لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: د افغانۍ د ارزښت زیاتېدو سبب په بهرنۍ کرنسۍ تجارت بندول او بهرنۍ مرستې دي


خبري اداره بلومبرګ په خپل رپوړټ کې وایي د افغانستان کرنسي افغانۍ په نړیواله کچه بیا استحکام موندلی، اقتصادپوهان وایي په افغانستان کې په غیرملکي کرنسیو د بندیزنو، ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت او د مرستندویه ادارو د امداد له وجې افغانۍ مضبوطه شوې ده.

د بلومبرګ خبري اداره وایي د روان 2023م کال په نړیواله درجه بندۍ کې افغانۍ دریمه مضبوطه کرنسي ده چې د طالبانو د واک وروستو د ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت او د انساني مرستو په بنیاد یې ارزښت زیات شوی دی.

اقتصادپوهان وایي د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروستو هغوی په غیرملکي کرنسۍ بندیزونه لګولي وو او له ګاونډیو هیوادونو سره یې تجارت ته وده ورکړې ده.

اقتصاد پوه ډاکټر سلمان احمد وایي، د طالبانو د واک وروستو دوی په خپله کرنسي کې راکړه ورکړه شروع کړه:

"دوی وویل چې مونږ سره تجارت کیږي نو زمونږ په کرنسي کې به کیږي او هغوی د ملک دننه کرنسي بهر هېوادونو ته نه ورکوي او بله دا چې د ګاونډیو هیوادونو سره یې د قاچاق په ځای تجارت ته وده ورکړې ده".

ورځپاڼه بزنس ریکارډر د بلومبرګ په حواله وایي، د بهر هیوادونو نه د انساني مرستو له وجې د افغانۍ قدر زیات شوی دی او دا وخت په افغانستان کې د یو امریکایي ډالر بيعه 78 افغانۍ ده.

د افغانستان مرکزي بېنک د بېنکونو نه د ډالرو ټرانزیکشن یا ویستل هم نرم کړي او په میاشت کې یو تن اوس د 25000 په ځای 40000 ډالر را ایستلی شي او په یوه اوونۍ کې د 200 ډالرو په ځای 600 ډالر تر لاسه کولی شي.

اقتصادپوهان وایي طالبان د ملک نه ډالر بهر ته نه پریږدي، اقتصادپوه محمد فهیم وایي چې کومه د ډالر اوټ فلو ده هغه د طالبانو حکومت انتهایي کمه کړې ده:

"زیات تره ځایونو کې پاکستان سره یا نورو ملکونو سره هغوی کوشش کوي په مقامي کرنسۍ کې کاروبار وکړي او چې کوم ځای د ډالر استعمال پکار وي هغه استعمالوي خو زیاته مقامي کرنسي ته ترجیح ورکوي او دغه وجه ده ټوله دنیا کې افغانۍ مضبوطه شوې ده".

بلومبرګ وایي روان کال په وړومبیو درو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت 9 فیصده زیات شوی او په یو کال کې په دې کې 14 فیصده مضبوطوالی راغلی دی.

بلې خواته په ګاونډي پاکستان کې مقامي کرنسي د ډالر په مقابل 22 فیصده کمزورې شوې او په وروستیو کې پاکستانۍ روپۍ 6 فیصده د هغې وروستو مضبوطه شوې کله چې د پاکستان حکومت د غیرقانوني پیسو په بدلوونکو او د قاچاق په ضد ګامونه واخیستل، حکومت تور لګوي چې افغانستان ته ډالر قاچاق کیږي او په پښتونخوا کې د صرافانو مارکیټونه د نامعلومه مودې پورې بند دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG