لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرغزستان کې په پاکستاني زده کوونکو د تشدد پېښو پاکستان کې ددغو طالبعلمانو کورنۍ اندېښمنې کړي


په کرغزستان کې د غېر ملکي زده کونکو په ضد د تشدد د پېښو وروسته په پاکستان کې هم د زده کوونکو کورنۍ انديښمنې دي، دوي د حکومت نه غوښتنه کوي چې د هغوي بچو ته دې تحفظ ورکړی شي او بېرته دې پاکستان ته راوستل شي۔

د پاکستان حکومت د کرغزستان په بشکيک ښار کې د زده کوونکو په ضد د تشدد ډکو پېښو باندې د اندېښنې څرګندونه کړې او وزير اعظم د پاکستان سفارت ته ويلي د پاکستاني زده کونکو تحفظ دې باوري کړي۔

د مردان اوسیدونکي جهانزېب خان ته د کلي خلک په بېشکک کې د هغه د زوی د موجودګۍ په اړه خواخوږۍ له راغلي دي۔ جهانزيب وايي په کور کې یې بچي او د فاروق زيب مور د زوی په اړه په تشويش کې دي۔

د جهانزيب خان مشر زوی فاروق زېب په بشکک اېډم پوهنتون کې د څلورم کال د طب زده کړې کوي، نوموړي وايي د کورنۍ غړې او خپلوان يې په بشکک کې په زده کونکو باندې روان تشدد اندېښمن کړي دي۔

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "ځکه چې دا خو ډيره غټه سانحه راځي انسان ته چې هلته حالات خراب شو، ستا بچی چې تا نه لرې وي، او هغه په بل هېواد کې وي، هغسې رسايي ورته نه کيږي، نو ما يې اول مور خبره نه کړه بيا مې هغوي سره رابطه وشوه، او حالاتو نه لږ خبر شو نو هغوي (مور) مې ورله بيا خبره کړه، چې دې وخت دا حالات روان دي،او هم د ډېر زيات تشويش اظهار کوي چې څه به کيږي، او څه حالات به مخکې جوړېږي".

د منځنۍ اېشیا د کرغزستان هېواد په سرښار بشکيک کې په پاکستاني او نورو بهرنيو زده کوونکو د تشدد خبرونه مخې ته راغلي، د پاکستان ‏وزيراعظم شهباز شريف د زده کوونکو په حال ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، بشکيک کې یې پاکستاني سفير ته د زده کوونکو سره د هر ډول ‏مرستې لارښوونه کړې ده.‏

په ټولنيزو رسنيو ويډيوګانې خپرې شوي چې پکې د تشدد پېښې ليدل کیږي، ځينو کسانو پاکستاني زده کوونکو ته د مرګ ژوبلو اوښتو خبرونه هم ورکړي ‏دي.‏

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د کرغزستان حکومت تاييد کړې چې په بهرنیو زده کوونکو د تشدد پېښو کې کوم پاکستانی زده کوونکی نه ‏دی وژل شوی.‏

دې پېښه باندې په ټولنيزو رسنيو هم سخت غبرګون ښودل کيږي، اود پاکستان په حکومت او په بشکېک کې د پاکستان په سفارت نيوکي کوي خو سفارت زده کوونکي د هاسټلو نه د حالاتو سمېدو پورې د بهر تللو څخه منعه کړې.

د بشري حقونو فعال او سیاستوال افراسیاب خټک پر ایکس لیکلي، په کرغزستان کې له نورو بهرنیو زده کوونکو تسره سره پاکستاني طالبعلمان هم د تشدد له سختو خطرونو سره مخ دي. نوموړي لیکلي:

"د پاکستان حکومت د ملاتړ بیانونه خپاره کړي دي خو زده کونکي لا هم خپلو کورنیو او ملګرو ته د هغه ځای د حالت په اړه ویره څرګندوي. حکومت باید د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي".

په اېډم پوهنتون کې د جهانزيب خان ځوي فاروق زېب د وټس اېپ د لارې ډيوه ته ويلي چې اوس هم وخت په وخت د تشدد پېښې کيږي او غېر ملکي زدکونکي په خپلو هاسټلو کې بند ناست دي،

هغه وایي"زمونږ د پاکستان د حکومت نه دا غوښتنه ده چې زمونږ دې حفاظت وکړی شي، او مونږ ته دې سيکیورټي راکړی شي، ځکه چې دلته مونږ بلکل غېر محفوظ يو"

هغه وایي "زمونږ څوک تپوس هم نه کوي، اوسه پورې راسره سفير هم رابطه نه ده کړې چې تاسو په څه حالات کې يئ ، او نه يې د سيکورټي داسې کوم ګامونه اخستي، زمونږ د پاکستان حکومت نه غوښتنه ده چې مونږ ته دې دلته تحفظ راکړي يا دې مونږ وباسي"

په بشکېک کې زده کونکي وايي د مئ په ديارلسمه نېټه د ځاېې خلکو او د مصر د زده کوونکو ترمېنځه نښته شوې او د هغې پېښې ويډيوه په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې بيا روستو ځايې خلک د تعليمي ادارو په هاسټلو ورغلي او په بهرنيو زده کوونکو يې تشدد کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG