لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎بر جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې د سیمې خلک د ناامنۍ په ضد احتجاجونو ته راوتلي دي


د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې بر جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د پوځې قلعې مخې ته ولسي پرلت نن په دړیمه ورځ هم دوام لري.

د احتجاج برخه وال غوښتنه کوي چې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې دې بې ګناه خلکو ته زیان نه رسول کیږي او د دوی ژوند او مال دې خوندي کړل شي.

د سیمې خلکو دا احتجاج وروسته له هغې پیل کړی چې دوه ورځې وړاندې په تنګي بودینزی او بندخېل سیمو کې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ خو ځايي خلک وايي د عملیاتو پرمهال د ځايي ولس کورونه په نخښه کړل شوي دي.

‎ددې پېښې وروسته، په زرګونو خلکو په مکین کمرشل مارکیټ کې ټول دوکانونه وتړل او لومړی یې هلته احتجاج وکړو او بیا یې په اشکرکوټ سیمه کې د پوځي چاوڼې مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړو چې پکې د علاقې په زرګونه خلک ګډون کوي.

‎د سیمې یو اوسېدونکي، رحمت شاه عبدلي وي او اې ډيوه ته وویل"موږ ترهګر نه یو، بلکې عام خلک یو. موږ غواړو چې په امن او سکون کې ژوند وکړو، خو دلته زموږ ژوند په جهنم بدل شوی دی".

مکین هغه سیمه ده چې د ۱۵ کلن راه نجات پوځي عملیاتو پرمهال د هر قسمه ناامنۍ څخه پاکه ګرځول شوې او تر کډړالۍ وروسته خلکو پکې کاروبارونه پرانستي دي .

‎په احتجاجي پرلت کې شاملو مشرانو د امنیتي ځواکونو پر عملیاتو سختې نیوکې وکړې.

ملک سعید انور، چې د پرلت یو مخکښ دی، په خپلو خبرو کې وویل "موږ د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو ملاتړ کوو، خو دا عملیات باید داسې ترسره شي چې بې ګناه خلک پکې زیانمن نه شي".

‎شیرپاو ایډوکیټ هم په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت باید د ترهګرو پر وړاندې پرته له توپیر عملیات وکړي، خو دې سره سره باید د سیمې خلک په خوندي توګه وساتل شي.

هغه زیاته کړه چې"دلته د عامو خلکو ژوند سخت خراب شوی دی. زموږ حکومتي مشران او د هغوی ماشومان په اسلام آباد او لاهور کې په ارامۍ سره ژوند کوي، خو موږ ته دلته د ډالرو په خاطر جنګ راپرېښودل شوی دی.

‎په مکین او شاوخوا سیمو کې تېره شپه شوې ګولۍ بارۍ په خلکو کې ویره او تشویش خپور کړی دی.

د سیمې خلک وایي چې ددې پېښې وروسته د دوی ماشومان او ښځې ډېر وېرېدلي او د عادي ژوند کولو توان یې له لاسه ورکړی دی.

‎د پي ټي ایم فعال، عالمزیب محسود، په دې اړه وویل "په تېرو څو میاشتو کې د داسې پېښو زیاتېدو له امله خلک د ریاستي ادارو پر وړاندې بې باوره شوي دي.

‎احتجاج کوونکي لومړی په مکین کمرشل مارکیټ کې راټول شول، خو وروسته یې پرلت د آشکر کوټ بریګېډ دفتر مخې ته یوړو اؤ هلته یې د امنیتي ځواکونو سره خبرې پیل شوې.

‎تر اوسه د حکومت یا امنیتي ځواکونو له خوا په رسمي توګه کوم بیان نه دی ورکړل شوی، خو ځایي چارواکو ویلي چې د احتجاج کوونکو سره خبرې روانې دي او د دوی غوښتنې اورېدل شوې او زر به دا ستونزه هواره کړي.

شمالي وزیرستان کې د وژل شوي تن جسد سره ولسي احتجاج:

بل لوري د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې ځايي خلکو د یو تن د جسد سره احتجاج پیل کړی چې د وژنې تور یې په امنیتي ځواکونو پورې کوي .

پولیس وايي دا پېښه پرون د جمعې په ورځ د میرانشاه په انغر سیمه کې شوې ده.

ځايي خلک وايي پرون په علاقه کې ځايي خلکو د ناامنۍ په تور حکومت ته تسلیم شوي کسان ګیر کړي چې بیا وروسته پوځ د دغه کسانو د غوښتلو په سر په ځايي خلک ډزې کړي چې پکې یو تن مړ او څلور ژوبل شوي.

د پاکستان پوځ دغه تور ته څه ځواب نه دی ویلی خو دې نه وړاندې په پوځ دغه شان تورونه لګول شوي چې بیا د خبرو د لارې حل کړل شوي دي .

‎د کارپوهانو په وینا، حکومت او امنیتي ځواکونه باید په خپلو عملیاتو کې لا ډېر احتیاط وکړي او داسې ګامونه واخلي چې بې ګناه خلک د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې قرباني نه شي.

‎خبریال ناصر داوړ ډیوه سره خبرو کې وایي،د راه نجات عملیاتو وروسته، خلکو تمه لرله چې سیمه به له هر ډول ترهګرۍ پاکه وي، خو ددې ډول پېښو بیا بیا تکرار خلک ناهیلي کوي او هغوی په حکومت باندې اعتماد له لاسه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG