لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی وزیر اعظم عمران خان په یوې محکمه کې له امریکا سره د تړلو دولتي‌ رازونو په ښکاره کولو تورن شوی


واشنګټن – د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پخواني وزیر اعظم عمران خان ته هغه بې ساري جنجالي تورونه اورولي چې د خپل کار پر وخت یې له امریکا سره تړلي پټ معلومات په ډاګه کړي.

له دغو تورونو سره په فیبروۍ کې په عمومي ټاکنو کې د بندي کړای شوي عمران خان د سیالۍ چانسونه نور هم پیکه شوي.

د عمران خان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دغه کېس کې په رول درلودلو باندې تورن دی.‌

د بهرنیو رسنیو استازو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د محکمې بهیر وویني، خو یواځې یو شمېر سیمیز خبریالان پرېښودل شوي وو.

حکومتي سارنوال شاه خاور ویلي، چې "د محکمې په تالار کې دغه تورونه په لوړ غږ اورول شوي" خو هغه زیاتوي، چې خان او قریشي دواړو ویلي چې بې ګناه دي.

د پخواني وزیراعظم عمران خان او د پخواني خارجه وزیر شاه محمود قریشې پر ضد د سایفر مقدمه کې د افیشل سیکرټ ایکټ لاندې د ځانګړې عدالت قاضي ابوالحسنات ذوالقرنین فرد جرم تایید کړی.

د پلټنو وفاقي ادارې ایف ايي اې سرکارې وکیل ذوالفقار عباس نقوې تر اورېدنې وروسته د پنډۍ اډیاله جیل مخې ته مطبوعاتو ته وویل چې د تحریک انصاف پر مشرانو درې تورونه ولګول شول، لومړی سایفر په جلسه کې وڅېړل شو او د هغه پر جزیاتو خبرې وشوې، دویم، د وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر په توګه دغه سايفر بېرته د بهرنيو چارو وزارت ته نه و لېږل شو او دریم د سایفر کارولو څخه د هېواد امنيت ته زيان رسېدلى دى. عمران خان او شاه محمود قریشې د جرم څخه انکار کړی.

بل پلو ته د تحریک انصاف وکیل سلمان صفدر وویل چې فرد جرم نه دی لګول شوی.

"تر اوسه څه فرد جرم نه دې لګول شوې څه دستخط نه دې شوې او کومه خبره چې کېږي هغه سمه نه ده."

په عدالت کې د تورنو مشرانو کورنۍ وې خو د اسلام اباد هاېې کورټ د پرانستې مقدمې اورولو د حکم سربیره مطبوعاتو ته د مقدمې د اوریدنې اجازه نه وه وکړې شوې.

قانون پوهان وايي که چېرې فرد جرم لګول شوی دی نو بیا به د عمران خان او شاه محمود قریشې پر ضد د سايفر مقدمې باقاعده اورېدنه شروع کيږي.

د سپریم کورټ وکیل شیر امان خان وايي،

"پر عمران خان باندې د افیشل سیکریټ ایکټ سیکشن ۵ او پر شاه محمود قریشې سیکشن ۹ لګیدلې دې، کله چې زه په عدالت کې وم نو داسې ښکاریدو چې د عمران خان جرم په دغه ایکټ په سې کیټیګرې چې ترمخه کله چې یو افیشل دستاویز عام کړې شې نو د هغه سزا دوه کاله ده، که چرې په دغه کیټیګرې کې سزا ورکړې شوه نو دوې ته ضمانت هم کېدای شي.

خو دوې امکان څرګندوې چې د تحریک انصاف مشران دغه پریکړه په اسلام اباد هایې کورټ کې چیلنج کولای شي.

له دې وړاندې خصوصي عدالت په ٢٣م اکتوبر په دغو دواړو ملزمانو فرد جرم لګولى ؤ، خو د اسلام اباد هايکورټ دوه کسيزه بېنچ په جېل کې د مقدمې اورېدنې په ضد د عمران خان درخواست منلى ؤ او د مقدمې اورېدنه يې کالعدم ګرځولې وه.

د پاکستان داخله وزارت د دیسمبر په لومړۍ نېټه د امنیتې اسبابو له امله د عمران خان او شاه محمود قرېشي په ضد د جېل مقدمې د اورولو نوټيفيکيشن جاري کړی وو.

عمران خان د سایفر مقدمې ځنډولو لپاره د روانې میاشتې په ۱۱مه یوځل بیا اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړې.

د سپریم کورټ وکیل ذوالفقار احمد بهټه وايي،

"داسې مقدمه چې د افیشل سیکرټ ایک لاندې راځې، په دې کې دوه قسمه سزاګانې ورکول کیداې شې یو خو که چېرې له دغې معاملې څخه د هیواد دوښمن ځینې ګټه ترلاسه کړې وې نو دا عمر بند یا د مرګ سزا ور کول کیداې شي خو که چېرې داسې نه وې نو د دې سزا بیا له دریو څخه څلور کاله پورې کیدای شي."

پخوانې وزیر اعظم عمران خان تور لګولې چې د دوې د وزیراعظمې د چوکې څخه لرې کولو کې د امریکا لاس درلود، چې د ثبوت په توګه دوې یو دستاویز د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې په یو جلسه کې څېړلی وو. خو د پاکستان حکومت او امریکا څو ځله دغه تورونه رد کړې.

وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف آئي اے د سپتمبر په 30مه نيټه عدالت کښې جمع کړې شوې چالان کې عمران خان او شاه محمود قريشي د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندې د سايفر پټ متن افشا کولو په مقدمه کې اصلی تورن ګرځولې وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG