لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: هند په سختو شېبو کې زمونږ مرسته کړې، اوس مونږ ورسره مرسته کوو


په نوې ډیلي کې اکثره هسپتالونو کې د کرونا مریضانو ته ځای ندی پاته او نه هم کافي اکسیجن شته
په نوې ډیلي کې اکثره هسپتالونو کې د کرونا مریضانو ته ځای ندی پاته او نه هم کافي اکسیجن شته

د هند وزیراعظم نریندرا مودي وایي چې د کرونا وبا، هند لړزولی دی. مودي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې اولس ته د رېډیو د لارې خپله میاشتېنۍ وینا کوله، په خلکو یې ټینګار وکړ چې د کرونا وېکسین دې ولګوي او د وېکسینو په اړه ګنګوسو باندې دې غلط نشي.

مودي دا وینا په داسې وخت کې وکړه چې هند کې د کرونا وبا کېسونه بېحده زیات شوي او په نوې ډېلي کې لګېدلی لاکډاون چې د ګل/دوشنبې په ورځ ختمېده، بیا یوه هفته غځول شوی دی.

د هند صحت وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه ورځ کې په ټول هند کې قریب درې نیم لاکه د کرونا وبا نوي کېسونه موندل شوي دي چې د نړۍ په کچه یو بل ریکارډ ګڼل کیږي. د دې ترڅنګ، د صحت چارواکو دا هم ویلي چې دا شمېرې ممکن د حقیقي شمېرو نه ډېرې کمې وي. د نیویارک ټایمز په حواله، دا چې د هند د صحت وزارت دا څو ورځې د کرونا مرض د نویو روزانه کېسونو څه باندې درې لکه شمېرې رپوټ کوي، «د کرونا وایرس د حقیقي خورېدو یوازې یوه برخه څرګندوي.»

د امریکا مرستې:

په امریکا باندې د عالمي ټولنې لخوا فشار دی چې خپل ځیني ذخیره ساتل شوي وېکسینونه دې هند او نورو اړو هېوادونو ته وکړي. د جانز هاپکېنز پوهنتون د کروناوایرس د څېړنې مرکز ترمخه، هند تر اوسه قریب یو سلو اته دېرش (۱۳۸) میلینه ډوزونه/خوراکونه د وېکسین خپلو خلکو ته لګولي چې په دې کې د ټول هندوستان د آباتۍ صرف ۱.۶ فیصده خلکو پوره وېکسین اخیستی دی.

د امریکا صدر جو بایډن د اتوار/یکشنبې په ورځ وعده وکړه چې هند سره به مرسته کوي. بایډن د خپل ټویټر پاڼې نه اعلان وکړ: «هماغسې چې د عالمي وبا په ابتدا کې کله چې زمونږ هسپتالونه له ستونزو سره مخ و، هند امریکا ته امداد راولېږه، مونږ دا عزم لرو چې د ضرورت په دې وخت کې له هند سره مرسته وکړو.»

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ د هند د قامي سلامتیا له سلاکار اجیت دووال سره وغږېد او په هند کې یې د کرونا وبا د وروستۍ څپې په اړه ورسره خواخوږي څرګنده کړه.

امریکا وعده وکړه هغه ځانګړي خام مواد چې د وېکسین جوړولو کې ورنه کار اخیستل کیږي، هغه په فوري توګه د هند وېکسین جوړولو کارخانو ته په اختیار کې ورکړي. د دې نه علاوه، امریکا به هند ته درمل، د کرونا د فوري ټېسټ بستې، وېنټلېټرونه، او د طبي کارکنانو دپاره د تحفظ جامې هم ورولېږي.

د امریکا ترڅنګ، نور ملکونه لکه برطانیې، فرانس، جرمني او آن د هند رقیب او ګاونډي هېواد پاکستان هم ویلي چې دوی به هند ته مرسته ولېږي.

په هند کې د کرونا د دې نوې څپې په راتګ سره، په سرښار ډیلي کې د اکسیجن کمښت هم مخې ته راغلی دی، او ډېرو مریضانو ته اکسیجن نه رسیږي.

هند د آباتۍ په لحاظ، د چین نه وروسته د نړۍ تر ټولو سر ملک دی چې آباتي یې یو اعشاریه څلور بلینه (۱.۴ بلینه) کسانو ته رسیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG