په خېبرپښتونخوا کې د پولیو د اینده کېمپېن په اړه د چارواکو غوڼده وشوه

د پوليو د مخنيوي دپاره د صوبايي ادارې مشر عبدالباسط د ټاسک فورس د غونډې په حقله وي او ای ډيوه ته وویل چې په وزيريستان، کرک هري پور، خېبراو پېښور ضلعو کې تير شوی کېمپېن د معيار سره سم نه و شوی چې د ټاسک فورس په غونډه کې پرې تفصيلي بحث وشو

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنیوي دپاره خصوصي څانګې یا ټاسک فورس غونډه کې د تير شوي پوليو کېمپېن جاج واخیستل شو او د اینده کېمپېن د کاميابولو په اړه چلولو بحث وشو.

د پوليو د مخنيوي دپاره د صوبايي ادارې مشر عبدالباسط د ټاسک فورس د غونډې په حقله وي او ای ډيوه ته وویل چې په وزيريستان، کرک هري پور، خېبراو پېښور ضلعو کې تير شوی کېمپېن د معيار سره سم نه و شوی چې د ټاسک فورس په غونډه کې پرې تفصيلي بحث وشو۔

عبدالباسط وايي " په ټاسک فورس غونډه کې چيف سيکټري ټولو کمشنرانو، ډپټي کمشنرانو او مونږ ته دغه هدايات راکړل چې راتلونکي پوليو مهم کې مونږ نور غوره ګامونه پورته کړو۔ هغه ووئيل چې په راتلونکي پوليو کمپاېن هغه ټول خنډانونه ختم کړو کوم چې پوليووايرس مخنيوي په لار کې موجود دي۔ مونږ که وګورو نو تيرو څو پوليو کمپاېنونو راهسې پوليو مهم کې بهتري راغلې ده۔ اوس خال خال يو څو ضلعې دي چرته چې ستونزي موجودې دي"۔

خېبرپښتونخوا ټاسک فورس غنډه کې چيف سيکټري لخوا د صوبې کمشنرانو او ډپټي کمشنرانو ته د پوليو کارکؤنکو هر قسمه مرسته کولو هدايات جاري شوي دي۔ د پوليو کار کؤنکو روزانه په بنياد پيسې ئي زياتې کړي دي ۔ د دي تر څنګ د کمپاېن په وخت په کورونو کې غير موجود ماشومان وېکسين کولو د ضلعو او صوبو ترمينځ اړيکه نيولو هدايات جاري شول۔

عبدالباسط وایي دغه پاليسۍ لاندي یې د تير شوي پوليو کمپاېن په وخت 64٪ پوليو قطرو څخه بچ پاتې ماشومان په صوبه کې دننه او بهر واکسين کړي دي۔

عبدالباسط وايي "مونږ د پوليو مهم په وخت پاتې ماشومانو کورونو ته بيا بيا لاړو۔ د هغوې ګتي مو وکتي، د هغوي مېندو پلرونو نه مو د ماشومانو وېکسينشن په حقله وپوښتل چې آيا دوي ماشومان په دې دوران وېکسين شوي دي۔ نو داسې قسمه هلو ځلو له وجې مونږ د پوليو قطرو څخه بچ پاتې پنځوس فيصده ماشومان وېکسين کړل۔ د تير شوي پوليو مهم په وخت چې کوم 73 زره ماشومان د پوليو ضد څاڅکو څخه بچ پاتې شوي وؤ هغې کې نيم په نيمه مونږ وېکسين کړي دي او دغه عمل به راتلونکي کې هم جاري ساتو"۔

څرګنده دي وي چې د روان کال جنورۍ مياشتې راهسې پاکستان نه د پوليو وايرس يوه مثبت پيښه هم نه ده رپورټ شوي۔ د صحت پوهان وائي په چاپيريال کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې مثبت راتلو باوجود پوليو کيسونه نه راتلل دا ثبت کوي چې هدفي ماشومان د پوليو وايرس په ضد واکسينيږي او قوت مدافعت سېوا شوې دې۔