لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زمکو کاروباریان وایي بجټ کې د زمکو په روزګار لګول شوي درانه ټيکسونه به دا روزګار په ټپه کښینوي


د پاکستان وفاقي حکومت د مالي کال2024-25 بجټ کې د جایدادونو پر خرڅولو اؤ اخستلو د ټيکس سند یا فایل لرونکو لپاره 15 فیصدي او د نه لرونکو لپاره تر 45 فیصدي پورې د ټېکسونو زیاتولو وړاندیز کړی دی.

د جایدادونو کاروباریان وایي د حکومت له اړخه د ټېکسونو زیاتولو سره به د وړاندې څخه ولاړ د ریئل اسټیټ یا زمکو اؤ جاییدادونو کاروبار نور اغېز من شي.

دوې د حکومت څخه دغه وړاندیز ته د بیا کتنې غوښتنه کوي.

څیړونکي وایي د پاکستان د زمکو د کاروبار څانګه کې د 2024-25 د مالیاتو بدلونونه، چې پکې کیپیټل ګین ټیکس CGT ، فیډرل ایکسایز ډیوټي FED، او مخکیني لګول شوي ټیکسونه به د ملکیت په نرخونو او پر سرمایه کارې بدې اغیزې ولري.

د زمکو کاروباري مصور کاکړ ډیوه ته وایي "ریل اسټیټ د پاکستان دریم غټ صنعت دی چې روزګار ورکوي، د دې سره دیرش نور صنعتونه تړلې دي. ریل اسټیټ مخکې هم د ستونزو سره مخ ؤ او اوس د دغه ټیکس زیاتولو سره به حالات نور هم خراب شې او بې روزګارې به زیاته شي"

اوس مهال پاکستان کې د جایداد پر اخسیتو د فایلرانو لپاره 3فیصده او د غیر فایلرانو لپاره 6 فیصده ټیکس پځای دی خو د نوی وړاندیز شوي ټیکس تر مخه به پر فایلر باندې 3.4 فیصدي، ناوخته ټیکس فایلونکي باندې 6.8 فیصدي، او نان فایلر باندې 12.20 فیصدي ټېکس تجویز شوی.

د کورونو یو جوړونکی پرویز میر بادیني وایي باید فایلر ته ایمنسټي ورکړی شوې وای چې د ریل اسټیټ سیکټر وده کړې وای.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ،د سود شرحه 20.50 فیصدي ته را کمه کړې شوې خو اوس هم زیات خلک په ریل اسټیټ کې د سرمایه کارۍ پر ځای په بینکونو کې پیسه خوندي کوې اؤ دغه رنګه د حکومت هغه دعوې چې کاربارونو ته وده ورکوې پر ځاي به پاتې وی.

د خزانې وزیر محمد اورنګزیب وایي پر نان فایلرانو د درنو ټیکسونو تر څنګ، د ودانیو د سیکټر د ثبات او د قیاس مخې نیولو لپاره په نوؤ پلاټونو ، استوګنې او کمرشل ملکیتونو باندې د 5 فیصدي فیډرل ایکسایز ډیوټی(FED) وړاندیز شوې ده.

اقتصاد پوهه اعزاز سید وایي،په پاکستان کې تر ټولې لوی کاروبار د جایدادونو د اخستو او خرڅولو دی، اوس د حکومت له اړخه پر فایلر 15 فیصده او پر نان فایلر 45فیصده د ټېکس لکولو وړاندیز سره د حکومت تر مخه به ټیکس نیټ زیات کړی شې او دا به پر وخت ټیکس جمع کوونکو کاروبارې خلکو لپاره یو ښه ګام وې.

څیړونکې دا هم وایي د غیر فایلرانو لپاره لوړې مالیې ممکن په لومړي سر کې کاروبارې عملیات په کراره کړي، مګر په اوږد مهال کې به بازار ډیر شفاف او باثباته کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG