لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې بلدياتي انتخابات نه کېدل ولې د ځنډ ښکار دي، او کله به کيږي؟


په خېبر پښتونخوا کې د تېرکال د اګست د مياشتې په 28 م د بلدياتي حکومتونو نېټه سر ته رسېدلې، خو په صوبه کې تراوسه پورې بل اعلان نه دی شوی چې کله به نوي بلدياتي انتخابات کيږي.

صوبايي حکومت وايي د کرونا وبا له امله بلدياتي انتخابات نه کیږي او د خېبر پښتونخوا حکومت د وبايي مرضونو د مخنيوي قانون يا اېپيډېمک کنټرول اېکټ ترمخه بلدياتي انتخابات په راتلونکو دوه کلونو کې کولی شي.

پېښور هايي کورټ ته د صوبې په کچه د بلدياتي انتخاباتو په وخت نه کولو پر ضد خواست کې ویل شوي چې د خېبر پښتونخوا حکومت چې د ياد قانون لاندې کوم وخت اخستی هغه د ائين پرضد فعل دی او مقصد يي انتخابات نه کول دي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو د پاره موجوده او د بلدياتو د پاره د وزير اعلی پخواني خصوصي مرستيال کامران بنګش وي او ای ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت بلدياتي انتخابات د اګست يا ستمبر په مياشت کې کول غوښته خو د کرونا وبا خورېدو له امله د ځنډ ښکار شو.

هغه وويل چې حکومت ته اوس قانوني دا اختيار ترلاسه دی چې دغه انتخابات په راتلونکو دوه کلونو کې وکړي.

" خو د کرونا رنځ خورېدو له وجې چې څنګه مونږه د تعليمي ادارو پرانستلو کې دومره د احتياط نه کار اخلو نو په انتخاباتو کې هم بيا دغه مرض سېوا کېدو خطره موجود ده نو د هغه وجې نه د پښتونخوا حکومت قانون سازي وکړه، او داسې هيڅ اراده نه شته دی او د ائين د 140 ارټيکل لاندی په مونږه دا لازم دي چې بلدياتي انتخابات به کوو او زر ترزره به يې کوو".

په پارلیماني امورو پوهه لرونکی قرېش خټک وايي صوبايي حکومت چې په کوم قانون کې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو دپاره وخت اخستی نو هغه د قامي اسمبلۍ نه منظور کړل شوی د انتخاباتو قانون نه شي منسوخ کولی ځکه نو پکار ده چې بلدياتي انتخابات زر تر زره وکړی شي.

" د پاکستان ائين کې دا بلکل واضحه ده چې وفاقي پارليمان په کوم څيز قانون پاس کړي هغه قانون چې دی هغه به په صوبايي قانون نه شي تنسيح کولی، په دی معاملی باندې اليکشن اېکټ کال 2017 کې واضحه هدايات موجود دي نو زه ګڼم چې د صوبې قانون سم نه دی او پکار ده چې اليکشن په وخت وشي".

نوموړي زياته کړه د عام ولس د مسلو حل کولو د پاره بلدياتي انتخابات په خپل وخت کول ډېر مهم وي او چې څومره د ځنډ ښکار کېږي نو د اسمبلۍ نه منظور شوي فنډونه به د عام ولس د پرمختګ د پاره نه بلکې د سياسي ګټو دپاره وکارول شي.

په پېښور هايي کورټ کې په دې اړه خواست کوونکي سېنېټر مشتاق احمد خان وي او ای ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت نه غواړي چې بلدياتي انتخابات ترسره شي ځکه يې د وبايي مرضونو د مخنيوي قانون يا اېپېډېمک کنټرول اېکټ په 31م ماده کې بلدياتي انتخاباتو د دوو کلونو دپاره د ځنډولو اختيار ترلاسه کړی دی.

" چونکې دوي د دستور خلاف قانون سازي کړې ده لهْذه مونږه د دې خلاف رټ پېټيشن يا درخواست په پېښور هايي کورټ کې جمع کړو، او زمونږه دا اميد دی چې کومه قانون سازي صوبايي حکومت کړې ده دا به ختمه کړی شي، په لوکل ګورنمنټ اېکټ يا د بلدياتي انتخاباتو په قانون کال 2019 پرضد هم مونږه رټ پېټيشن کړی دی ځکه چې په هغی کې دوي ضلع ختمه کړې او د تحصيل حکومتونه به او ويليج کونسلو کې به نمائنده ګان وي نومونږه په هغی باندی هم رټ پېټيشن کړی چې ته ضلع نه شې ختمولی".

پوهان وايي د انتخاباتو يا ټاکنو د کال 2017 قانون ترمخه د بلدياتي حکومتونو د مودې پوره کېدو وروسته به په 120 ورځو کې دننه نوي انتخابات کولی شي، دوي وايي د قانون مطابق په صوبه کې بلدياتي انتخابات د تېر کال په دسمبر کې کول پکار وو کوم چې تر نن تاريخه د ځنډ ښکار دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG