لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې په دوو تنو له برتانیې د نوي قسم کرونا وایرس د راوړلو شک دی


پېښور ــــ له انګلستانه خېبرپښتونخوا ته په ستنو شوو دوو تنو کې د کرونا وايرس تصديق شوی، د صحت صوبایي محکمې يو چارواکی وايي د دغو کسانو ټیسټونه یې اين ای ايچ اسلام اباد ته استولي چې معلومه کړي دوی ته کوم ډول کورونا وایرس ور پورې شوی او دغه ناروغان یې کورنټين کړي‌ دي.

له وي او اې ډيوه سره د خبرو په مهال د خېبر پښتونخوا د عامې روغتيا د څانګې مشر او د کرونا وبا دپاره ټاکل شوي ویاند ډاکټر اکرام الله خان په وینا په نيزدو ورځو کې د انګلېنډ نه خېبر پښتونخوا ته په راغلیو دوو تنو کې د ياد وايرس تصديق شوی خو دا خبره لا په ډاګه شوې نه ده چې دوی کې ايا د انګلستان نوې قسم کرونا وايرس شتون لري يا د زوړ کرونا وايرس نه ناروغه شوي دي.

ډاکټر اکرام وايي د دغو معلومولو د پاره يې نمونې په اسلام اباد کې نېشنل انسټيټیوټ آف هېلت يا اين ای ايچ ته لېږلې دي:

"تر اوسه مونږ ته د 90 تنو معلومات راکړل شوي چې د انګلېنډ نه په تېره یوه اونۍ يا لسو ورځو کې راغلي، په هغو کې مو 45 معلوم کړي او نورو پسې زمونږه ټيمونه لګيا دي ځکه چې دې کې څه کسان دلته راغلي، بيا واپس نورو صوبو ته تللي دي، 27 ټيسټونه مو اخیستي وو په هغو کې دوه مثبت پېښې ثبت شوي چې یو د پېښور او بل د ايبټ اباد دی".

نوموړي زياته کړه چې د ياد هېواد نه خېبر پښتونخوا ته د راغلیو 15 تنو د کرونا وايرس تصديق نه دی شوی او د ځينو د ټیسټونو نتيجې لا هم پاتې دي، وايي د وايرس خورېدو د مخنيوي د پاره صوبايي حکومت د وړاندې نه ټول ضروري اقدامات کړي دي:

"د دغو کسانو چې کوم نیژدې کسان يا خپلوان دي په هغو کې هم د 22 پورې کسانو نه د ټيسټونو دپاره نمونې اخستل شوې، د هغو د ټيسټونو نتيجې به ورځ نيمه کې راشي او هغه کسان مو اوس جدا کړي چې نورو خلکو سره نه مېلاوېږي".

د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې غړي ډاکټر اعجاز اقبال يوسفزي وي او اې ډيوه ته وويل په برتانيا کې نوی پیدا شوی د کرونا وايرس قسم په پاکستان کې د موجود کرونا وايرس نه ځکه زيات خطرناک دی چې دغه ډېر په تېزۍ خوريږي.

اعجاز اقبال وايي که چرې اوس هم خلکو د احتياط نه کار وا نه خیست نو په هسپتالونو به د مريضانو بوج دومره سېوا شي چې د خلکو درملنه به ګرانه شي او خلک به د مالي او ځاني زيان سره مخ کړي:

"ساینسي ثبوتونه مونږ سره شته چې دا نوی وايرس د يو کس نه بل ته د زاړه په نسبت 71 فېصده په تېزۍ خورېږي، نو چې وايرس دومره په تېزۍ خورېږي مونږ سره چې دې وايرس د پاره کومه ښکاره او کمزورې طبقه ده په هغو کې به ډېرو خلکو ته دا رسېږي او ډېر خلک د زاړه وايرس په نسبت وژلای شي".

د طبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کاروي، بیا بیا لاسونه وينځي، د يو بل نه په فاصله کې اوسي او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د ورتلو نه ډده وکړي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې له خوا جاري شويو شمېرو تر مخه د صوبې په کچه په تېرو 24 ساعتونو کې 340 نور کسان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او 6 تنه ترې مړه شوي دي. شمېرې ښیي چې د صوبې په کچه تر دې دمه د کرونا وايرس نه په مجموعي توګه 57 زره، 200 او 15 تنه ناروغه شوي او 1602 مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG