لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ بېنک ویلي په بېنکونو کې پرتې د خلکو پیسې خوندي دي، خو خلک د بېنکونو نه خپلې پیسې وباسي


د پاکستان مرکزي بېنک سپیناوی کړی چې د کاروباري بینکونو دننه د خلکو پیسې خوندي دي او هر اکاونټ ته د بېنک لخوا پینځه لکه روپۍ انشورنس یا بیمه ورکړی شوې ده خو بيا هم خلک د بېنکونو څخه خپلې پیسې وباسي.

اقتصاد پوهان وایي د خلکو لخوا بېنکونو نه د پیسو ویستلو سره به ګراني نوره زیاته شي او د خلکو سرمايه به د خطر سره مخ شي.

روانه اوونۍ پاکستاني مطبوعاتو ویلي د مرکزي بینک مرستیال ګورنر د سینیټ قايمه کمیټې ته ویلي چې په بېنکونو کې دخلکو پرتو پېسو کې یوازې پینځوؤ لکو روپو ته قانوني تحفظ ترلاسه دی اؤ که یو بینک دیوالیه کیږي نو تر پینځوؤ لکو زیاتې پیسې که د چا اکاونټ کې پرتې وي هغې ته قانوني تحفظ نشته.

د سټېټ بینک دمرستیال ګورنر له دغو څرګندونو وروسته مرکزي بينک سپیناوی کړی چې د پاکستان په بینکي نظام کې د کلکې څارنې له امله د خلکو پیسې په مکمل ډول خوندي دي او دا تاثر سم نه دی چې په بینکي نظام کې د 5 لکو روپو نه زیات رقم د کوم بینک دیوالیه کیدو په وخت خوندي نه شي پاتې کیدای.

په مردان ښار کی د نیشنل بینک مشر جمال ناصر وایي په پاکستان کې داسی یو بینک نشته چې هغه دیوالیه کیدو ته لاړ شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي بینکونه په ګټه کې روان دي او د خلکو پیسو ته هیڅ خطر نشته.

"دحکومت له خوا په بینکونو کې اکاونټونو په خصوصی توګه وړو اکاونټونو ته 5 لکه روپۍ انشورنس ورکړی شوی چې هغوی ته سیکیورټي ورکړي نوره داسې هیڅ مسله نشته چی دا اکاونټس غیر محفوظ دي یا ګنې یو بینک ډیفالټ طرفته ځي. په پاکستان کې داسې یو بینک هم نشته"

مرکزي بینک وايي د کال 2016م د ډپازټ د تحفظ د قانون لاندی 94% اکاونټونه محفوظ دي خو بیا هم د اسټيټ بینک د مرستیال ګورنر له څرګندونو وروسته په پاکستان کې په اکاونټ لرونکو کې ویرې خورې شوي او زیاتره خلک د خپلو اکاونټونو څخه پیسې وباسي.

اقتصادی پوهان وایي دې سره په ګرانۍ کې د اضافې امکان دی.

اقتصاد پوه عدنان خان وي او ای ډیوه ته وویل " داسټیټ بینک ریګولیشن ، اکاونټ پرانستل او ګټه ورکول ددې دپاره دي چې په مارکیټ کې د ضرورت مطابق نغدې پیسې او علاوه رقم په اکاونټونو کې پاتې شي او اوس که دا ټول خلک د اکاونټونو نه پيسې وباسي او مارکیټ ته راشي نو ګراني او د سود شرحه کنټرول کول به ګران شي"

مرکزي بینک وایي پاکستاني کاروباري بینکونه په ګټه کې روان دي او روان کال په وړومبیو 6 میاشتو کې یې 284 اربه روپۍ منافعه کړې ده چې د تیر کال 2022م هم په دې موده کې د شوې منافعې نه 125% زیاته ده .

جمال ناصر وایي که د بینکونو څخه خلک پیسې وباسي نو ددوی سرمایه به غیر محفوظ شي.

"زمونږ خلک زر، زر د بینکونو نه پیسې وباسي نو په بینکونو هم رش جوړ شې، دا پیسې به دوی چرته وړي؟ کور به یې ږدي نو دا غلا کیدای هم شي او خطرې زیاتې دي په لاره یې هم څوک ترې واخلي او دا کیش که یو څوک کور ته وړي هیڅ ورته نه ترلاسه کیږي او دوی سره د سرمایه کاۍ پلان هم نشته نو کور کې پیسې ساتل رسک دی او په بینک کې حکومت او بینک ذمه وار دی"

اسټیټ بینک وایي تیر مالي کال 2023م کې د بینکونو سرمایه د تیر کال 2022 د16.1 نه 17.8% ته رسیدلې او دبینک اخري حد 11.5% دی چی د نړیوال معیار 10.5% نه 1% زیات دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG