لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ګټه نه کوي


واشنګټن ــــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر «ډیورنډ کرښه» اغزن تار ګټه نه کوي او خلکو ته یې ستونځې جوړې کړې دي، وایي که څوک یوې بلې خواته وسلې او نشه یي مواد وړي ضرور دې یې مخه ونیول شي خو د خلکو د کاروبار مخه دې نه نیول کېږي.

ښاغلی اڅکزی وایي که افغانستان او پاکستان سره وروڼه شي، ډیورنډ کرښه به هسې یوه لیکه پاته شي او د دواړو هېوادونو خلک به یوې بلې خواته بې پاسپورټه تګ راتګ کوي:

"موږ د پاکستان ادارو او پوځ ته لیکلي ورکوو چې پر دغه لار [ډیورنډ کرښه] که چا بارود، افیون، چرس، هیروین، توپک یا بم راووړ ویې نیسه خو که څوک ټیم غوړي وړي او له هغې خوا ټایر راوړي هغوی ته د تجارت لار ورکړئ".

د پاکستان پوځ له تېرو څو کلونو راهیسې له افغانستان سره پر خپله پوله د اغزن تار لګولو کار پیل کړی چې وایي تر 90 فیصده زیات یې بشپړ کړی دی.

د افغانستان تېر او د طالبانو اوسني حکومت د اغزن تار لګول د دواړو غاړو د ولسونو د جلا کولو سبب ګڼلی خو د پاکستان پوځ وایي دا کار یې یوې بلې غاړې ته د وسلوالو د اوښتو د مخنیوي په خاطر کړی دی.

محمود خان اڅکزي د بلوچستان په پښین سیمه کې د اختر په مناسبت جلسې ته وویل، چې پاکستان په اقتصادي لحاظ بېخي لوېدلی دی او "د چلېدو نه دی"خو وایي بیا هم که حکومت ضمانت ورکړي د پاکستان خلاف ګامونه به نه اخلي.

ښاغلي اڅکزي وویل پاکستان ماتول نه غواړي خو د غلام په حیث هم پکې ژوند نه کوي او برابري غواړي، وایي دوی پرامنه پارلماني سیاست کوي خو که حکومت د امن ضمانت ور نه کړي نو وسلو ته به لاس کړي:

"د قرآن شریف پر پاڼو به لیکلي ورکړو چې موږ د پاکستان خلاف توپک نه اخلو که چېرې- خدای مه کړه- حکومت پر موږ حمله کوي بیا که له اسمانه وي که له مځکې وي هم توپک راوړو، هم ګولۍ راوړ هم بمونه راوړو".

محمود خان اڅکزي د دې خبرې سپیناوی ونه کړ چې حکومت پر دوی څنګه حمله کوي او نه یې د دې ګواښ سبب ووایه، خو دا لومړی ځل دی چې وایي که مجبوره شي نو د پرامنه سیاست لاره به بدله کړي. د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د هغې دې خبرې ته جواب نه دی ویلی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د عمران خان د تېر حکومت خلاف د پاکستان ډیموکرېټک موومنټ ملګری وو، خو د بې باورۍ تحریک په نتیجه کې د تحریک انصاف حکومت د ختمېدو او د شهباز شریف د وزیراعظم کېدو په یې څه ونه ویل.

محمود خان اڅکزی له تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو راهیسې جلسو، سېمینارونو، جرګو او پارلمان ته پخپله هره وینا کې دا خبره تکراروي چې پاکستان د څلورو قومونو یو فیډرېشن دی او باید هر قوم ته پر خپلو وسایلو واک ورکړل شي، خو وایي که واک ور نه کړل شي نو نتیجه به یې د ختیځ پاکستان وي چې د بنګال په نوم له پاکستانه بېل شو.

په پښین کې د جمعې د ورځې جلسې ته یې هم بیا وویل چې پښتنو ته دې په پاکستان کې پر خپلو وسایلو واک ورکړل شي او پر خپله ژبه دې د تعلیم حق ورکړل شي.

ښاغلي اڅکزي د پاکستان د پوځ د ویاند هغې خبرې ته اشاره وکړه چې وایي پوځ په سیاست کې کار نه لري او د آیین په چوکاټ کې خپل کار کوي، وایي که دا خبره عملي کړي نو هرکلی یې کوي:

"په زړه به یې خدای خبر وي، کم از کم اوس د پوځ د نماینده ای ایس پي آر جرنېل وویل چې موږ د آیین په هغه چوکاټ کې اوسېدل غواړو چې کوم زموږ لپاره جوړ دی، جرنېل غفور صاحب [بابر افتخار] که ستا دا خبره په ایمانداري وي بیا زموږ له تا سره بدي نه ده".

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وروستۍ ناامنۍ ته په اشارې سره محمود خان اڅکزي وویل، چې د افغانستان له امن سره د پاکستان امن تړلی دی خو وایي که ګاونډیان او نړۍ فکر کوي چې بیا به د القاعده او داعش په نامه جګړه جوړه شي او افغانستان به ووېشل شي نو "پاکستان او ایران به هم خامخا وېشل کېږي".

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG