړي نو دوی يو ځل بيا دغه مواد په ډېره لويه سطح په نصاب کې شاملول غواړي".

د پاکستان په ائين کې له اتلسم ترميم وروسته د تعليمي چارو اختيار صوبو ته ورکړل شوی دی او نصاب به هم صوبې په خپله د تعليمي ادارو دپاره مرتب کوي.

په دې اړه د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسبملۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلیماني لیډر سردار حسېن بابک وي او اې ډيوه ته وويل چې د یو شریک قومي نصاب جوړولو مقصد د مرکزي حکومت له خوا اتلسم ترميم له منځه وړل دي:

"د مرکزي حکومت سره خو دا اختيار نه شته چې هغه په ملک کې نصاب جوړ کړي، هره صوبه به خپل نصاب جوړوي، مونږه په دې هم نه پوهېږو چې کله نه دا حکومت راغلی دی نو اتلسم ترميم لګيا دی دا خلک يې شاته غورځوي او دا هغه کوششونه دي".

بل خوا د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د اطلاعاتو د پاره خصوصي مرستيال کامران بنګښ وي او اې ډيوه ته وويل، په قامي کچه يو نصاب رايج کولو مطلب دا نه دی چې وفاق به صوبو ته نصاب ورکوي بلکې د دې نظام سره به په ټول هېواد کې د زدکړو د پاره يو بنياد وټاکل شي. نوموړي زياته کړه چې ځينې خلک د يو نصاب مخالفت يا خو د بدنيتۍ نه کوي يا ورته په دې اړه څه معلومات نه شته:

"دا بالکل د اتلسم ترميم خلاف ورزي نه ده بلکې دا په ملک کې يو داسې تعلیمي نظام راوستل دي چې د پښتونخوا ماشوم د سیند صوبې د ماشوم برابر علم حاصل کړي، یو قومي نصاب به يو بېس لائن ښيي هغوی به دا نه وايي چې تاسو به دا ښيي هغوی به د ماشوم لېول مونږ ته تشریح کوي چې د اول جماعت ماشوم ته دومره څه ورتلل پکار دي او د لسم جماعت هغې ته دومره".

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ويلي چې د کال ۲۰۲۱ د مارچ د مياشتې نه به د پاکستان په ټولو سکولونو کې د پرایمري پورې يو شان نصاب ښودل کېږي او تعليمي ژبه به انګريزي نه بلکې اردو يا مورنۍ ژبه وي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG