د امریکې او طالبانو ترمنځ د خبرو ځنډېدو په ترڅ کې په پاکستان کې څېړونکو ویره څرگنده کړې چې د افغانستان په جگړه زیاتوالی کېدلی شي او وايي طالبانو یوې خوا ته د امن خبرې کولې او بلې خوا یې تشدد ته هم دوام ورکړی و
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په هشتنګرۍ تاڼه کې يو د سيکهـ مذهب منونکي تن په هندو مذهب منونکي د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.
د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن وايي د بابړې د پېښې د يادولو سره وايي په پښتنو اوس هم وخت بدل نه دی "زمونږ اوس هم هغه کربلا ده که جديد دور دی نو جديده کربلا ده که زما شپږ نيم سوه کسان په بابړه کې ووژل شو نو په دې تېره ترهګرۍ کې زمونږ د ۱۲۰۰ نه زيات کسان ووژل شو".
د خېبرپښتونخوا حکومت د کال ۲۰۱۹، ۲۰م د کليزې بوديجې يا بجټ کې د نوؤ تعليمي ادارو جوړولو په ځای د تعليمي معيار ښه کولو ويل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلع باجوړ کې دوه بمي چاؤدنې شوي يو د اېف سي ځواک سرتېری او دوه ځايي سياسي غړي پکې ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې چارواکي وايي د پولیو ضد څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين سرته رسېدلی خو د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه په کمپاين کې ۹۵ فيصده هدف نه ترلاسه شوی ځکه نور دا کمپاين ودرول شوی دی.
د بشري حقونو د څار ادارې تر مخه په کال ۲۰۱۸م کې په ګرد پاکستان کې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمیره ۲ کروړه او ۸۴ لکه وه.
د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی مشير وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ځواب ته په تمه دي چې کله ورسره خبرو ته کښېني او د پي ټي اېم مشران وايي ډېر زر به د حکومتي کمېټۍ سره ليده کاته وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت د خزانې وزیر اسد عمر تیره ورځ ویلي وو چې د ۱۸م اېیني ترمیم او اېن اېف سي اېوارډ له سببه راروان بجټ جوړولو کې د سختو ستونزو سره مخ دي.
د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د بس رېپډ رسپانس ټرانسپورټ يا بي ار ټي په نوم د چټک بس پروژې معاينه کوونکي ټيم ويلي په دې پروژه کې د اولس پېسې خرابې کړی شوي او لوبې ورسره شوي دي.
د قبايلي ضلعې مومندو د يکه غونډ په مرکزي بازار کې په کال ۲۰۱۰ م کې يو ځانمرګی برید شوی، د ۱۰۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي د ۱۲۰ نه زيات ژوبل شوي او ۳۰ کورونه پکې تباه شوي وو.
د پاکستان پخوانۍ قبایلي سېمې د ۲۵ ايینی ترمیم لاندې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي. خو دغلته د عدالتي نظام او نورو حکومتي څانګو غځولو لپاره لا هم کوششونه روان دي.
په خېبرپښتونخوا کې د تازه بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې ۱۹ کسان مړه او ۱۳ ژوبل شوي دي، زیاتې مرګ په بره دير ضلع کې شوي دي.
د قبايلي ضلعو نه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو غوښتنه کړې چې دوي ته دې واک ورکړی شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره خبرې وکړي.
چارواکي وایي په بکاخېلو کې دا وخت شا او خوا ٢٣٠٠ زیاتره هغه کورنۍ ژوند کوي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د پوځ د "ضرب عضب" نومې عملیاتود پېل کېدو په وخت افغانستان ته کډوال شوي وو خو بیا ستانه شول
د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او پېښور کې د افغان کمشنرېټ په ګډه مرسته د کډوالو ځوانانو د کرکټ ليګ پېل کړی دی.
د قبايلي ضلعو سره تړاؤ لرونکي د پارليمان غړی وزیراعظم عمران خان ورته باور ورکړی چې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په روان عمل کې رامنځته خنډان به د مخې نه لرې کوي.
د قبايلي سيمو د ٖپخوانۍ فاټا، سيکرټريټ وياند عبدالسلام وزير پخلی کړی دی چې درې نورې محکمي يي د خېبر پښتونخوا صوبې په چوکاټ کې شاملې کړي دي.
پاکستان کې د صحافت د ازادۍ لپاره کارکونکې ادارې فريډم نېټ ورک يو مشر او څيړونکی اقبال خټک وايي پاکستان د جمال خاشقجي په وژنه په خاموشۍ سره ځان د هغه هيوادونو په صف کې ودرولو په کوم کې چې د ازادو مطبوعاتو او صحافتي ازادۍ په اړه خبره نه کيږي.
نور کتل