لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ساحل رپورټ: پاکستان کې هره ورځ اوسطاً 11 ماشومان د جنسي تېري ښکار کیږي


د ماشومانو لپاره د کارکوونکې غیر دولتي ادارې ساحل د یو تازه رپورټ تر مخه په پاکستان کې هره ورځ 11 ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار کیږي.

رپوټ وايي 2023 م کال کې په ټول هیواد کې په ماشومانو د تشدد 4213 پېښې رپورټ شوي چې پکې 2021 ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي دي.

د "کروول نمبرز" یا ظالمانه شمیرې، په عنوان د ساحل خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، پاکستان کې په مجموعې توګه رپورټ شوو په ماشومانو د تشدد 4213 پیښو کې2251 نجونې او 1962 هلکان دي.

د رپورټ له مخې په دغو پیښو کې د شپږو څخه تر پنځلسو کلو پورې د عمر ماشومان د جنسي تیریو زیات ښکار شوي.

څیړونکې وایي د جنسي تیري اؤ تشدد سره دمخ شوؤ ماشومانو اصل شمیرې د رپورټ شوو شمیرو څخه څو چنده زیاتې دي.

د ساحل مشره منیزه بانو وي او ای ډیوه ته وایي،مخکې به د جنسي تېریو په اړه خبره نه کیده خو اوس خلک په دې اړه خبره کوي.

خو ده هغې په خبره ،اوس هم اکثره پر ځپل شوي ماشوم او خپله پر کورنۍ د نورو خپلوالو له اړخه فشار وي چې دا خبره دې چا ته نه ښکاره کوي.

هغه وایي "خلک په دې هم نه وې خبر چې دغه معامله مخ په وړاندې بیول دي او ورسره څه شهادتونه وي. چې له امله یې اکثره پېښې بغیر د مقدمې پاتې شي".

د 2023م کال کې رپورټ شوؤ پېښو کې 51 فیصدي پېښې په کلیوالو سیمو او 49 فیصدي په ښارې سیمو کې رپورټ شوي چې پکې 61 ماشومان له جنسي تېریو وروسته وژل شوي.

د 81 قامي او سیمه ییزو ورځپاڼو څخه د راټولوؤ شوؤ مالوماتو په اساس جوړ شوي د دغه رپوټ ترمخه، تر ټولو زیاتې پیښې 3165 د پنجاب څخه رپورټ شوي.

د سیند صوبې څخه 541، د اسلام اباد څخه 306، د خېبرپښتونخوا څخه 124، او د بلوچستان څخه یوازې 50 پیښې رپورت شوي.

د بشرې حقونو د قامي کمیشن مشره رابعه جویري اغا وایي،په پاکستان کې د دغو پېښو په اړه په مرکزي کچه څه شمیره نشته اؤ صوبو کې د ساحل په څېر تنظیمونه پخپل سر څه نه څه شمیرې راغونډوي.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل ضرورت ددې خبرې دی چې د تشدد اؤ جنسي تېریو د ښکار ماشومانو د شمېرو په اړه یو مرکزي ډيټابیس یا د معلوماتو مرکز جوړ کړل شي.

کال 2018ن کې د پنجاب په قصور سیمه کې زینب نومې ماشومه باندې د جنسي زور زیاتي او بیا د هغې له وژنې وروسته حکومت کال 2019م کې د ماشومانو د تحفظ لپاره زېنب الرټ نومې قانون منظور کړی و خو د څېړونکو ترمخه خلک اوس هم عدالتونو ته د تګ څخه ډډه کوي.

د ساحل مشره منیزه بانو وایي،د خلکو لپاره عدالتونو ته تګ اسانه نه دی.

" مونږ وایو د ماشومانو لپاره دې جدا عدالتونه وي چې د مقدمو په مهال د دوي حاضري ضروري نه وي. د دې ترڅنک تر ټولو مهمه دا ده چې په دې اړه باید د پوهاوي کمپاینونه وچلول شي"

د ساحل په رپورټ کې په ماشومانو له جنسي تېریو تر څنګ د نور قسمه تشدد شمیرې هم شریکې کړی شوي چې ترمخه یې، کال 2023م کې 1938 ماشومان تښتول شوي، 330 بې درکه کړی شوي، 286 وژل شوي، د 29ؤ په کم عمرۍ کې ودونه شوي دي.

د دې ترڅنګ د 694 ماشومانو د ډوبېدو او 111ماشومانو د ځان د وژنې پېښې هم رپوټ شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG