لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي وايي اینده میاشت به د افغانستان په موضوع د غونډې کوربتوب کوي


د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن په یو خط کې افغان صدر اشرف غني ته ویلي چې امن دپاره دې ګامونه ګړندې کړي
د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن په یو خط کې افغان صدر اشرف غني ته ویلي چې امن دپاره دې ګامونه ګړندې کړي

د ترکي خارجه وزیر ماولوت چاووشولو د جمعې په ورځ وویل هیواد یې اراده لري چې د اپریل په میاشت کې د افغانستان په موضوع د غونډې کوربتوب وکړي او د افغانستان دپاره د ترکي خصوصي استازې وګماري.

د رویټرز خبري اداره وايي چاووشولو د افغانستان په اړه د غوڼدې خبره په داسې حال کې کړې چې امریکې په افغانستان کې د امن دپاره په افغانستان کې د موقتي حکومت د قیام او په ترکي کې د غوڼدې وړاندیز کړی دی.

د امریکې د وړاندېز ترمخه په افغانستان کې مجوزه موقتي حکومت به د موجوده حکومت ځای نېسي او په ملک کې د انتخاباتو او د نوي ايين د جوړیدو سرپرستي به کوي.

رپورټ وايي د امریکايي تجویز مقصد په دوحه، قطر، کې د افغان حکومت او د طالبانو د ځنډ ښکار شوي خبرې بیا شروع کول دي.

چاووشولو وویل افغان مامورینو، طالبانو او د مذاکراتي ډلې غړو وړاندې هم د ترکي نه د افغانستان په اړه د غونډې د کوربتوب خواست کړی و چې بیا پکې دا هفته د امریکې تجویز مخې ته راغلو.

د ترکي حکومتي خبري ادارې اناتولی ترمخه چاووشولو وویل د ترکي غونډه به د قطر د بهیر متوازي عمل نه وي بلکې دا به د قطر د پروسې ملاتړ کوي. "مونږ به دا د ورور قطر سره په هم غږۍ وړاندې بیایوو خو دا به په ترکي کې وي."

هغه وویل په ترکي کې د غوڼدې هدف دا دی چې افغان حکومت او طالبان "بامقصد" خبرې جاري وساتي.

په ترکي کې د افغان غونډې نېټه او د خبرې د موضوعاتو په اړه بحث دوام لري.

چاووشولو وویل ترکي طالبانو او مذاکراتي ډلې ته پېغامونه لېږلې چې مذاکرات هله نتېجې راوړلی شي چې په افغانستان کې تشدد ودرول شي.

په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو خبرې د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې یوې میاشت د ځنډ وروسته شروع شوي دي خو مرکچیان او سفارتکاران وايي په مذاکراتو کې څه ډیر مختګ نه دی شوی.

روس هم دا میاشت په ماسکو کې د افغانستان په موضوع د غونډې اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG