لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې په "ملګرتیا" نه کولو پینځلس کلن زلمی وژل شوی


دپېښور پوليس وايي په شاه پور سيمه کې يو ځوان د ملګرتيا نه کولو په سر خپل 15 کلن خپلوان وژلی دی.

پوليس وايي چې د وژلی شوي تن جسد يا مړی ورته وژنه کې د تورن تن په ښودلو ترلاسه شوی او تورن تن یې سره د وسلې نېولی چې دا وخت د درېوؤ ورځو د پاره د پوليس په بند کې دی۔

پوليس وايي د وژلي شوي تن سره د جنسي زياتي څه رپورټ مخې ته نه دی راغلی.

څېړونکي وايي په پښتنه ټولنه کې د يو نارينه د بل نارينه سره تعلق يا ملګرتيا کول د پخوا راهسې شتون لري او په داسې تعلق کې اکثر خبره تر مرګ ژوبلې ځکه ورسي چې زياتره ځوانان د ساعت تيري په ځايي غیر اخلاقي حرکتونو ته لاس واچوي.

مدني فعالان وایي بايد حکومت په ځوانانو کې مثبت سوچ او ساعت تيري د پاره زمينه برابره کړي او د ټولنې مشران هم په ځوان کول ضرور نظر وساتي.

د پېښور پوليس وايي 15 کلن ګل رحمان نومې هلک د روانې مياشتې په 22مه نېټه له کوره بې درکه شوی ؤ او د پولیسو لخوا دمقدمي درج کېدو وروسته په پلټنو کې د هغه مړی د شاه پور پوليس تاڼې په سیمه کې ترلاسه شوی دی.

د پېښور پوليسو يو اړونده افسر اېس پي ساجد حېسن وي او ای ډېوه ته وويل چې د وژلي شوي هلک د وژنې په تور کې يې يو بل هلک نيولی چې اوس د پوليس په بند کې دی او وروسته به يې عدالت ته وړاندې کوي.

هغه وايي د ډاکټرانو په وېنا د وژلی شوي هلک سره د جنسي تيري تراوسه کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.

دپولیس افسر په وینا" 15 کاله د دې هلک عمر ؤ، ده به خپله رکشه چلوله، بيا چې کله دی بې درکه ؤ او مونږه د دې هلک په ملګرو کار وکړو نو يو ملګری چې زما په خيال شير افضل نوم يې دی چې مونږه کله هغه نه تپوسونه وکړل نو د هغه په ښودنه چې مونږه يې يو پټي ته بوتلو نو هلته د دې هلک جسد پروت ؤ، او وجه دا ښايي چې ده ماسره ملګرتيا نه کوله وه"

اېس پي سجاد حسين وايي: " دا هلک د دغې بل هلک (وژلی شوی تن) خپلوان هم ؤ"

د پېښور پوهنتون د ټولنيزو زده کړو د څانګې استاز او څېړونکی ډاکټر ظفر خان وايي چي د ملګرتيا ختمېدو په اساس د يو نارينه د لاسه بل نرينه وژلی کېدل د پخوا راهسې په دې ټولنه کې شتون لري،

هغه وایي وايي غټ علت يې د ځوانانو د پاره د ساعت تيري او د مثبتو سرګرمیو په لړ کې د اسانتياؤ نيشتوالی دی.

" داسې ځوانان بيا په حجرو کې په داسې قسمه روئیو کې لاړ شي چې هغه بيا د اسلامي تعليماتو په اساس هم هغې ته ګوتې نېولی شي او ډېره سخته ګناه هم وي پکې، بيا هم دې ځوانانو سره بله لاره نه وي نو په داسې قسمه تعلق کې اخته شي، او چې کله دغه تعلق ډېر شدت ته ورسي نو بيا خامخا په ټولنه کې تشدد مخې ته راځي"

نوموړی وايي د داسې پېښو مخنيوي د پاره بايد حکومت د ځوانانو ښه مستقبل د پاره دوئ ته دساعت تيري په عرض مثبتې هلې ځلې راجوړې کړي او مشران دې هم د خپلو ماشومانو په امروزه هلو ځلو او ژوند تېرولو نظر ساتي.

د قانوني چارو پوهان وايي چې په داسې قسمه مقدمو کې اکثره يا خو د پوليسو لخوا د کمزروي تفتيش، يا د ټولنې عام اولس لخوا د ګواهۍ نه ورکولو او يا بيا د وژلی شوي تن د کورنۍ لخوا په دغه مقدمو کې دخپل منځي روغې جوړې له کبله ککړ تنان د سزا نه بچ شي.

دوئ وايي که چرې په داسې پېښو کې ککړو تنانو ته په وخت سزا ورکول کېده نو دې سره به دا جرمونه قابو شوي وؤ

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG