لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تجارتى ستونزو راکمولو په موخه د پاکستان د تجارت وزارت پلاوى سبا د کابل سفر کوي


ټاکل شوې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت یوه ډله به د روانې مارچ میاشتې په 25مه نیټه د دوه اړخیزو سوداګریزو ستونزو د حل او د پولې په اوږدو کې د خنډونو د کمولو لپاره د کابل سفر کوی.

څیړونکي وايي د دواړو هیوادو ترمینځ دسوداګریزو خنډونه لرې کولو تر څنګ باید سیاست د سوداګرې څخه جدا وساتل شي.

د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی به د مارچ په 25 مه کابل ته سفر وکړي چې مقصد يې سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو برابرول دي ـ د وي او اې ډیوه له اړخه د هڅو سربیره د پاکستان د تجارت وزارت تر اوسه د دې خبرې پخلى نه دى کړى البته، سوداګر دا یو مثبت پرمختګ بولي.

د سوداګرو مشرانو له مخې دپاکستان او افغانستان سوداګري د ځینو توکو لپاره د ټرانزیټ سوداګرۍ د بندیز، په عادي اجناسو باندې د 10فيصدي پروسس فیس، او په بانکي تضمینونو کې د بیارغونې بیمې د تبادلې له امله په ټپه ولاړه ده.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چیمبر اف کامرس رابطه کار يا کوارډینیټر ضياء الحق سرحدي ډيوه ته وايي ، هغه
هیله لري چې د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټریډ کې چې کومې ستونزې دي، او کوم بندیزونه چې لګول شوي دي، او دواړو اړخونو ته چې کوم مشکلات دي د هغې د هواري لپاره د دغه شان ګامونو سره به دوه اړخیزه تجارت باندې مثبت اغیږ وشي.

د پاکستان د تجارت د وزارت دغه ډله په داسې حال کې د کابل سفر کوي چې په افغانستان کې د مشکوکو اورپکو پر پټنځایونو د پاکستان له اړخه د وروستیو هوايي بریدونو له امله د دواړو ګاونډي هیوادونو اړیکې نور ې هم ترینګلې شوې دي.

د افغان چارو څیړونکى حق نواز خان وايي،د پاکستان او افغانستان ترمنیخ یوه د بې اعتمادۍ فضا ده او د ګاونډيو هیوادونو ترمنیځ د ډزو له امله پولې وخت په وخت تړل کیږي چې له امله يې د پاکستان او افغانستان په تجارت کې زيات مشکلات رامځته شوي دي.

هغه وايي، د پاکستان سره مسلسل د لارو تړل کيدو له امله د افغانستان د سواګرو مخ اوس د ایران چاه بهار طرف ته ګرځېدلى او کوشش کوي چې داسې نورې متبادل لارې ولټوي. څيړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر پولو د تاوتريخوالي له امله د دواړو هیوادونو تر مینځ دوه اړخیزه تجارت هم د ستونزو سره مخ دى .

د نوموړي په وينا دواړه هیوادونه باید وړومبى اعتماد بحال کړي او د سوداګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

ضیا الحق سرحدی وايي،"دواړو حکومتونو ته خواست کوو چې سیاسي تاوتريخوالى بايد د سوداګرۍ څخه جدا کړي، او اسانتیاوې دې رامځته کړي ولې چې سیاسې پریکړو څخه تجارت ته ډیر زیان رسي"

کال ۲۰۱۳ کې د پاکستان او افغانستان سوداګرې شاوخوا دوه نیم بلیونو ډالرو ته رسیدلې وه چې د پولو وخت په وخت د تړل کېدو او تاو نريخوالي له امله شا وخوا ۵۰۰ ملیونو ډالرو ته راټیټه شوې. او د پاکستان په پرتله په دې ورستیو کې د افغانستان له ایران سره د چابهار بندر له لارې سوداګري ډېره شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG