لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي سوډان کې ګېر۸۰۰ پاکستانیانو څخه ۳۸ د سعودي عرب جدې ښار ته رسېدلي دي


د خارجه دفتر ویاندې ویلي پاکستاني سفارت سوډان کې ګېر خپلو خلکو ته هغه وخت د سوډان بندر ته د ځان رسولو وېنا وکړه کله چې په دغه هېواد کې د مخالف ډلو ترمنځ د درې ورځو ډزبندي اعلان شوه.
د خارجه دفتر ویاندې ویلي پاکستاني سفارت سوډان کې ګېر خپلو خلکو ته هغه وخت د سوډان بندر ته د ځان رسولو وېنا وکړه کله چې په دغه هېواد کې د مخالف ډلو ترمنځ د درې ورځو ډزبندي اعلان شوه.

د پاکستان خارجه دفتر وایي‌ د سوډان په کورنۍ جګړه کې ګېر خواوشا د ۸۰۰ پاکستانیانو څخه ۳۸ د سعودي عرب ساحلي ښار جدې ته رسېدلي دي.

د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وي او ډیوه سره د ټیلي فون د لارې خبرو کې پخلی کړی چې ۳۷ پاکستانیان د سعودي عرب جده بندر ته رسېدلي دي او زیاته کړې چې سوډان کې د درې ورځو ډزبندۍ سره د دغه جنګ ځپلي ملک نه د پاکستاني وګړو په راویستو کې مرستې ترلاسه شوي.

بلوچ ویلي سوډان کې د جګړې شروع کېدو وړاندې خواوشا ۱۵۰۰ پاکستانیانو ژوند کوو او تمه يې څرګنده کړې چې سوډان کې دا وخت ګېر پاکستاني وګړي به په منظمه توګه راوباسي.

د خارجه دفتر ویاندې ویلي پاکستاني سفارت سوډان کې ګېر خپلو خلکو ته هغه وخت د سوډان بندر ته د ځان رسولو وېنا وکړه کله چې په دغه هېواد کې د مخالف ډلو ترمنځ د درې ورځو ډزبندي اعلان شوه.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د تېرې نهې (سه شنبې) په ورځ په یو بیان کې ويلي چې پاکستان د سوډان نه د خپلو خلکو راویستو لپاره د نورو هېوادونو سره مرستې کوي.

د خارجه وزارت په وېب پاڼه خپور کړي بیان کې ښاغلي زرداري وېلي د سوډان پایه تخت خرطوم کې د پاکستان سفیر میربهروز ریګي په مشرۍ کې سفارتي عمله سوډان کې د هغه پاکستاني وګړو په عارضي توګه پاتې کېدو کې مرستې کوي چې تراوسه پورې ددغه ملک نه وتلي نه دي.‌

امریکا او افریقايي ملکونه کوشش کوي چې د زیارت (پنجشنبې) په ورځ‌ ختمېدونکي درې-ورځنۍ ډزبندي نوره وغځوي.‌ رویټرز خبري اداره وايي‌ د سوډان پوځ د افریقايي هېوادونو تجویز ته رضامندي ښودلې چې پکې د مخالف ډلو ترمنځ د خبرو اترو جاري ساتلو لپاره غږ شوی.

اېسوسي اېټډ پرېس خبرې اداره وايي‌ د سوډان د پوځ جنرل عبدالفتح البرهان او د نیم پوځي خواک رېپېډ سپورټ فورس جنرل محمد همدان ډاګلو ترمنځ جګړه کې لږ تر لږه ۴۵۹ کسان وژل شوي چې وسله وال او ملکي کسان په کې شامل دي او د ۴۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG