لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ د مخنيوي په موضوع خبرې دې کوټلې او ګټورې وي


په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ وروسته د امریکې او پاکستان ترمینځه د ترهګرۍ ضد يو بل سره د مرستو په لړ کې په اسلام اباد کې خبرې روانې دي، او دې مقصد د پاره د امریکې يو پلاوی په پاکستان کې موجود دی.

څیړونکي وایي امریکې په افغانستان کې يو اوږد جنګ کړی دی او په سيمه ييزه حالاتو خبر ده، او پاکستان ته په هر حال کې د ترهګرۍ قابو کولو دپاره د امریکا د مرستو ضرورت دی ځکه چې يو هېواد هم په يواځې سره د ترهګرۍ ضد جنګ ګټلو توان نه لري.

د پاکستان او امریکې ترمینځ د دفاع په لړ کې د تېر کال راهسې دا مذاکرات پېل شوي دي او فرورۍ په میاشت کې د پاکستان يو پلاوی په دې لړ امریکې ته تللی وو او چې امریکايي پلاوی د پاکستان په سفر دی مشري يې د امریکې د ترهګرۍ ضد مبارزې مشر کرسټوفر لینډ برګ کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، "دې مذاکراتو مقصد د ترهګرۍ قابو کولو دپاره د يو بل تجربو نه ګټې ترلاسه کول دي" او څیړونکي هم دا نظر لري چې دواړو هیوادنو د ترهګرۍ پرضد يو اوږد جنګ کړی دی او کولی شي په يوځای په دې مسله قابو راولي.

د پاکستان او امریکې په تعلقاتو نظر لرونکی شکیل رامي وایي، "د پاکستان حالات داسې نه دي چې په يواځې د ترهګرۍ پرضد جنګ کې کامیاب شي، پاکستان سره په دې جنګ کې د کاميابېدو دپاره پاره وسايل نشته او دې جنګ کې امریکا د بل یو هیواد په مقابله د پاکستان ټولو نه زیات امداد کولی شي خو باید چې دا اوس کوم مذاکرات روان دي دا دې جامع مذاکرات وي او د دې نتیجې هم پکار دي".

د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د امریکن سټډیز يو پروفېسر ډاکټر منور حسېن ‌وايي "پاکستان او افغانستان کې زیاتیدونکې ترهګرۍ اغېزې به په نړۍ هم وي، لومړی به د دې تهرګرۍ نه دپاکستان ګاونډي هېوادونه اغېزمن کيږي او د منځنۍ اسيا هېوادونه هم د مخ په زياتېدونکې ترهګرۍ نه پرېشانه دي او چين به هم نه غواړي چې په پاکستان او افغانستان کې ترهګرې ډلې پياوړې شي".

ډاکټر منور حسېن وايي "تحریک طالبان پاکستان او داعش يو ځل بیا په دې سیمه کې زور نیسي او دا ترهګرې ډلې د پاکستان او امریکې د پاره خطر دي او دواړه هیوادونه به نه غواړي چې دا ترهګرې شبکې يو ځل بیا مظبوطې شي او دې روانو مذاکراتو مقصد هم دا دی چې څنګه امریکا او پاکستان کولی شي چې په دې ډلو قابو راولي".

شکیل رامي وايي "که په پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ناکامه شو نو اغېزې به یې په نورو هم وي، شام یې ښکاره مثال دی".

خو د مردان د عبدالولي خان د نړيوالو اړيکو د څانګې استاز اسټنټ پروفېسر جواد خان وايي، بايد د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد موضوع په خبرو کې د صوبو په استازيتوب خبره شوی وی.

"د ترهګرۍ په دې معامله کې تر ټولو زياته متاثره صوبه پښتونخوا ده، او که هغه زمونږه نوې ضلعې دي خاصکر نوې ضلعې د وزيرستان نه تر باجوړ پورې او که مرکزي ښار پېښور دی، پکار ده چې داسې قسمه فېصلې د شريکو ګټو په شورا کې کېدای چې په هغې کې د ټولو صوبو نمايندګي وي وزيراعلا د هغې د ممبر دی، خو دا فېصلې په سيکيورټي ادارو کې کيږي او په هغې کې د صوبو استازيتوب نه وي او زما په خيال د دې ناکامي هم دغه ده".

د رپورټونو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو د واک وروسته په خېبرپښتونخوا کې ترهګري زياته شوې ده.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړیکو بل استاز پروفېسر ډاکټر عبدالشکور وايي، "دا وخت امريکا د افغانستان څخه وتلې او په افغانستان کې د القاعده او داعش فعاليتونه زياتېدل د فکر وړ خبره ده".

هغه زياته کړه، په خېبرپښتونخوا کې هم د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او مونږ وکتل په وروستيو کې امنيتي ځواکونه په نخښه شوي او وسله وال نوې وسله کاروي.

"د پاکستان پوليس په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا پوليس پياوړي کول غواړي که مونږ دا ګڼو چې مسله داخلي ده، او که داخلي هم نه ده او بهرنۍ لاس وي پکې خو بيا هم د امنیت مسله ده. پوليس ته وسايل او جديده وسله ورکول پکار ده ځکه چې د ترهګرو سره کومه وسله ده هغه د پوليسو سره نشته".

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي ايي سي اېس اېس] په خپل يو تازه رپورټ کې ویلي چې تېر د فرورۍ په مياشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د پي ايي سي اېس اېس د رپورټ ترمخه تېره مياشت په ملک کې "58 وسله وال بريدونه شوي او 59 کسان پکې وژل شوي دي، په وژل شوو کې 27 ملکي وګړي، 18 امنيتي اهلکار او 17 وسله وال شامل دي، په دغو بريدونو کې ټول 134 کسان ژوبل شوي چې پکې 80 د امنيتي ادارو اهلکاراو 54 ملکي وګړي شامل دي".

په رپورټ کې زياته کړی شوې چې "په فرورۍ کې تر ټولو زيات بریدونه په بلوچستان کې او بيا د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي وو".

ويل شوي په "بلوچستان صوبه کې په 22 وسله والو بريدونو کې 25 کسان وژل شوي او 61 ژوبل شوي او په قبايلي ضلعو کې په 16 بریدونو کې 16 کسان وژل شوي او 39 ژوبل شوي او په نوره صوبه کې په 13 بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي وو".

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شریک کړي دي]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG