لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: د تجارتي خسارې د کمي باوجود پاکستان کې ګراني او اقتصادي بحران زیاتېږي


نړیوال بېنک (ورلډ بېنک) وايي په روان کال کې پاکستان تر هر چا زیات قرضونه د نړيوالې پرمختيا ادارې يا انټرنېشنل ډيویلپمنټ اسوسيېشن نه اخستی دی او حکومتي شمېرې د نوي مالي کال تجارتي خساره ۴۲فیصده پورې ټيټه او د ګرانۍ کچه ۳۰ فیصده نه زیاته ښي.

د پاکستان بهرني پورونه یا قرضې:

نړيوال بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي پاکستان په روان کال کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات پور د نړيوالې پرمختيا ادارې يا انټرنېشنل ډيویلپمنټ اسوسيېشن نه اخستی دی.

څېړونکي او اقتصادپوهان وايي که پاکستان د نړيوالې ادارې نه تر ټولو زيات پور اخستی هم دی نو دغه پور که په هغو خلکو ولګول شي کوم چې د تېر کال د سختو بارانونو او سېلابونو د لاسه اغېزمن شوي وو، د هغوی په ژوند به مثبت اغېز وکړي.

د پېښورپوهنتون د اقتصادياتو څانګې استاذ ډاکټر فهيم نواز وایي پاکستان ته د خلکو د ښېګړې او بيارغونې کارونو پېل کولو د پاره پيسې پکار وې او هغه پاکستان سره نه وې نو ځکه يې نړيوالې ادارې ته مخه کړه:

"تمه دا ده چې که دغه پيسې په خلکو مصرف شي نو د خلکو ژوند به ورسره ښه شي او دې نه وړاندې هم کرونا د خلکو ژوند ژواک ډېر اغېزمن کړی وو".

نړيوال بېنک يا ورلد بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي پاکستان په کال 2023م کې څه د پاسه دوه اربه ډالر پور د نړيوالې پرمختيا ادارې ايي ډي اې نه اخیستی دی.

اقتصاد پوهه ډاکټر صنم وږمه وايي پور که پاکستان نه واخلې او که بهر نه واخلې نو بوج به یې په ولس راځي. مېرمن وږمه وي او اې ډیوه ته وویل:

"پور کله هم خوشحالي نه ده راوستلې خو تا به په تکليف او مشکل کې اچوي، بله خبره دا ده چې مونږ په حالاتو کې څه ښه والی ونه ليدو ولې چې سیند اوس هم هغسې ژاړي".

د نړيوال بېنک رپورټ ښيي پاکستان يو نيم ارب نه زيات ډالرو پور په سیند صوبه کې د پينځو پروژو د پاره اخیستی چې پکې د سېلاب ځپلو کورونو جوړول، د کرنې بيارغونه، د ماشومانو او د هغوی د مېندو صحت او نور شامل وو.

اقتصادي چارو پوهان وايي نړيوالې ادارې نه يواځې پاکستان نه بلکې نورو هېوادونو هم پور اخیستی دی.

د پېښورپوهنتون د اقتصادياتو څانګې استاذ ډاکټر فهيم نواز وایي، حکومت به په خلکو خامخا تېکس لګوي چې کله دغه پور واپس کوي خو وایي په دې کې د پور ادا کولو لپاره وخت زيات وي.

ډاکټر فهیم نواز وایي کله چې پور واپس کوي هغه وخت ورسره خبرې پېل کړي او څه وخت د پاره وځنډول شي:

"حکومتونه دغه ډول واړه واړه کارونه کوي او هم دغه ډول نړيواله مالياتي اداره ايي اېم اېف، نړيوال بېنک او نورې ادارې هم کوي خو په دې وخت کې د دې خبرې حاجت دی چې نوره مالي مرسته هم پاکستان ته راشي".

د پاکستان حکومت په وروستيو کې بيا بيا ويلي چې په کال 2022م کال کې د بارانونو او سېلابونو په ټول هېواد کې ورته څه 30 اربه ډالره زيان رسولی وو.

په پاکستان کې د ګرانۍ کچه:

په پاکستان کې د ګرانۍ کالنۍ کچه د ستمبر په مياشت کې 31 فيصده ته ختلې ده چې کارپوهان یې بنيادي وجه د بجلۍ او تېلو په بېعو کې پرله پسې زیاتوالی ښیي.

د اګست په میاشت کې د ګرانۍ کچه 27 رېکارډ شوې وه چې اوس پکې نزدې دوه فيصده اضافه راغلې ده. دا په تېرو څلورو مياشتو کې د ګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

د تېر کال د ستمبر مياشتې په مقابله کې اوس د بجلۍ د يو يونټ نرخ 164 فيصده او د ګېس قيمت د تېر کال په نسبت 63 فيصده ګران شوی دی.

د مالي چارو پوهان هم د ګرانۍ په کچه کې د زیاتوالي بنيادي علت د پټرولو او بجلۍ په قيمتونو کې اضافه ښیي. اقتصاد پوه شهريار بټ وي او اې ډیوه ته وویل:

"ماته ښکاري چې د عام استمال په څيزونو به د تېلو د زيارت قيمت اثرات روان وي، ځکه چې د يو څيز په ټول قيمت کې د تېلو ېا ټرانسپورټ برخه 24 فيصده وي ".

په پاکستان کې بې روزګارې او غربت هم زیات شوی او د خزانې نګران وزيرې شمشاد اختر تېره هفته د خزانې لپاره د سنېټ کمېټۍ ته وېلي وو، تېر مالي کال پورې 9 کروړه او 50 لکه کسان چې د ټولې ابادې 40 برخه جوړېږي د غربت ژوند تېروي. د نوموړې په وینا د بې روزګارۍ کچه هم د 6.3 فيصدى څخه 10 فيصده ته رسېدلې ده.

د خبري اېجنسۍ رويټرز د رپورټ ترمخه د شمارياتو وفاقي ادارې ویلي، په ستمبر کې په مياشتني بنياد ګراني د اګست د 1.7 فيصده په مقابله کې 2 فيصده زياته شوې او ددې سبب د اي اېم اېف د شرطونو له کبله په درامداتو باندې لګول شوو بندېزنو کې نرمښت راوستل او د سبسيډيز یا امدادي قيمتونو بېرته اخستل دي.

د شمارياتو وفاقي ادارې ترمخه د ستمبر مياشت کې د خوراک څښاک شیانو د ګرانۍ کچه د تېر په څېر زیاته شوې او 33 فيصده ته ختلې ده.

د مالي چارو خبريال او کارپوه مهتاب حېدر وایي، "د تېلو او بجلۍ بېعې زياتې شوي دي او اوس به د ګېس په قيمت کې هم نوره اضافه کېږي. د توانايۍ په نرخونو پرله پسې اضافه ده د څه له کبله چې د ګرانۍ کچه خېژي ".

څېړونکي وايي په تېرو دوو کلونو کې د خلکو د څیزونو اخیستلو توان هم کم شوی او جيو نيوز په يو رپورټ کې د اېل کمپنيز اېډوايزرۍ کونسل له قوله ویلي، د روان مالي کال د اګست په مقابله کې په ستمبر کې د پټروليم مصنوعاتو خرڅ 25 فيصده کم شوی او په دې میاشت کې يواځې 10 لکه ټنه پټرول او ډيزل خرڅ شوي دي.

د دې کونسل د شمېرو ترمخه د بجلۍ په پېداوار کې د کارېدونکو خاورو د تېلو په خرڅ کې هم 61 کمی رېکارډ شوی دی.

د پاکستاني تجارتي خساره:

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي، روان مالي کال په وړومبیو درو میاشتو کې تجارتي خساره 42 فیصده کمه شوې خو اقتصادپوهان وایي دې سره به د پاکستان په اقتصادي پرمختیا، صنعتي پیداوار او روزګارونو منفي اغېز کېږي او د پاکستان مجموعي قامي امدني به هم متاثره شي.

د روان مالي کال 2023 او 24 په درو میاشتو کې د جولای نه تر ستمبر پورې د پاکستان تجارتي خساره 42.25 فیصده راکمه شوې او مجموعي د 12.19 اربه ډالره درامدات شوي دي. په تېر مالي کال کې هم په دې موده کې 16.33 اربه ډالره درامدات شوی وو.

اقتصادپوهان وایي په ملک کې د زرمبادله د کمي له وجې مرکزي حکومت درامدات کم کړي خو د دې سره په اقتصادي پرمختیا بدې اغېزې کیږي.

اقتصادپوه سجاد احمد وایي، "د ملک د جي ډي پي د پيداوار انحصار په ایمپوړټس اډانه دی او د درامداتو د کمي سره زمونږ پیداواري څانګه هم متاثره کیږي او برآمدات هم اغېزمن کیږي او همدغه وجه ده چې قامي امدني یو نیم فیصده ته راکوزه شوې ده".

د شماریاتو د ادارې د رپوړټ مطابق د پاکستان برآمدات هم 3.8 فیصده کم شوي او د تېر مالي کال 7.17 اربه ډالره په مقابله کې روان مالي کال 6.6 اربه ډالره برآمدات شوي او د مالي کال په وړومبیو درو میاشتو کې د درامداتو او برآمداتو ترمنځ فرق 5.26 اربه ډالره ریکارډ شوی دی. تېر مالي کال دا فرق 9.16 اربه ډالره وو.

اقتصادی پوهان وایي ځایي خلک د مقامي جوړ شیانو په ځای بهرني سامانونه اخلي او دې سره په ملک کې صنعتونه متاثره کیږي او بیروزګاری زیاتیږي.

د اقتصاد استاذ ابراهیم خان وایي کله چې درامدات کم شو نو بوج هم راکم شو خو د ملک پرمختیا هم په ځای ودریږي:

"ددې سره سره د کنزیومر عادتونه هم داسې دي چې مونږه بهرني سامانونه اخلو او زمونږه غوښتنه زیاتیږي نو که حکومت د عیش و ارام په سامانونو بندیزونه ولګوي نو بده به نه وي خو چې پرمختیایي سامانونه درآمد کړي".

د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د درې اربه ډالره د لوظنامې وروستو پاکستان په درامداتو بندیزونه لرې کړي وو او مرکزي بېنک د ایل سیز د پرانستلو اجازه ورکړی وه.

د شماریاتو اداره وایي په تېره ستمبر میاشت کې تجارتي خساره 48 فیصده کمه شوې او برآمدات یواځې یو فیصد زیات شوي، خو د 3.95 اربه ډالرو درآمدات شوي او د 2.47 اربه ډالرو پاکستاني شیان بهر هیوادونو ته تللي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG