لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې زیاتې ګرانۍ د خلکو د اختر تیارۍ اغېزمنې کړي


په پاکستان کې ورځ تر بلې زیاتیدونکې ګرانۍ د راتلونکي وړونکي اختر لپاره د خلکو تیارۍ هم اغیزمنې کړي، سوداګر وایي دې ځل د اختر لپاره په نویو جامو اخستو کې د پام وړ کمی راغلی دی. وړوکي یا کوچني اختر ته د شمېبرځو ورځې پاتې دي،خو په ملک کې د زیاتې ګرانۍ له امله خلک د اختر لپاره داړینو توکیو په اخستو کې د ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې اکثره کورنۍ د روژې په وروستۍ اوونۍ کې د نویو جامو، پېزار او زیورونو په لټه کې بازارونو او شاپنګ پلازو ته ورځي خو دغه شیان د تیر کال راهیسې په ورته وخت کې دوه چنده ګران شوي دي.

د اسلام اباد یو دوکاندار محمد جان وایي،کومه کپړه چې تیر کال دوي په نهه سوه یا زر روپۍ خرڅوله اوس یې بیه تر پنځلس سوؤ روپو زیاته شوې. دغه دوکاندار وایي "مونږ ویل چې نوی حکومت به څه ارزاني راوړي ځو څه نه دي شوي. خلک په بازارونو کې ګرځي خو اخیستو والا ځوک نشته، ګاهک هم پریشانه دی او مونږ هم پریشانه یو"

د جامو سوداګر د ګرانۍ لامل د روپۍ د ارزښت ټيټوالی بولي چې له امله یې د وارداتي ټوکیو بيه لوړه شوې، او وایي په خلک کې د شیانو اخستو توان ډیر کم شوی. د اسلام اباد بل دوکاندار عمران خان وایي ،ګراني ډیره زیاته شوې ده، په بازارونو کې د خلکو رش دی خو د اخستو والا ډیر لږ دي.

هغه وایي د پاکستان حالات ورځ تر بلې خرابیږي، کاروبارونه نشته او خلک یوازې د ضرورت شیانو اخستو ته مجبوره دي.

د هیواد کړکیچن اقتصاد ته ودې ورکولو لپاره د تیر مارچ په میاشت کې د پاکستان سره نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د مامورینو په کچه د 1.1 بلیونو ډالرو خوشې کولو موافقه کړې ده چې له دې وروسته آي ایم ایف یو بیان کې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان "اقتصادي او مالي وضعیت ښه شوی". خو د پور ورکونې نړیوالې ادارې اټکل کړی چې سږکال به اقتصادي وده لږه وي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د روان کال د مارچ لپاره د ګرانۍ کچه اوس 20.68 فیصدي ده، چې د فبروري په میاشت کې 23.10 فیصدي وه. څېړونکي وایي دوکاندارانو د ځايي کارخانو د لګښتونو د لوړېدو او د لېږد او ترانسپورټ د لګښتونو په ګډون د سوداګريزو لګښتونو د زياتوالي له امله هم بيې لوړې کړې دي.

د اقتصادي چارو کار پوهه عرفان خان وي او ای ډيوه ته وایي،کوم شیان چې د بهرنیو هیوادونو څخه راغوښتل کیږي نو د روپې د بیې، پر دغه شیانو د زیاتې ډیوټۍ او ټرانسپورټیشن د لګښتونو له امله بازارونه ته په رارسیدو دهغې نرخ ډیر ګران شي. نوموړی وایي د دې ترځنګ په پاکستان د تیلو بیې هم د شیانو پر بیو ډیر اغیز لري.

د څیړنیزې ادارې تبادلب د یو وروستي راپور له مخې، د پاکستان بهرنۍ پور څه باندې 130 بلیونه ډالره او د بهرنیو اسعارو ذخیرې یې یوازې اته ډالره دي. او په تیرو دوو کلونو کې، د هیواد روپۍ د امریکایي ډالر په وړاندې خپل ارزښت 50 فیصده له لاسه ورکړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG