لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرغزستان څخه د پاکستاني زده کوونکو د راویستلو لړۍ پېل شوې ده


Kyrgyzstan
Kyrgyzstan

په کرغزستان کې له بريدونو وروسته د پاکستاني زده کوونکو بېرته خپلو کورونو ته د راستنولو لړۍ پېل شوې او په لومړۍ الوتکه کې 130 زده کوونکي د کرغزستان څخه لاهور ته رارسول شوي دي.

د پاکستان د مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار تر مخه نن اتوار- یکشنبه به د 500 څخه زیات نور زده کوونکي هیواد ته راوستل شي.

د پاکستاني زده کوونکو هیواد ته د راستنولو لپاره پوځې الوتکه هم کرغزستان ته لیږل کیږي.

په کرغزستان کې د تشدد په پېښو کې د اغېزمنو زده کوونکو پاکستانیانو کورنۍ د خپلو اولادونو د تحفظ په اړه اندېښنې څرګندوي اؤ د حکومت څخه په بشکیک کې د دغه زده کوونکو د حفاظت غوښتنې کوي.

د پاکستان مرستیال وزیر اعظم ښاغلي اسحاق ډار د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي چې د غلط فهمې په اساس شوې دغه پیښه کې څلور یا پنځه پاکستاني زده کوونکي ټپیان شوي، او په سوشل میډیا دا پیښه په ناسم ډول خپره کړل شوې ده.

اسحاق ډار وایي ،د کرغزستان مشرتابه او زمونږ سفیر د دې خبرې پخلی کوي چې حالات په کنټرول کې دي او څه نوې پیښه نه ده رامنځته شوې.

هغه ویلي، کرغز حکومت څه شرخوښي نیولي او دا باور یی ورکړی جې شرخوښو ته به سزا ورکوي. د نوموړي وینا وه چې په او سني حال کې کوم پاکستاني زده کوونکي چې هیواد ته راتګ غواړي مونږ به یی راولوو.

اوړمه ورځ د کرغزستان په بشکیک ښار کې د زده کوونکو پر هاسټلو د ځایي شرخوښو د بریدونو وروسته کڼ شمیر زده کوونکي ټپپان شوي وؤ او له دغو بریدونو وروسته له ویرې سره مخ پاکستاني زده کوونکي په بشکیک کې بند پاتې شوي دي.

په بشکیک کې پاکستانی زده کوونکی فاروق زیب وي او ای ډیوه ته وایي،بیګا دشپې هم ځایي برید کوونکي په زده کوونکو پسې ګرځیدل اؤ نن اعلان شوی چې زمونږ سټډي به ان لاین وی او پاکستان ته تللی شو.

خو هغه وایي د پاکستان حکومت چې د زده کوونکو ستنولو لپاره د الوتکو د انتظام کولو کومې دعوې کړي د هغو په اړه تر اوسه د زده کونکو سره څه رابطه نه ده شوې.

تیره شپه یوه بهرنۍ الوتکه کې 130 پاکستاني زده کوونکې له بشکیک څخه لاهور ته راورسول شوي دي.

د مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار تر مخه 540 نور پاکستاني زده کوونکي به د نورو الوتکو له لارې هیواد ته راوستل شي او په دې لړ کې یوه پوځي الوتکه هم کرغزستان ته لیږل کیږي.

د پاکستاني زده کوونکو کورنۍ د حکومت څخه په بشکیک کې د دوې د بچو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

په بشکیک کې د یو زده کوونکي پلار جهانزیب ډیوه ته وایي "زه د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوم چې هلته دې د پاکستاني زده کونکو حفاظت وکړي او سفارت خانه دې ورسره په رابطه کې وې ولې چې زده کونکې دا شکایت لري چې سفارت خانه د دوي د رابطو څه ځواب نه ورکوي"

وزیر اعظم شهباز شریف په کرغزستان کې د پاکستان سفیر ته لارښوونه کړې چې د پاکستاني زده کوونکو او د هغوی له کورنیو سره په تماس کې پاتې شي او ټپي شوي زده کوونکي دې ژر تر ژره خپلو کورونو ته راستانه کړل شي.

د کرغزستان حکومت ویلي دي چې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG