کمېشن وايي چې په پوځي عملیاتو د ملکي چارواکو څارنه نه وي نو ځکه پکې بشري حقونه د پښو لاندې کیږي او زياتوي په بلوچستان کې امنيت په داسې مذاکراتو راتللی شي چې ټولې ښکېلې غاړې په کې موجودې وي
په پاکستان کې په چينايي وګړو د ترهګر بريدونو وروسته وزيراعظم شهباز شريف د چين مرستيال وزيراعظم ډنګ ژويي ژانګ ته باور ورکړی حکومت به يې د چين د وګړو د حفاظت لپاره هر ممکن ګام اخلي. د پاکستان خارجه دفتر د چين د خپلو امنیتي ډلو ور لېږلو خبرونه رد کړي دي. نور حال د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د پاکستان خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ دغه خبرونه رد کړي چې ګنې چين خپل امنيتي ساتونکي پاکستان ته ليږي، دغه خبرونه یې اوازې بللي دي.
په پاکستان کې د چين په وګړو د پرله پسې خونړيو بریدونو وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف يو ځل بيا ويلي په پاکستان کې د کارکوونکو چينایانو امنیت يې د حکومت وړومبۍ ترجيح ده. په کراچۍ کې د ترهګرې پېښې وروسته پاکستان او چين د امنیت لپاره پر یوه ګډه تګلاره اتفاق کړی. تفصیل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د سعودي عرب حکومت په پاکستان کې د نور 60 کروړه ډالره پانګونې اعلان کړی دی چې ورسره یې د سرمایه کارۍ ټول حجم 2 ارب، 80 کروړه ډالرو ته رسېدلی. اقتصادپوهان دا ښه پرمختګ بولي خو وايي د بهرنۍ سرمایه کارۍ لپاره په پاکستان کې د تګلارې تسلسل ضروري دی. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
پاکستان وايي په دې هېواد کې د چينايي وګړو د امنیت په اړه په اسلام اباد کې ناست د چین د سفیر اندېښنې په ښکاره توګه ښودل د سفارتي ادابو خلاف کار دی. د چين سفير جيان زيډانګ ښکاره ویلي وو دا ورته د منلو وړ نه ده چې په شپږو میاشتو کې پرې دوه ځله حملې کېږي. نور حال د ارشد حسېن په رپورټ کې:
په ولسي کچه د عامو اندېښنو سېوا کېدو وروسته د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی، پاکستان دغه بيان ته سمدستي ځواب نه دی ويلی.
د حکومتي شميرو له مخې په کال 2022 کې د موسمياتي بدلون له کبله د رامنځته شوو سېلابونو له امله ملک کې 1700 کسان مړه شوي وؤ ، نزدې 3 نيم کروړه خلک یې ځپلي وو او بنيادي اډانې، فصلونو او څاروو ته یې د 30 اربه ډالرو نقصان اړولی و
د قاضيانو نړيوالې ادارې يا انټرنېشنل کمېشن آف جيورسټ د پاکستان د پارليمان څخه د 26م اييني بدلون منظوري د دې هېواد د عدليې په خپلواکۍ، د قانون په حکمرانۍ او د بشري حقونو په ساتنه ګوزار ګرځولی دی. خو حکومت دا د ميثاق جمهوريت د تصور پوره کېدل بولي.
تراوسه د مجوزه 26م اييني بدلون او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو په اړه حکومتي مسوده نه ده څرګنده شوې خو مطبوعاتو کې رپوټونه وايي په دې کې د وفاقي اييني عدالت جوړښت، د اعلا ججانو د ريټايرډ کېدو په عمر کې د دريوؤ کلونو اضافه او د سپريم کورټ د چيف جسٹس تعينات کولو په طريقه کار کې بدلون راوستل شامل دي
د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د شانګهاي همکارۍ تنظیم د 23مې سرمشریزې غونډې په ختمېدو جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د يوې نړۍ، يوې کورنۍ او يو مستقبل په فلسفه ټينګار کوي او د غېر امتيازي روڼ تجارتي نظام ضرورت ته پام ګرځوي.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ د ترهګرۍ پرضد د پراخې سيمه یيزې همکارۍ په ضرورت ټينګار کړی، خو ماهرين وايي ترهګري دوه اړخیزه ستونزه ده او ګومان نه کوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکې غونډه کې به په دې موضوع خبرې وشي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د سعودي عرب د سرمایه کارۍ د وزير تر مشرۍ لاندې دا 130 کسيزه لوی پلاوی دا وخت د اسلام اباد په سفر دی او د اکتوبر په 10مه يې د ددې هېواد د صدر او د پوځ د مشر په ګډون له نورو چارواکو سره ليدلي دي. نور تفصیل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې رپورټ کې:
پاکستان کې حکومت د شانګهاى همکارۍ د تنظیم د غونډې په مهال د امنیت د ټينګښت لپاره د وړاندې څخه سخت امنيتي تدابير په پام کې نیولي دي او ورسره پوځ په ځاې کړی شوی دی
د حکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف د احتجاج له کبله د اسلام اباد حساسه سیمه په کنټېنرو تړل شوې او په ښار کې د امن د ټېنګښت دپاره دفعه 144 لګول شوې ده. ددې ترڅنګ په پینډۍ او اسلام اباد کې د موبایل سروس هم په جزوي توګه بند کړی شوی دی. نور حال ارشد حسېن درکوي:
د پاکستان لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې په منظور شوي اووه ارب ډالرو منظور شوي قرض کې دغې ادارې يو ارب دوه کروړه او 69 لکه ډالر د وړومبي قسط په توګه پاکستان ته ورکړې. ماهرين وايي که پاکستان پراخ اقتصادي اصلاحات ونه کړل دا به یې د ای اېم اېف اخري پروګرام ثابت شي. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
اسلام اباد هایکورټ د جبري لا درکيو په معامله د سرکاري کمېشن په کارکردګۍ ناخوښي څرګنده کړې او په دې اړه يې د خفيه ادارو غړي د معلوماتو دپاره راغوښتي دي. د لادرکه خلکو وکیلې ایمان مزاري ویلي په تېره یوه میاشت کې نور 187 کسان په جبري توګه لادرکه کړی شوي دي. تفصیل د ارشد حسين په رپورټ کې:
د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه روان کال جولاي کې ترسره شوې وه او د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ لخوا ددې باقایده منظوري ترلاسه کول لا پاتې وه.
د پاکستان د خزانې مرکزي اای ېم اېف څخه د پور ترلاسه کولو په ترڅ کې د هېواد د اقتصاد ښه کېدو هيلې څرګندې کړي خو اقتصادپوهان وايي سياسي عدم استحکام، د روپۍ قدر غورځېدو، بجلۍ او ګيس ګرانۍ او نورو ټېکسونو لګولو له کبله ملکي اقتصاد بېرته د خطر سره مخامخ کېدی شي. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
نور کتل