لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی اېم اېف د پېسو ورکولو باجود پاکستانۍ روپۍ پرله پسې بې قدره کيږي، نن نوره غورځېدلې ده


پاکستان ته د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] لخوا د پېسو ورکولو او پروګرام منظورۍ باوجود روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله کې نه ده باثباته شوې او نوره بې قدره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي، نړیوالې مالیاتي ادارې پاکستان ته د درامداتو د بندېز لرې کولو ويلي ځکه په ملک کې دننه د ډالر د زیات طلب له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] وايي نن د نهې- سه شنبې په ورځ په انټربېنک مارکيټ کې پاکستانۍ روپۍ يو اعشاريه 33 فيصده کمه شوې او يو امریکايي ډالر په 283 روپۍ خرڅيږي.

تېره ورځ په انټربېنک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 279 روپۍ او 26 پېسې وه. خو کاروباريان وايي، په پرانستي مارکيټ کې یو ډالر په 293 روپۍ خرڅيږي او ويل کيږي په غېر قانونه مارکيټ ډالر نور ډېر ګران دی.

اقتصادپوه محمد فهيم وايي، پاکستان ته د آی اېم اېف څخه يو اعشاريه دوه اربه ډالره راغلي سعودي عرب هم پاکستان ته دوه اربه او متحده عرب اماراتو هم يو ارب ډالره پاکستان ته ورکړي دي خو هغه ټولې پېسې په مرکزي بېنک کې پرتې دي او مارکيټ ته نه دي ويستل شوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د روپۍ قابو کولو دپاره به ډالر مارکيټ ته را ايستل وي. هغه وویل، د پاکستان اقتصادی حال ښه نه دی، کاروبارونه بند دي د بهر نه خام مال نه راځي نو په داسې کې به روپۍ څنګه ښه شي.

د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د لوظنامې وروسته مرکزي بېنک په درامداتو بنديزونه لرې کړي وو او کاروباري بېنکونو ته یې لارښوونه کړې وه چې د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې نه د درامداتو دپاره د ضمانت ليک [اېل سيز] پرانستل شي.

تېره اوونۍ د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي وو چې پاکستان ته د ملګرو هېوادونو او نړيوالې ادارې لخوا څلور اعشاريه دوه اربه ډالر منتقل شوي دي او زياته کړې یې وه دې سره به د پاکستان د زر مبادله ذخیره 14 اربه ډالرو ته ورسي.

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي، د نړيوالې ادارې سره د لوظنامې وروسته په مارکيټ کې ډالر د ضرورت نه زيات ارزان کړی شوی وو دا وخت ډالر خپل اصل قيمت ته روان دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د اېکسچېنج کمپنيانو سره د ډالرو کمی دی، د آی اېم اېف په فشار د درامداتو د ضمانت ليک يا اېل سيز پرانستل شوي وو او د هغې له امله د ډالر طلب سېوا شوی وو.

د خېبرپښتونخوا د چېمبر اف کامرس مرستيال مشر شاهد حسېن وايي، په ملک کې د ډالرو کمی دی او که دغسې طلب یې زيات وي نو د ډالر بيعه به نوره سېوا کيږي او دې سره به په ګرانۍ کې اضافه وشي.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د نړيوالې مالیاتي ادارې [ آی اېم اېف] سره د درېوو اربه ډالرو تړون يا "سټېنډ باي اګريمنټ" کېدو سره په سمدستي توګه د پاکستان د دیواليه کېدو خطره ختمه شوې، او د خپل اقتصاد ښه کېدو دپاره د اصلاحاتو او اقداماتو وخت ورته ترلاسه شوی دی.

مرکزي بېنک وايي، دا وخت د پاکستان د زر مبادله ذخيره دوه چنده سېوا شوې او د بېنک ترمخه دا وخت د مرکزي بېنک سره اته اربه او 70 کروړه ډالره غېر ملکي زر مبادله ذخيره ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG