لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د دوؤ زرو کالو لرغونې د اوسپنو جوړولو بټۍ موندل شوې


دپېښور پوهنتون د لرغونو اثارو (آرکیالوجي) محکمه وایي په پېښور کې ورته د انډو ګریګ د دور د دوؤ زرو کالو نه زیاته زاړه لرغونې د اوسپنې جوړولو یوه بټۍ یا کارخانه په لاس ورغلې ده.

دغه لرغونې بټۍ نه د انډو ګریک دور سیکې یا پیسې هم ترلاسه شوي چې لرغونتیا یې د قبل مسیح نه دوه سوه کاله زړه یعنې ۲۲۰۰سوؤ کالو ته رسیږي.

دپېښور پوهنتون (یونیورسټۍ) د لرغونو اثارو د محکمې چارواکي محمد نعیم د جمعې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د اوسپنو دغه لرغونې کارخانه ورته د پېښور په حیات اباد سیمه کې په لاس ورغلې چې ترې د اوسپنو د ویلي کولو سانچې، چړې اؤ نور شیان هم ترلاسه شوي.

محمد نعیم ویلي ددې ساحي درک ورته په کال ۲۰۱۷م کې ترلاسه شوی ؤ خو بیا یې په کیندلو کار روان وو، اؤ اخر د لرغونو اثارو محکمه په دې وتوانیدله چې دغلته د انډو ګریک دور یوه لرغونې د اوسپنو جوړولو کارخانه ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي د انډو ګریک دور نور اثار له دې وړاندې هم په بیلا بیلو وختونو کې موندل شوي خو دا لمړی ځل دی چې ددغه دور یوه سالمه بټۍ یا کارخانه لرغون پوهانو موندلې ده.

نوموړي زیاته کړې ترلاسه شوي اثار ښایي چې په دې بټۍ کې به غشي، کمانونه، تورې اؤ چاقوان جوړیدل.

محمد نعیم وایي تر دې وړاندې چې د بدهـ مت دور څومره لرغونې ودانۍ موندل شوي د هغې اؤ د دې ترمینځ فرق دا دی چې دبدهـ دور ودانۍ له خښتو جوړې دي اؤ دا بټۍ یا کارخانه له خاورو جوړه شوې ده.

په پېښور کې د موندل شوؤ دې لرغونیو اثارو په اړوند وائس اف امریکه ډيوه سره د لرغون پوهه محمد نعیم خبرې اترې په لاندې لنک اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG