لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان پارلیمان کې کم شمېر ښځې به د ښځو د حقونو په ګټلو کې له دوه چنده ستونزو سره مخ وي


د پاکستان شاوخوا نیمه ابادي په ښځو مشتمله ده خو په اتمه فرورۍ ترسره شوو ټاکنو کې یوازې 11 ښځې د قامي اسمبلۍ پر عمومي څوکیو کامیابې شوي او 60 ښځې پر ځانګړو څوګیو د قامي اسمبلۍ برخه جوړیږي.

له ټاکنو وروسته د پاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل د پاکستان د تر ټولو لوېې صوبې پنجاب اعلا وزیره یوه ښځه مریم نواز ټاکل شوې ده اؤ هغې صوبایي پارلیمان ته پخپله لومړۍ وینا کې دصنفې برابرۍ او د ښځو د خپلواکه کولو اعلان کړې و.

امریکې د پنجاب د وزیراعلا په توګه د مریم نواز د ټاکنې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي دا د پاکستان په سیاست کې د بدلون لپاره د یو "څنګ میل" حیثیت لري.

څېړونکي وایي دغه ښځې سیاسي مشرانې به ځان په خلکو منلو او ښځو ته د هغوي د حقونو په ورکړه کې د دوه چنده ستونزو سره مخ وي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن ) سره تړاو لرونکې مریم نواز درې ځله د وزیراعظم پاتې شوي نواز شریف لور او په دویم ځل ټاکل شوي د اوسني وزیراعظم شهباز شریف وریره ده.

مریم نواز د اعلا وزیرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته او نن یو ځل بیا د ښځو د ورځې په مهال ټینګار کړی چې ښځو ځورونه او ناوړه چلند به ونه زغمي.

څېړونکي وایي مریم نواز په صوبه کې د صنفې مساواتو لپاره د کار کولو سره د هیواد پاتې نورو ښځو لپاره یو مثال جوړیدای شي او د ښځو د حقونو لپاره غږ رابرڅېره کولی شي.

د بشري حقونو فعاله منیزی جهانګیر د پنجاب د وزیراعلا په توګه د مریم نواز ټاکنې ته خوشبینه ده اؤ دا یو غوره بدلون بولي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "زه ډیره خوشاله شوم چې مریم نواز وایي که د ښځو د ځورولو هځه وشوه نو دوي به د هغه کس پر ضد ګام پورته کوي.دا هغه بدلون دی چې د یوې زنانه مشرتابه سره راځي او فکر کووم چې بدلون راروان دی".

تر دې وړاندې وړاندې کال 1988 کې پاکستان لومړی مسلمان اکثریتي هیواد ؤ چې یوه مېرمنه بې نظیر بوټو یې د ښځینه وزیراعظمی په توګه ټاکلې وه.

مریم نواز او بې نظیر بوټو دواړه د پاکستان له مشهورو سياسي خاندانونو سره تړاو لري چې له لسيزو راهيسې پر دغه هېواد واکمني کوي.

تیرو ټاکنو کې پر د پارلمان په عمومي او خانګړو څوکیو ټاکل شوې زیاتره زنانه د سیاسي کورنیو سره تړاو لري نو په داسې حال کې مهمې پریکړې کول به د دغه سیاستمداره ښځو لپاره څومره ممکنه وي؟ د ښځو د حقونو کارمند احسان جي پیرزاده په دې اړه وایي:

"کومې سیاستمدارې چې تعلیم یافته دي او دومره همت لري چې د ښځو مسلې مخې ته راوستی شي نو امکان دی چې بدلون راوړي خو کومې ښځې چې د سیاسې کورنیو سره د تړاو له امله راوستل شوي او خپل یو دریځ نه لري نو بدلون راوستل به هم ګران وي".

خبریاله فوزیه کلثوم رانا وایي دا یو حقیقت دی ډیری میرمنې چې په ځواکمنو پوسټونو کار کوي د خپلو سیاسي کورنیو په مرسته مخې ته راځي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "زه فکر لرم چې ښځینه سیاستوالې د ښځو د حقونو لپاره په پارلیمان کې غږ رابرڅېره کولو کې پاته راغلي دي او اوس هم داسې ښکاري چې دوي د خپل ګوند د نارینه سیاسي مشرانو د تحفظ لپاره د غږ پورته کولو کار کوي خو د صنفي توپیر، پر ښځو د تشدد او د ښځو د نورو ستونزو په اړه داسې موثره خبره نه کیږي"

څیړونکي دا هم وایي چې د نارینه سیاست مدارانو په څیر ، مریم نواز ته به دوه چنده کار کول وي ترڅو ځان د یوې وړ سیاسي مشرې په توګه ثابت کړي.چې یو سخت دور به یې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG