لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشل د پولیسو له خوا اسلام اباد ته د بلوڅانو د لاریون کوونکو ځورول غندلي دي


د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل له بلوچستان څخه د اسلام اباد پر لور د لاریون کوونکو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د دوی پر ضد مقدمې ختم کړی شي.

دغه لاریون لا هم اسلام اباد ته پر لاره دی او په ډېره غازیخان او د پنجاب په نورو سیمو کې په زرګونو خلک ورسره ملګري شوي دي، دوی په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې او نعرې وهي چې په بلوچستان کې دې د بالاچ بلوڅ په ګډون د جبري بې درکه بلوڅانو له کورنیو سره انصاف وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل د دوشنبې- ګل په ورځ خپور شوي بیان کې ویلي، لږ تر لږه 20 کسان د دسمبر په 17مه نېټه هغه وخت ونیول شول چې دوی د پنجاب صوبې له دېره غازي خان سیمې د اسلام اباد لوري ته راروان وو.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم ویلي، وروسته مظاهره کوونکي خوشي شوي دي، خو وایي د تنظیم کوونکو او ګډون کوونکو خلاف درې جلا- جلا مقدمې درج شوي دي.

د بالاچ بلوچ د وژنې او نورو لادکه کسانو پر ضد دغه لاریون د بلوچستان له تربت ښار څخه د نومبر په میاشت کې شورو شوی چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دی.

د صوبې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې بالاچ بلوڅ د پینځه کیلو چاودېدونکو توکو لرلو په تور نیولی وو. خو د بالاچ بلوچ د کورنۍ په وینا هغه بې ګناه وو او د پولیسو په "جعلي مقابله" کې وژل شوی، دوی د سي ټي ډي چارواکو پرضد د اقدام غوښتنه کوي.

د روانې میاشتې په 12مه نیټه د بلوچستان هایکورټ د سي ټي ډي څلور چارواکي د معطل کولو او د دوی پر ضد د مقدمې چلولو حکم ورکړی وو.

په پاکستان کې له تېرو شلو کلونو راهیسې د جبري ورکېدو پېښې روانې دي او په بلوچستان کې په تېره بیا د بشري حقونو یو شمېر ډلې وايي چې زرګونه کسان لادرکه دي.

د وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز چیرمین ماما قدیر بلوڅ وایي، "مونږ د بلوچ لادرکه کسانو لپاره پر هر فورم غږ رابرسیره کړی، احتجاجونه او مظاهرې مو کړې خو حکومت څه هم نه دي‌ کړي".

د 2022م کال په جولای کې خپور شوي د لادرکه کسانو لپاره د جوړ شوي کمیشن د وروستیو شمېرو له مخې د کال 2001م راهیسې د لادرکه کسانو ټولټال 8,696 قضیې رپوټ شوې دي.

رپوټ وایي له دغو قضیو څخه 6,513 حل شوې او 2,219 لاهم پاتې دي. بل پلو ته وایس فار میسنګ پرنسنز تنظیم دغه شمېر څو چنده زیات ښیي او وایي د جبري بې درکه بلوڅانو شمېر تر 20 زیات دی.

د لادرکه کسانو کورنۍ او د بشري حقونو تنظنیمونه د دغه تور پر استخباراتې ادارو لګوي، خو د پاکستان حکومت او پوځ د غه تورونه بیا بیا رد کړي او دعوه کوي دغه کسان په خپله يا د هیواد څخه وتلي یا د ترهګرو ډلو سره شامل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG