په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم ويلي، ترهګري په افغانستان کې دننه او بهر سيمې او نړۍ ته يواځينی لوی خطر دی او وايي ټي ټي پي په يوه لويه نړيواله ترهګره ډله بدلېدونکې ده چې اوس له خپلواکي غوښتونکو تنظيمونو لکه مجيد بريګېډ سره هم همغږي لري. تفصيل د ارشد حسين په رپورټ کې:
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي منير اکرم يو ځل بيا ويلي، ترهګري په افغانستان کې دننه او له دې هېواده بهر سيمې او نړۍ ته يوازينۍ تر ټولو سنګینه خطره ده. نوموړي تور پورې کړی چې تحریک طالبان پاکستان اوس د خپل واکۍ غوښتونکو بلوچ تنظيمونو لکه مجيد بريګېډ سره هم همغږي لري.
که څه هم مرکزي حکومت د پاکستان په ايين کې د بدلونونو قانوني مسوده د لوړو عدالتونو د شفافيت او چټکتيا لپاره اړينه بولي خو مخالف ګوندونه او د اييني چارو پوهان وايي، دا په سپريم کورټ او ايين نېغ په نېغه حمله ده.
که څه هم د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د ددې هېواد مرکزي بېنک د ګرانۍ په کچه کې د کمي دعوې کوي خو عام ملکي وګړي د ګرانۍ په کچه کې د کمي راتلو حکومتي دعوې رد کړې دي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
اسلام اباد هاىکورټ د پخواني وزیر اعظم عمران خان په ممکنه توګه په پوځي عدالت کې د محاکمه کولو په اړه د وفاقي حکومت څخه سپيناوی غوښتلې او امر یې کړی چې حکومت دې په څلورو ورځو کې دننه عدالت کې ځواب جمع کړي.
قانون پوهان او د سياسي چارو څېړونکي وايي د پاکستان د استخباراتي ادارې آي ایس آي د پخواني مشر جنرال فېض حميد نيول کېدو او په ضد یې د کورټ مارشل کارروایۍ په جېل کې د بندي پخواني وزیر اعظم عمران خان اندېښنې هم سېوا کړي دي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان وزير اعظم ويلي، حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې څخه د قرض نوي پروګرام ترلاسه کولو په غرض د ادارې شرطونه پوره کوي. د اقتصادي چارو پوهان وايي که د آی اېم اېف د شوې لوظنامې په منظورولو کې نور ځنډ راځي، د پاکستان په معاشي درجه بندۍ اثر پرېوتی شي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي په 26 اګست په ملک کې داسې ماحول پېدا کړل شوی وو لکه چې بلوچستان کې د بېلتون تحريک روان دی. هغه ويلي د بريد کوونکو وسله والو سره نه بلکې يواځې د بلوچ ځوانانو سره به خبرې کېږي. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
په پاکستان کې د بې درکه کسانو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې په اسلام اباد کې د لادرکه کسانو د حقونو د یو غیرسرکاري تنظيم د سیوري لاندې را ټولو شوو د لا درکه کسانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ پوليسو ويجاړ کړی او هغوی احتجاج ته نه دي پرېښودل شوي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان مرکزي حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره د سعودي عرب څخه د 1.2 اربه ډالرو نوي پور خواست کړی. اقتصادپوهان پاکستان ته د ای اېم اېف د اووه ارب ډالرو قرض پروګرام د ځنډ سبب چین ته د پاکستان د پورونو د بېرته ستنولو د مودې نه غزېدل ښیي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د اګست 22مه په نړيواله کچه د عقیدې په بنياد د تشدد ښکار شوو کسانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمېشن هېواد کې په احمديانو کېدونکو حملو، بد چلند او د دوی د عبادت خانو او هديرو د سپکاوي په ګډون په رياستي کچه توپیري سلوک باندې اندېښنې ښودلي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
نور کتل