لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نن د ځمکې ورځ لمانځل کېږي


د ځمکې ورځ د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلانیټ بمقابله پلاسټیک تر عنوان لاندې لمانځل کیږي، چې مقصد یې تر ۲۰۴۰ کال پورې د پلاستیک تولید ۶۰ فیصد کمول دي.

په نړۍ کې په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې د پلاستیک تولید ۲ میلیونه ټنه وو چې اوس ۴۵۰ میلیونه ټنو ته زیات شوی.

د ملګرو ملتونو د یوې څیړنې له مخې په پاکستان کې هر کال ۳.۳ میلیونه ټنه پلاستیکي کثافات پیدا کیږي چې پلاسټیک په چټکۍ سره ځمکه ککړوي او د موسمیاتی بدلون په څیر د ګواښونو لوی لامل هم پلاستیک دی.

د موسمیاتی بدلون کارپوه ډاکټر کنور جاوید په دې اړه وايي،

"که چېرې مونږ د پلاسټک خبره کوو، نو هر یو کس ته به خپل رویه کې بدلون راوستل وې. موسمیاتې بدلون کې پلاسټک څخه خوریدونکې ککړتیا لویی رول لری، د موسمیاتې بدلون په اړه مونږ تګلاره لرو خو د دې د عملې کولو لپاره به د حکومتې ادارو او ولس په کچه پوهنه خورول وي."

د پاکستان د موسمیاتو د ادارې ترمخه په پاکستان کې په روانې اپریل میاشت کې د بارانونو زیاتوالی د دغه موسمي بدلون لامل دی.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیات بارانونه شوي. په خیبر پښتونخوا کې په بارانونو کې ۹۰٪ زیاتوالی لیدلی شوې. چې د اپریل په میاشت کې په تیرو ۳۰ کلو کې تر ټولو زیات بارانونه دې.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ م کال کې کیدونکو د بارانونو له امله د پاکستان دریمه برخه سیلاب کې ډوبه شوې وه، چې 1,739 کسان یې وژلي او هیواد ته یی د ۳۰ بیلینو ډالرو زیان اړولی وو، چې پاکستان یې لا هم د بیارغونې هڅې کوي.

د انسټیټیوټ اف ریجنل سټډیز د موسمیاتې څانګې فعال طلحه طفیل بهټي وايي،

"په پاکستان کې دا وخت موسمیاتې بدلون د پرمختګ شاوخوا هرې منصوبه برخه جوړول کیږي. خو کله چې پر دغه منصوبې عمل کیږې نو دې اړخ ته پام نه راګرځول کیږې، چې په تګ لاره کې یو تضاد څرګندوي."

څیړونکې وایي، له موسمیاتې بدلون سره د مبارزې لپاره د پلاستيک کارول د امکان تر حده کنټرول ته اړتیا لري او که چرې کارولو مخه نشې نیول کېدای نو بیا د بیا کارونې وړ پلاستيکونو باندې تکیه کولو تر څنګ د ماحول د الودګۍ د مخ نیوې لپاره به کوټلې ګامونه پورته کول وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG