لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټولنيزو رسنیو مينې هندوستانۍ انجو نومې ښځه بره دير ته رسولې ده


انجو او نصرالله
انجو او نصرالله

د هندوستان نه 35 کلنه انجو نومې ښځه د خېبرپښتونخوا د بره دیر ضلعې نصرالله سره لیدو ته ورغلي ده. دواړه د ټولنيزو رسنيو د لارې اشنا شوي دي. وېل کېږي چې انجو د دوو ماشومانو مور هم ده.

تیره ورځ انجو او نصرالله ځايي رسنیو ته ويلي، چې دواړه د کوېژدن اراده لري خو د هندوستانۍ سره ویزه د يوې میاشتېده بيرته به ځي وايي بيا به راځي او واده به کوي.

د بره دير ضلعې د پوليس مشر ډي پي او مشتاق احمد په يو خبري کانفرنس کې د انجو د دير ته د ورتګ تاييد کړی دی.

هغه ويلي، "مونږه د دواړو د کوېژدن یا واده په حقله نه دي اورېدلي دا د هغوی کورنۍ معامله ده که واده کوي او کوېژدن، مونږ دواړه راغوښتي وو رسمي پوښتنې مو ترې کړي دي".

هغه زياته کړې، " د انجو ټول اسناد مکمل دي دواړه د فېس بک د لارې اشنا شوي په يو بل ميين شوي خو دغه جينۍ د 30 ورځو ويزه لري او مونږ یې د امنیت انتظام هم کړی دی، دا به د 21 اګست نه وړاندې پاکستان پرېږدي او پوليس به خبروي".

د هند هندوستان ټايمز ورځپاڼې په خپله وېب پاڼه ویلي، د انجو تعلق د هندوستان د راجستان بيوادي ښار سره دی، پولیس د هغې کور ته ورغلي معلومات یې کړي د انجو خاوند اروېند کمار پوليسو ته ویلي انجو د زيارت په ورځ د کوره وتلې او ويلي يې وو هغه امرتسر ته ځي خو وروسته یې کورنۍ خبر شوې چې هغه د پاکستان په لاهور ښار کې وه.

د خبر ترمخه اروېند ويلي، انجو پاکستان ته د خپل دوست نصرالله سره ليدو له ورغلې او په څو ورځو کې به بيرته ستنه شي. اروند ويلي په درېو څلورو ورځو کې به انجو بيرته راشي او هغه سمدستي پوليس ته شکايت نه درج کوي.

د دیر ځايي خبريالانو ویلي د انجو او نصر الله ليدو ته یې پولیس منع کوي چاته اجازه نه ورکول کيږي چې د هغوی سره خبرې وکړي.

ځايې خبریال ناصر زاده ډیوه ته وايي د پرون راهسې د نصرالله او انجو کيسه خوره ده په ټولنيزو رسنيو پرې بحث روان دی، "نه شو ويلی چې دوی به واده کوي او که نه کوي".

په وروستيو کې د پاکستان او هندوستان رسنیو ویلي وو، د پاکستان د سيند صوبې سره تعلق لرونکې د څلورو بچو مور سيما حیدر نومې ښځه په انلاين يا انټرنېټي لوبه [پب جي] په هندوستان کې د یو هندو هلک سچن مېنا سره اشنا شوې، بیا هندوستان ته تللې او د هندو رسم مطابق یې د مېنا سره واده کړی دی.

ويل شوي وو سيما حیدر په کراچۍ کې مېشته وه، خاوند یې د سيند صوبې د جېکب اباد سيمې سره تعلق لري، په 2014 کې واده شوی او بيا کراچۍ ته منتقل شوي وو.

د رسنيو ترمخه سيما روان کال د کراچۍ نه د نيپال پلازمينې کټمنډو ته تللې او د هلته نه د مې په میاشت کې هند ته رسېدلې ده، په هندوستاني مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د هغې ويډيو خپره شوې، چې پکې یې ویلي په کټمنډو کې یې په يو مندر کې د سچن مېنا سره واده شوی وو، خو بيا په هندوستا کې نيول شوې او وروسته په ضمانت خوشې شوې ده.

د سيما حېدر د خبر مخې ته راتلو وروسته په سيند صوبه کې هندوانو وي او اې ډيوه ته ویلي دوی ته ګواښونه کيږي، پولیس هم دغه ګواښونه تاييد کړي او ويلي يې وو هندو ټولنې ته یې د امنيت انتظامات برابر کړي دي.

د پاکستان او هندوستان ګاونډي هېوادونو اړيکې اکثره ترينګلې پاتې شوي او په داسې ډول پېښو د جاسوسۍ تورونه هم لګي او په رسنيو پرې هم دغه ډول بحثونه کيږي.

د هند او پاکستان په مختلفو موضوعاتو وخت په وخت په دواړو هېوادونو کې فلمونه هم جوړ شوي، چې پکې د پولې دواړو غاړو ته د تګ راتګ او اشنايۍ مشکلات وړاندې کړی شوي دي، په دغو فلمونو کې د هندوستان "ویر زارا" او "بجرنګي بهايي جان" مشهور فلمونه دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG