لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان تاجران دې هم په پاکستان کې لکه د بهرنیو سرمایه کارانو اسانتیاوې ولري، عبدالحمید جلیلي


د وزیراعظم عمران خان حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ لویه لارې طور خم ٢۴ گنټې د پرانستلو فیصله کړې چې دا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو حرکت او تجارت اسان شي
د وزیراعظم عمران خان حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ لویه لارې طور خم ٢۴ گنټې د پرانستلو فیصله کړې چې دا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو حرکت او تجارت اسان شي

په پېښور کې مېشته د افغان کډوالو وياند او د افغان قونصلګرې چارواکي عبدالحميد جليلي ویلي پاکستان دې د نورو بهرنیو سرمایه کارانو په څېر افغان تاجرانو ته په هېواد کې د کاروبار په لړ اسانتیاوې ورکړي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي جلیلي وویل که چېرې د پاکستان حکومت افغان تاجرانو باندې څه قسم بنديزونه لګوي يا يي کاروبار محدود کړي نو زيان به يي د دواړو هېوادونو عام ولس ترڅنګ دواړو حکومتونو ته هم ورسي.

هغه زياته کړه د پاکستان حکومت په کال ۲۰۱۰ کې دافغان کډوالو د کاروبار دپاره يو تګ لاره جوړه کړې وه خو په هغې عمل د نه کېدو له امله پاکستان کې مېشت افغان تاجران کاروباري هلې ځلې هغه شان نشي ترسره کولي څنګه چې د نورو هېوادونو تاجران کوي.

عبدالحمید جلیلي زیاته کړه پاکستان چې کوم ډول اسانتیاوې د نورو ملکونو سرمایه کارانو ته ورکوي دغه ډول اسانتیاوې دې افغان تاجرانو ته هم په پاکستان کې د کاروبار په لړ کې ورکړی شي.

په پېښور کې مېشت افغان تاجرانو د پېښورهايي کورټ دا فیصله ستایلې ده چې افغان مهاجرين بايد په پاکستان کې د ورک پرمټ يا د کار د اجازت نامې اخیستلو وروسته د قانون سم سره سم په پاکستان کې تجارت وکړی شي.

خو افغان تاجران وايي د پاکستان حکومت لا تر اوسه دوی د پاره داسي تگلاره نه ده ټاکلې چې ترمخه چې افغان کډوال په پاکستان کې په خپل نوم د کاروبار کولو اختيار ولري.

په پېښور کي د کوئلي کاروبار کونکې او د افغان تاجرانو د اتحاديي رئيس رسول خان ډيوه ته وويل چې دوی مجبوره دي چې د يو ځايي تن په نوم خپل کاروبار وکړي. هغه وویل د دې شرط له امله ډیرو افغانانو په پاکستان کې سرمايه کاري نه کوي.

نوموړي دا هم وويل چې په خپل نوم کاروبار د نه لرولو له کبله دوی په مقامي بنکونو کې اکاونټ هم نشي پرانېستلی چې له امله یې دوی د ځايي خلکو سره کاروباري لين دېن کې د ستونزو سره مخامخ کیږي.

پېښور کې د افغان کونسلېټ يا قانصلګرې چارواکو نه ترلاسه شویو شمېرو ترمخه دا وخت پاکستان کې يولس نيم لکو نه زيات افغان مهاجرينو ته د کډوالو نړيوالې ادارې يا يو اين ايچ سي ار د رجسټريشن مستند کارډونه جاري کړي چې دوې پرې په پاکستان کې کاروبار هم کولې شي.

د پېښور هايي کورټ د پاکستان مرکزي اؤ د خېبر پښتونخوا حکومتونو ته امر کړی چې هیواد کې میشت افغان کډوالو دفعالیت ساهه باید لنډه کړي اؤ ویلي یې دي چې کډوال دلته له اجازې بغير دکاروبار کولو اجازت نه لري. د افغان کډوالو چارې د قانون لاندې راوستلو دپاره هائیکورټ دکورنیو چارو، دفاع ، بهرنیو چارو اؤ سرحدي سیمو محکومو اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت ته لارښوونې لیږلي دي.

د افغان قنصلګرې شميرې زياتوي چې د اتو لکو پورې هغه افغانان هم پاکستان کې ژوند کوي چاته چې د پاکستان حکومت افغان سيټيزن کارډونه جاري کړيدي او دغه کډوال به مناسب وخت کې بېرته خپل هېواد ته لېګلې شي.

د وزیراعظم عمران خان حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ لویه لارې طور خم ٢۴ گنټې د پرانستلو فیصله کړې چې دا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو حرکت او تجارت اسان شي. تېره میاشت عمران خان ماموینو ته امر وکړو چې د افغانستان سره په ټرانزټ تجارت کې مسلې دې ختمې کړی شي. پاکستان دا اعلان هم کړی چې په هیواد کې موجود افغانان په خپلو نومونو په بېنکونو کې اکاونټونو هم خلاصولی شي.

د خو افغانستان او پاکستان تاجران وايي د دواړو ملکونو په سیاسي او سفارتي تعلقاتو کې وخت په وخت راپورته کېدونکي تاوتریخوالي له امله د افغان پاکستان تجارت کچه ډیره ټیټه شوي ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG